تيمم د الله سبحانه وتعالی يوه بله لويه لورېنه او مهرباني ده چه يواځې يې د خپل نازولی پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم   په امت کړی ده تر دې مخکی امتونو کې تيمم نه ؤ ، د تيمم حکم د هجرت په شپږم کال د بني المصطلق د غزا پر مهال نازل شو .

دا چې که کوم کس ناروغ شي او اوبه ورته  ضرر رسوي يا په سفر کې وي يا پر بله وجه اوبه نه وي نو د اودس او غسل پر ځای به تيمم ووهی . قوله تعالی :

[وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مِّنكُم مِّن الْغَآئِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَفُوًّا غَفُورًا]

ژباړه: او که وئ تاسې مريضان يا په سفر باندې (په حالت د بې اودسۍ او جنابت کې) يا راشی يو له تاسې له بيديا (له بولو يا متيازو ) نه يا جماع وکړئ تاسی له ښځو سره نو ونه مومئ تاسې اوبه ( يا يې نشي استعمالولی) نو په پاکه خاوره تيمم ووهئ مسحه وکړئ تاسی په مخونو خپلو او په لاسونو خپلو (ترڅنګلو پوری ) يقيناً چه الله عفوه کوونکی او مهربان دی   .

د تيمم تعريف :

تيمم په لغت کې قصد او ارادې ته وايي او د شريعت په اصطلاح کې په پاکه خاوره يا کوم شي چه د خاورې له جنس څخه وي په هغی سره د پاکی حاصلولو ته تيمم وايي .

د تيمم فرضونه :

په تيمم کې دری فرضونه دی :

۱- نيت کول .

۲- د دواړو لاسونو په پاکه خاوره باندې وهل او بيا یې پر مخ باندې داسې را کشول چه هيڅ کوم ځای پاتی نشي .

۳- دواړه لاسونه دوباره په خاوره وهل او د دواړو لاسونو د څنګلو سره داسې مسح کول چه د ويښته قدري ځای هم پاتې نشي .

د تيمم سنت :

۱- د بسم الله الرحمن الرحيم ويل

۲- نيت کول د نيت مطلب دا دی چه د الله (جل جلاله) د رضا د پاره په زړه کې د پاکی حاصلولو نيت وشي .

۳- د دواړه لاسونه  تلې په خاوره باندې وهل او بيا خپل مخ ورباندې مسح کول ږيره به خلال کړي که په لاسونو باندې خاوره نښتی وي هغه به وڅنډی بيا به دواړه لاسونه په خاوره ووهي او دواړه لاسونه سره له څنګلو په هغی باندې وموښی ښی لاس په ګيڼ لاس او ګين لاس په ښی لاس مښل کيږي ، که په کوټو کې ګوتۍ يا بل شی وي هغه به يا وباسی او يا به حرکت ورکوي .

تيمم د اودس او غسل لپاره يو شان دی .

په کومو څيزونو سره تيمم جايز دی :

پاکه خاوره يا د خاوری له جنس څخه بل شی لکه کانړی (چه دخاوری ګرد ولري ) ،چونه ،ګچ ، ريګ ،جغل او دخټو اوخښتو ديوال او همدارنګه د خاورو ګرد او غبار باندې تيمم کول جايز دي (فتح القدير:۸۸/۱، البدائع:۵۳/۱) .

په کومو صورتونو کې تيمم جايز دی ؟

۱ د اوبو نشتوالی :

الف ) چې اوبه له يو ميل (1600-1800) متره په اندازه يا له هغه څخه زياتې لرې وي .

ب ) : د ابو سره نږېدې څه مضر ځناور يا دوښمن وي چه د خطر او نقصان ويره وي

ج ) : څه اندازه اوبه وي لکن که په دغو اوبو اودس وکړي د لوږې او تندې سره مخامخ کيږي او په قيمت سره د اخيستلو اوبه نه وي .

د ) : په طياره يا ريل کې سپور وي هلته اوبه نه وي يا د اودس کولو موقع نه وي .

۲- د اوبو د استعمال قدرت نه لرل .

۳- د مريض کېدو يا د مرض د سختېدو وېره وي ، يا دومره زياته تخني وي که فرضاً غسل وکړي د هلاکت وېره لري او د اوبو د ګرمولو څه ورسره نه وي .

۴- د اوبو رايستلو سامان نه وي په کوهي کې اوبه وي مګر رسۍ ، ډولچه څه شی نه وي .

۵- په اودس يا غسل کولو د داسې لمانځه د تلو ويره وي چه قضایې نلري لکه د اخترونو او جنازی لمونځ .

دغه ټولو صورتونو کې د اودس او غسل پر ځای تيمم کيدلای شي (موسوعة الفقهية و فقه الاسلامي وادله ).

د تيمم د صحت شرطونه :

۱- نيت

۲- د يتمم د اباحت عذرونه يا سببونه کوم چې پورته ذکر شول .

۳- دا چې په پاکه خاوره يا د هغه د جنس څخه لکه : ريګ ، جغل ، ډبره ، چونه او نور مګر په سرو او سپينو زرو ، اوسپنه ، خوشيو ، نجاست او نورو نه صحي کيږي .

۴- د مخ او لاسونو مسحه کول .

۵- دا چې مسحه په ټول لاس سره وي يا حد اقل دريو ګوتو سره په يوه يا دوو ګوتو سره مسحه کول نه صحي کيږي .

۶- کوم شی چې د مسحې د منع سبب ګرځي د هغه لرې کول لکه غوړ ، پټۍ او جامه او نور .

د تيمم ماتونکی :

۱- په کومو شيانو چه اودس ماتيږی په هغه تيمم هم ماتيږي.

۲- د ابو په پيدا کيدلو.

۳ – دغسل په فرض کيدلو سره تيمم ماتيږي .

۴- د کوم عذر لرلو په وجه چه يې تيمم کولو د هغه لری کيدل .

يادونه :كوم څوک د يو ظالم او جابر په جيل يا زندان کې بندې وي اودس ته يې نه پريږدي که د خاوری امکانات وي تيمم به وهي او که  ددی دواړو لپاره څه نه وي يا یې نه پريږدی بيا به پرته له اودس او تيمم څخه لمونځ کوي کله چه اوبو ته لاره هواره شي بيا به قضايې ګرځوي .

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email