د اسلامي ښوونې مينه والو وروڼو او خويندو !
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
الحمدلله چې الله تعالی په اسلام کې ژوند را په برخه کړ او پر مونږ يو ځل بيا د قربانۍ ، ايسار ، يکتاپرستي ، مينې او صله رحمۍ اختر را روان دی ، ټول خير په اسلامي ارشاداتو کې دی او ټول شر د اسلامي ارشاداتو په مخالفت کې دی نو ځکه مو دلته د اختر د ورځې ځنې مهم شرعی احکام او آداب ذکر کړی دي :
د اختر لمونځ :
پر چا چې د جمعې لمونځ فرض وي په هغه باندې د اختر لمونځ واجب دی ، د اختر د لمانځه وخت د لمر ختلو څخه د لمر تر زوال پورې دی .
د اختر د لمانځه طريقه :
د اختر لمونځ د نورو لمونځونو په څير دوه رکعته په جماعت سره ادا کيږي په يوازې دومره فرق سره چې د ثناء (سبحانک اللهم) ويلو وروسته دری تکبيرونه لوستل کيږي او همدارنګه په دوهم رکعت کې تر رکوع مخکې دری تکبيرونه لوستل کيږي
د اخترونو د لمانځه مسائل :
۱- د اخترونو دلمانځه د پاره آذان او اقامت نشته .
۲- په جُمعه کې خطبه د لمانځه نه مخکی ويل کيږي د اختر په لمانځه کې د لمانځه نه ورسته .
۳- که د جُمعی لمونځ قضا شي نو د ماسپښين لمونځ به کوي خو که د اخترونو لمونځ قضا شي څه نشته که ډیر لمونځ کونکی پاتی وي نو ځانته لمونځ کولای شي .
د اخترونود ورځی سنت او مستحب کارونه :
۱- د عيد شپه په عبادت لکه : ذکر ، لمونځ ، تلاوت ، تکبير او تحليل ، دعا او استغفار تيرول لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من أحيا ليلة الفطر وليلة الأضحى محتسباً، لم يمت قلبه يوم تموت القلوب» (حسنه ابن ماجه ، دارالقطني و طبراني و ضعفه النووي) .
يعنې : څوک چې د کوچني او لوی اختر شپه د ثواب په نيت په عبادت سبا کړي ، د ده زړه به نه مري په هغه ورځ چې د خلکو زړونه مري .
۲- د سبا وروسته او د عيد لمانځه ته له تللو مخکې غسل کول ، د نارينه لپاره خوشبويي وهل، پاکې او ښې جامې اغوستل او د الله تعالی د نعمت ښکاره کول او شکر ايستل .
ځکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم به همداسې کول او دا کار سنت عمل دی .
لأنه صلّى الله عليه وسلم كان يغتسل يوم الفطر ويوم النحر (رواه ابن ماجه ) ، وكان علي وعمر رضي الله عنهما يغتسلان يوم العيد.
وكان عليه السلام يتطيب يوم العيد، ولو من طيب أهله. (رواه البيهقي ) .
۳- د کوم عذر پرته د اختر لمانځه ته پياده تلل سنت دي .
۴- په عيدګاه کې لمونځ کول (د اخترونو لمونځ خو په جومات کې کيدای شي خو په عيدګاه کې يې کول سنت دي )
۵- سهار وختی پاڅيدل .
۶- عيدګا ته وختی ځان رسول .
۷- په لوی اختر کې د لمانځه نه وروسته قرباني کول .
۸- عيدګاه ته د تلو مخکې د څه شی نه خوړل او له لمانځه پس د خپلې قربانۍ نه څه خوړل او يا که د قربانۍ غوښه نه وي تياره شوې بل څه خوړل مطلب دا چې د لمانځه وروسته خوړل د نبی کريم صلی الله عليه وسلم عادت مبارک ؤ.
۹- عيدګاه ته له يوی لاری تلل او پر بله لار بيرته راتلل .
۱۰- پخپل اهل د زرق توسعه او زيات نفلي صدقات تر څو بې وسه خلک له سوال کولو بې پروا شي او په دوی باندې دا ورځ خوشحاله تيره شي ( فقه الاسلامي وادلته ) .
۱۱- د مؤمنانو سره د مخکې کېدو او ستړې مشو پر مهال پراخه تندی نيول او د خوشحالۍ اظهار کول او د خپلې ښو اړېکو او مينې ښکاره کول ( فقه الاسلامي وادلته ).
۱۲- د خپلوانو پالل ، اسلامي شريعت مسلمان ته هر مهال د خپلوۍ پر پاللو ډير ټينګار کړی دی ، خو په دغه ورځ زيات اهميت لري ځکه هر چا خپلو خپلوانو ته سترګې نيولې وي
۱۳ د تشريق تکبيرونه ويل : د عرفې د ورځې د سهار له لمانځه څخه د ديارلسم د ذوالحجې تر مازديګر پورې يعنی پنځه ورځې د فرض لمانځه نه پس ويل کيږي، همدارنګه دا تکبيرونه د عيدګاه د تګ په وخت کې هم ويل کيږي چې په کوچني اختر کې په ورو سره او په لوی اختر کې په اوچت آواز لوستل کيږي .
دا تکبيرونه به نارينه په اوچت آواز او ښځې په ورو سره وايي ، دا تکبيرونه دا دي :
الله اکبر الله اکبر ، لا اله الا الله ، والله اکبر الله اکبر ، و لله الحمد. (حديث صحيح/ سنن بيهقي رقم 5925)
۱۴ د اختر په ورځ د مړی غمرازی يا فاتحه خاني کول بدعت دی همدارنګه د اختر ورځ د زيارت د پاره غوره کول بدعت دی ، تفصيل دلته وګورئ
۱۵ د لهو لعبو او منکراتو نه ځان ساتل : لکه موسيقي اوريدل ، فلمونه کتل ، د بيګانه ښځو او نارينه اختلاط ، قمار ، اسراف او داسې نورو څخه ځان ساتل .
آخري خبره :
مسلمانه وروره او مسلمانې خورې ! دغه اختر د مينې او صله رحمۍ اختر دی ، د خپلو خپوانو زيارت ، د خپلوي پالل ، د کينې او بغض ترک کول ، په فقيرانو او مسکينانو ، ګونډو او يتيمانو عاطفه او مهرباني او د هغوی سره مرسته او مدد کول او د هغوی زړونو ته د خوشحالۍ داخلول له ياده مه باسئ
وصلى الله على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.
ان لاين اسلامې لارښود