د عربستان د ادارو له لارې قرباني کول

داسلامي لارشود نه په مننه سره يوسوال لرم هيله ده چي راته جواب يي كري په حج كي خلك دجمرات دويشتلو نه وروسته ذبح كوي خو په مكه مكرمه كي بعضي اسلامي بانكونه دذبحي لپاره مشخص شويدي چي دغه بانك دخلكونه دپسه قيمت اخلي او يوه توته كاغذورته وركوي خلكوته وئي چي دلسوبجونه وروسته خپل جان پاك كره أيا دغه جوازلري اوكنه ؟ستاسو دجواب په هيله

محمدنبي دكعبه شريفه نه مننه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې حاجي جمره عقبه وولي د هغه وروسته به قرباني وکړي .

څوک چې خپله ذبحه کولای شي مستحب ده خپله څاروی ذبحه کړي که خپله ذبحه نشي کولای د قربانۍ د څاروي سره حاضريدل مستحب دی او همدارنګه که خپله نه وي د قربانۍ د پاره وکيل نيول جايز دي .

د سعودي د ادارو له لارې قرباني کول :

اوسمهال ددې لپاره چې د څاروي د غير منظم حلالولو او د غوښو ضايع کولو او همدارنګه نظافت په نظر کې نيولو په موخه په عربستان کې ځنې ادارې شتون لري چې په ښه شان او لوړ معيار کار کوي او دغه غوښې د حرم شا اوخوا فقيرانو او همدارنګه اسلامي هيوادونو ته استوي .

دغه ادارې د بل د تحويل لپاره د (الراجحی بانک ) په نوم څانګې لري او ددې لارې د قربانۍ کوپونونه خرڅوي چې حاجی او يا د څو حاجيانو نماينده ته اجازت ليک ورکوي هغه به منا ته ځي د ده په حضور کې به قصابان د قربانۍ ذبحه حلالوي چې دا ښه او جايز کار دی او د شک څخه خالی دی .

خو که د حاجي يا د هغه د وکيل په غيابت کې څاروی حلال شي کيدای شي قصابانو څاروی نه وي حلال کړی او حاجی سر وخريي چې په دې صورت کې په حاجي دم لازميږي او نور شکونه هم له ځانه سره لري نو حاجي دې ددې کار څخه ډه ډه وکړي خپله دې په هر طريق چې وي څاروی واخلی هغه دې يا خپله ذبحه کړي يا پر بل کس ذبحه کړي او يا د وکيل په وسيله ذبحه کړي .

معلم الحجاج ص ۲۱۷

فإن كان قصد السائلة بإرسال ثمن الأُضحية إلى من ذكرت للنيابة عنها في شراء الأُضحية لها وذبحها عنها ومن ثم التصدق عليهم بلحمها فهذا جائز لا شيء فيه لجواز التوكيل في الأُضحية، وعدم اشتراط ذبحها في مكان المضحي أما إن قصدت بإرسال الثمن إليهم هو التصدق عليهم بثمن الأُضحية فهذا غير مجزئ عن الأُضحية؛ لأن المقصود إراقة الدم. قال صاحب بدائع الصنائع: ومن شروطها ألا يقوم غيرها، حتى لو تصدق بعين الشاة أو قيمتها في الوقت لا يجزيه عن الأُضحية؛ لأن الوجوب تعلق بالإراقة، والأصل أن الوجوب إذا تعلق بفعل معين أنه لا يقوم غيره مقامه، كما في الصلاة والصوم وغيرهما. انتهى. (بدائع الصنائع علی مذهب امام ابو حنيفة – مرکز الفتاوي اسلام ويب ).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

4 تعليقات

  1. داسلامي لارشود كارمندانو اسلام عليكم ورحمته الله وبركاته
    ستاسو جواب ديراعلئ او په تفصيل سره وه مننه
    أوس زمونژ يو بله پوشتنه په همدي برخه كي لرو هيله ده چي راته جواب يي كري په الرجحي بانك كي مونژ دقرباني لپاره روپي جمعه كري دي ستاسو دجواب نه وروسته زه بانك ته ورغلم او ورته مي ستاسو جواب مطبق او ويل چي زمونژ يونمائنده ته اجازت ليك راكري خوهغوي ونه منله دوي اوي چي دا زمونژ د بانك وصول ندي او بانك ستاسو وكيل دي تاسو دلسوبجو نه وروسته خپل سر ونه وخرئي او احرام مؤ لري كولي شي أوس مونژ سنگه اوكرو بيا بله قرباني اوكرو او كه همدغه صحيح ده؟
    ستاسو داسلامي خدمت نه ديره زياته مننه او دله برياليتوب دوعادرته كوو .وسلام
    (محمدنبي)

  2. ځواب
    بسم الله الرحمن الرحيم
    د قرباني د پاره وکيل نيول په اتفاق د امت جايز دی ، او د معاصرو فقهاؤ په نزد د کومې ادارې او يا کوم شرکت وکيل نيول هم جايز دي خو په دې شرط چې وکيل به د ذبح په وخت کې دا نيت کوي چې دغه ذبحه د فلاني ده او داسې نه صحي کيږي چې د څو کسانو د پاره ذبحه وشي او تعين نشي .
    او داسې کول هم جايز دي لکه ځنې شرکتونه چې د ذبحه کونکی نوم په پارچه کې ليکي – او بيا ذبح کونکی او يا وکيل نيت کوي چې دغه قرباني د دغه پارچې د صاحب د پاره ده نو داسې کول هم جايز او صحي دي .
    دغو ادارو چې تاسې ته اطمنان درکړی دی چې د لسو بجو وروسته حلق تقصير کولای شئ او همدارنګه د ذبح پر مهال ذبح کونکی يا شرکت واله نيت وکړي چې دا ذبح د فلاني يا فلاني نمبر بل صاحب ده ، ان شآء الله قرباني صحيح ده، دغه ادارو حتماً شرعي احکام په نظر کې نيولې دي :
    په دې اړه د عربستان د معتبر سايټ موقع الاسلام سوال جواب فتوی :
    هل يجب ذبح الهدي بنفسي أم يجوز التوكيل لأحد المكاتب أو البنوك الموجودة بمكة والمتخصصة في ذلك ؟
    الحمد لله
    لا يجب على الإنسان أن يذبح هديه بنفسه ، ويجوز أن يوكل ثقة أمينا يتولى ذلك عنه .
    ولكن يجب التنبه إلى أمر يتعلق بالتوكيل ، وهو أنه يلزم عند الذبح تعيين صاحب الهدي ، فينوي الوكيل أنها عن فلان ، ولا يصح أن يذبح مجموعة من الخراف مثلا عن مجموعة من الناس دون تعيين .
    وعليه ؛ فلا يجوز توكيل المكاتب أو البنوك التي لا تعين أسماء المذبوح لهم إلا عند الضرورة ، بحيث يتعذر على الإنسان أن يذهب إلى المذبح بنفسه ، أو أن يجد وكيلا ثقة يذبح عنه .
    وقد سئل الشيخ ابن عثيمين رحمه الله : بعض الحملات يجمعون من الحجاج مبالغ للهدي ويذبحون عنهم هديهم، ولكن ربما تركوا التسمية عن كل واحد فهل هذا جائز؟
    فأجاب : “هذا لا يجوز، لا بد أن تعين لمن هذه الذبيحة، فمثلاً: إذا كان في الحملة ثلاثون رجلاً واشترى لهم ثلاثين شاةً؛ فليكن بين يديه قائمة بأسمائهم، وكلما قدم شاةً قال: هذه عن فلان؛ لأنه لا بد من التعيين، أما أن يذبح الثلاثين عن ثلاثين رجلاً فلا يصلح هذا ” انتهى من “اللقاء الشهري” (73/32).
    وإذا كانت الشركة تكتب اسم صاحب الذبيحة وتعلقها في رقبتها ـ كما تفعل بعض الشركات ـ ونوى الذابح أن هذه الذبيحة عن صاحب هذه الورقة ، كان ذلك مجزئاً وصحيحاً ، وحصل به التعيين المطلوب ، ولا يشترط أن يذكر اسم صاحبه

  3. ديره ديره زياته مننه ستاسو دجواب چخه خداي ج دي ستاسوته أجر عظيم دركري مننه

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي