آیاضروری ده چی د قربانی د مال غوښه ددری تقسیمه شی د جواب په هیله

رحيم الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د قربانۍ د غوښي خپله خوړل ، ميلمنو او خپلوانو ته ورکول او زخيره کول جايز دي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  كلوا وأطعموا وادخروا ( خپله له هغه څخه وخورئ ، نور ته يې ورکړئ او له هغه څخه يې زخيره کړئ ) (فقه السنه )

علماء کرام وايي : غوره دا ده چې د قربانۍ غوښه دری حصې شي يوه حصه خپله وخوري ، يوه حصه صدقه کړي او يو حصه زخيره کړي ، مګر دا حکم مستحب دی واجب نه دی .

وأما التصدق منها فقال الحنفية والمالكية إن التصدق من الأضحية مندوب وليس بواجب . وحجتهم ما سبق في الأكل من الأضحية وهو أرجح أقوال العلماء في المسألة . ويتصدق منها على المسلمين من الفقراء والمحتاجين ويهدي إلى الأقارب والأصدقاء والجيران وإن كانوا أغنياء

قال جماهير العلماء من الصحابة والتابعين والأئمة الأربعة وغيرهم ، يجوز ادخار لحوم الأضاحي بعد ثلاث وإن النهي منسوخ (الاحکام أضحية ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

.

Print Friendly, PDF & Email