محترمو سلامونه می ومنی یو سوال لرم هغه داچی حج اکبر ته ولی حج اکبر وایي او دا کله واقع کیژي اختر چی دجمعی په ورز شي که عارفه دجمعی په ورز شي حج اكبر رازي؟

بصيراله هيله من له كابله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا خبره چې عوام الناس کې مشهوره ده چې کله د عرفې ورځ د جمعې له ورځې سره برابره شي نو حج حج اکبر ګرځي دا خبره هيڅ اصل نه لري او په دې باره هيڅ کوم شرعي دليل وجود نه لري .

حج اکبر څخه مراد خپله حج دی کوم چې په کال کې يو ځل په ټاکل شوي وخت کې ادا کيږي او د حج اصغر څخه عمره مراد ده .

شرح جامع الترمذي ليکي : فإذا علمت أن المراد بالحج الأكبر هو الحج نفسه احترازاً من الحج الأصغر وهو العمرة فاعلم أنه لا يوجد حج أكبر من حج. قال في تحفة الأحوذي شرح جامع الترمذي: تنبيه قد اشتهر بين العوام أن يوم عرفة إذا وافق يوم الجمعة كان الحج حجاً أكبر ولا أصل له. انتهى

او په قرآنکريم چې د يوم الحج الکبر يادونه شوي ده :

وَأَذَانٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ ( التوبه ۳ ) .

 د احنافو او امام شافعي په نزد د يوم الحج الکبر نه مراد د عرفې ورځ ده او د امام مالک په نزد د يوم الحج الکبر څخه مراد د لوی اختر ورځ ده (تفسير انوارالقرآن ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email