بسم الله الرحما الرحیم
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته اما بعد:
پوښتنه:تــــقــلید څـــه خــکــم لــری؟
آیا غبری مقلدین چی کومه دعوه کوی چی تقلید نشته آیا ددوی دعوه صحی ده اوکه نه؟
د مهربانی له مخی که په تقلید باندی یو څه تفصیل راکړی نو لطف او مهربانی به مو وی؟

نيک حسن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تقليد د قرآن او سنتو د مسائلو په استنباط کې د بل کس په نظر باندې فتوی ورکول يا حکم او عمل کولو ته وايي داسې کس چې علم او تقوی يې د اطمنان وړ وي .

تقليد او مذهب کوم دريم حکم نه دی بلکي د قرآن او سنتو څخه د مسائلو استنباط او د احکامو او مسائلو تشريح او توضيح ده .

تقليد د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته پيل شوی دی ، د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم د حيات په وخت کې به خلکو خپلې پوښتنې رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته پيش کولی قرآنکريم به نازليدو او د هغوی د پوښتنو ځوابونه  د وحي په واسطه رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته ښودل کيدل .

الله جل جلا له  فرمايي : ( يستفتونك قل الله يفتيكم في الكلالة …)  

لکه د ظهار د مسئلې په باره کې يوې ښځې له رسول الله صلی الله عليه وسلم  څخه پوښتنه وکړه د هغې په ځواب کې د سورت مجادلة لومړي آيتونه نازل شول او داسې نور …

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د وفات وروسته صحابه کرام رضی الله عنهم په نړۍ کې د دعوت او جهاد د پاره تيت شول اسلام مختلفو قومونو او مختلفو لسانو واله خلکو ته ورسید .

او صحابه کرامو به د هغو صحابه کرامو په قول فتواوې ورکولي چې د فهم ، ادراک او اجتهاد قوه به يې لوړه وه ، د دغو صحابه کرامو شمير ځنې اهل علم تر زرو کسانو زیات بولي ابن قيم رحمه الله وايي د دغو صحابه کرامو شميره اوه کسان وو لکه : عمر بن الخطاب ، وعلي بن أبي طالب ، وعبدالله بن مسعود ، وعائشة أم المؤمنين ، زيد بن ثابت ، عبدالله بن عباس ، عبدالله بن عمر رضي الله عنهم جميعا .

او د دغو صحابه کرامو رايې او نظريې ته به يې مذهب فلان او فلان ويل لکه :

 مذهب عائشة رضی الله عنها

مذهب عبد الله بن عمر  رضی الله عنه

مذهب عبد الله بن مسعود رضی الله عنه

مذهب عبدالله بن عباس رضی الله عنه  او نور ……

او دا سلسله بيا تابعينو ته نقل شوه او بلاخره د څلورو اسلامي فقه مذاهب مينځته ته راغلل لکه : مذهب امام ابوحنيفه ، مذهب امام مالک ، مذهب امام شافعی او مذهب امام احمد .

پوره تفصيل او د اسلامي فقه تاريخ دلته وګورئ http://www.dawat610.com/archives/4352

http://www.dawat610.com/archives/4514

او دا چې غير مقلدين وايي چې تقليد حقيقت نه لري بالکل بې اساسه خبره ده ، ځکه ټول مسلمانان د قرآن او حديث پوهان نشي کيدای او نه هم دا امکان لري بلکي هغه چې پوهه نه لري هغوی به د د ديني پوهانو څخه مسائل پوښتې او د هغه عالم په ځواب باندې به عمل کوي چې همدې ته تقليد وايي :

قوله سبحانه وتعالی : الله جل جلا له  فرمايي : وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ (النساء: 83)

يعنې : خو که هغه رسول او هغو کسانو ته چې د دوی پخپلو منځونو کې د صلاحيت څښتنان دي رسولې وای ، هرو مرو به هغه کسان چې د تحليل قدرت لري پوهيدل به .

  الله جل جلا له فرمايي : فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ 43 (النحل ) .

يعنې کوم خلک چې د دين په احکامو نه پوهيږي هغوی به د دين د پوهانو نه پوښتنه کوي او نا پوهانو باندې دا واجبه ده چې د پوهانو په لارښونه عمل وکړي چې د بل په لارښونه باندې عمل کولو ته تقليد وايي .

دا چې غيرمقلدين وايي چې تقليد حقيقت نه لري ، دوی خپل هم تقليد کوي د دوی اکثرو علماء پخپلو عملي رسالو او فتاوی کې د شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله تقليد کوي يعنې د هغه په رايه فتواوې ورکوي چې دا خپله تقليد شو ، او ابن تيميه رحمه پخپلو فتواوو کې بيا زياتو مسائلو کې د امام ابوحنيفه په رايه فتوی ورکړی ده يعنې ابن تيمية يو مقلد وو .

د اسلامي پوهانو ټول تاريخ له تقليد څخه پيل شوی دی او تر نن پورې روان دی چې د اسلامي امت په وحدت ، د پخوانيو علماء احترام ، په ديني مسائلو کې احتياط او تواضح ښکارندوينه کوي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email