سلام علیکم:
زما یو پوښتنه ده د زکات په باره کې ده څرنګه زه خو داسې ډیره سرمایه نلرم خو صرف زه میاشتنی تنخوا لرم. او ماسره د تیر یو نیم کال راهیسې یو څه پیسې جمع شوې دې په نیټ کې ډیر اسلامي ویب سایټونه خلاص کړل ومې لوستل مګر سر مې پرې خلاص نه شو. زما پوښتنه دا ده  چې که په یوه نامعلومه اندازه پیسو باندې د کال نه زیات وخت تیر شوي وی او همدارنګه په نورو پیسو باندې یو کال او یا لږ وخت تیر شوﺉ وي او ټولې پیسې تقریباً دوه لکه او څلویښت زره افغانی وي یا یو څه اندازه زیاتې وي نو پدې پیسو باندې زکات شته ده ؟ بله که نیمې په ډالر او نیمې په افغانﺉ وي حساب به په کومه اندازه ورته لګوو. هیله ده چې ځواب یې را کړﺉ.

غازي جان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د چا چې پانګه نصاب ته رسيدلې وي او د کال په مينځ کې څه نوره ګټه وکړي يا نورې پيسې ور سره يو ځای کړي د کال په آخر کې به د ټولې پانګې زکات ور کوي او ددې انتظار به نه کوي چې په فلاني مقدار مبلغ باندې کال نه دی پوره شوی بلکي داسې تصور به کوي چې په هغه باندې هم کال پوره شوی دی ( حکيم امت اشرف علی تهانوي رح – زيورجنتي ص ۲۱۰ – کتاب زکات- فتاوي دارالعلوم ديوبند) .

و من کان له نصاب فاستفادنی اثناء الحول من جنسه ضمه اليه و زکاة به . (شرح البدايه ج ۱ص ۷۵ ) .

دوهم : که د پانګې څه پسی افغانۍ او څه ډالر وي ، هغه به د نرخ له رويه افغانۍ يا دالر حساب کړي او د هغه به څلويښمه برخه زکات وباسي

مثلاً  د يوه کس پانګه 500 دالر او 240000 افغانۍ ده ، د زکات حساب مساوي دی په :

500×50.1= 25050+240000 = 265050

265050÷40 =6626

پس د 500 دالرو او 240000 افغانيو چې ټولې 265050 افغانۍ کيږي د زکات اندازه 6626 افغانۍ کيږي .

يادونه : اوس مهال (۱۳۹۱ کال ) د زکات نصاب تقريباً 41000 يوڅلويښت زره افغانيو ته رسيږي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email