الاستِنْجَاء (استنجاء ) :

تعريف :

استنجاء په لغت کې د عائطه موادو څخه پاکولو ته وايي او په اصطلاح کې د لويو او وړو ميتيازو نه ورسته د اوبو په وسيله د بدن پاکولو ته استنجاء وايي .

استجمار : استجمار د جمرات د کلمې نه اخيستل شوی دی چې کاڼې او لوټو ته وايي ، د لويو او وړو ميتيازو پاکول د لوټو ، ګاڼو او قاعذ تشناب په وسيله استجمار بلل کيږي .

استبراء : د وړو ميتيازو د څاڅکو وچولو ته وايي ترڅو پوره يقين حاصل شي چې نور به د نارينه له شرمګا څخه ميتيازې نه ځي .

داسې چې په چپ لاس سره د شرمګا لاندې رګونه او خپله شرمګاه فشار ور وړي تر څو ميتيازې پوره ووځې او څه پاتې نشي يا په تللو سره عادت وي په تګ سره دې استبراء حاصله کړي .

په اسلامي شريعت کې  په استنجاء کولو ډير زيات تنګار شوي دی ځکه چه د استنجا په بې پيروايی کې سخته ګناه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه دعذاب قبر سبب بللې ده .

له قضای حاجت ورسته لومړی بايد د ضرورت په اندازه په تاق شمير لوټو يا قاعذ تشناب په ګين لاس خپل ځان ښه پاکول او بيا په اوبو باندې پاکي حاصلول سنت دي .

يوازې په لوټو او قاعذ تشناب د نجاست پاکول هم روا دي چې هغه ته استجمار وايي مګر د لوټو يا قاعذ تشناب او اوبو جمع کول غوره او افضل دي .

د خالي متيازو نه ورسته ترهغی په لوټو باندی استنجا کول په کار دي چه د لندوالی شبهه پاتې نشي او د وچوالی پوره اطمينان حاصل شي .

د استنجاء حکم :

استنجاء په عادي حالت کې چې نجاست له مخرج څخه نه وي زيات شوی د نارينه او ښځو د پاره سنت ده ، مګر که د مخرج څخه تجاوز وکړي د درهم (روپۍ ) قدرې وي واجب او که نجاست له درهم څخه زيات وي استنجاء کول فرض دي ځکه غليظه نجاست چې د درهم څخه زيات شي د هغه سره لمونځ نه صحي کيږي .

د باد په وتلو استجاء ته ضرورت نشته :

د خوب څخه د پاڅېدو پر مهال او همدارنګه د باد په وتلو استنجاء کول جايز نه دي د احنافو په نزد دا عمل بدعت دی په دليل د دغه حديث شريف : «من استنجى من ريح فليس منا» (رواه الطبراني).

مګر د قليوبی شافعی په نزد حرام دی او په دې عمل سره عبادت فاسد ګرځي .

يعنې : چا چې د باد په وتلو استنجاء وکړه هغه له مونږ څخه نه دی .

جاء في الموسوعة الفقهية :

لا استنجاء من الرّيح‏.‏ صرّح بذلك فقهاء المذاهب الأربعة‏.‏ فقال الحنفيّة‏:‏ هو بدعةٌ، وهذا يقتضي أنّه عندهم محرّمٌ، ومثله ما قاله القليوبيّ من الشّافعيّة، بل يحرم، لأنّه عبادةٌ فاسدةٌ‏.‏ ويكره عند المالكيّة والشّافعيّة‏.‏ قال الدّسوقيّ‏:‏ لقول النّبيّ صلى الله عليه وسلم‏:‏ «ليس منّا من استنجى من ريحٍ» والنّهي للكراهة

د استنجاء يا قضای حاجت آداب :

۱- کله چې سړی د قضای حاجب د پاره ځي د قرآنکريم مصحف ، داسې شی چې په هغه باندې د الله نوم وي هغه به له ځانه سره نه وړي مګر که ضرورت وي داسې چې د هغه د ضايع کېدو وېره وي باک نه لري .

حضرت انس رضی الله عنه وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ګوته باندې ګوتی وه چې په هغه باندې محمد رسول الله ليکل شوي ؤ کله به چې قضای حاجت ته تللو هغه به يې لرې کوله (أخرجه الترمذي والنسائي وابن ماجه).

۲- که تشناب نه وي نو د خلکو د ليدلو څخه به ځان پټوي او لرې به ځي چې څوک يې ونه ويني .

جابر رضی الله عنه وايي :په سفر کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د باندې لاړم هغه به قضای حاجت نه تلو مګر د خلکو د ديد څخه به پت ؤ ( دومره لرې به تللو چې د خلکو د ليدلو څخه به فنه کيدو ) (رواه ابن ماجه و ابی داود) .

۳- بيت الخلاء يا تشناب ته د داخلو او خارجېدو پر مهال به مسنونه دعاګانې وايي :

بیت الخلاء ته د ننوتلو دعا :

د چپې پښې مخکی کول او دا دعا ويل :

«بِسْمِ اللهِ، اللهُمَّ إِنّي أعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ والخبائِثِ» (صحيح بخاري او صحيح مسلم)

د الله جل جلا له  په نوم ، ای پروردګاره ! زه پر تا پنا وړم له (شره ) د (شيطان ) نارينه او ښځينه .

د بیت الخلاء نه د وتلو دعا :

د ښی پښې مخکې کول او دا دعا ويل :

[غُفْرانَكَ] «الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَذْهَبَ عَنِّى الأَذَى وَعَافَانِى» (سنن ترمذي او ابو داود)

ستا څخه بخښنه غواړم ، ټولې ستاينې هغه الله جل جلا له  لره دي چې زما څخه يي مضر شيان لری کړل او ما ته يي روغتيا او نجات راکړ

۴- د قضای حاجت په وخت کې به هيڅ خبري نه کوي که څه هم ذکر وي او نه به د آذان او سلام جواب ورکوي مګر د ضرورت خبره لکه يوه ړانده کس ته رهنمايي کول او داسې نور ، که چا ته پرنجي ورشي په زړه کې به الحمدلله وايي .

ځکه چې دغه لارښوونې ټولې په احاديثو کې راغلي دي .

۵- قبلې ته به مخامخ نه کيني او همدارنګه د قبلې طرف ته به شاه نه کوي .

ابوهريرة رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : کله چې د تاسې څخه څوک قضای حاجت ته کيني مخامخ قبلې ته او شا په قبله مه کينئ (احمد  و  مسلم ) .

۶- د قضای حاجت په وخت کې به خپلې جامې ټولوي او په نرم ځای کې به ميتيازې کوي تر څو بدن او جامه يې په نجاست باندې ککړه نه شي .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : إذا بال أحدكم فليرتد لبوله (کله چې د تاسې څخه څوک ميتيازې کوي نو مناسب ځای انتخاب کړئ ) (احمد  و  ابوداود)  .

۷- په سوري ځای کې د قضای حاجت څخه پرهيز کول ځکه کېدای شي هغه د حشراتو کور وي او هغوی ته آزار ورسيږي ځکه چې په حديث شريف کې له دې کار څخه منع راغلی ده .

۸- په سیوري کې چې خلک هلته را ټوليږي او لاره کې قضای حاجت څخه پرهيز کول .

ابی هریرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د دو شيانو څخه چې تاسې ته د بد ويلو او لعنت سبب کيږي پرهيز وکړئ ، چا وويل يا رسول الله هغه دوه څيزونه چې د نفرت او لعنت سبب کيږي څه دي ؟ و يې فرمايل : څوک چې د خلکو په سيوري او لاره کې قضای حاجت کوي (احمد  و  ابوداود  و  مسلم ) .

۹- بايد په حمام (چېرې چې اودس کيږي ) ، ولاړو اوبو او همدانګه جاري اوبو کې د قضای حاجت څخه ډډه وشي ځکه په احاديث کې له دې کار څخه منع شوی ده .

۱۰- استنجاء په چپ لاس کول په کار دي همدارنګه نارينه به خپله شرمګا په چپ لاس نيسي او د ادار څاڅکې به وچوي.

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د ميتيازو کولو په وخت په ښي لاس باندې د ذکر (د نر شرمګاه ) نيولو څخه منع فرمايلی ده .

لحديث أبي قتادة رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (إِذَا شَرِبَ أَحَدُكُمْ فَلَا يَتَنَفَّسْ فِي الْإِنَاءِ وَإِذَا أَتَى الْخَلَاءَ فَلَا يَمَسَّ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَلَا يَتَمَسَّحْ بِيَمِينِه) رواه البخاري (۱۹۴) ومسلم (۳۹۳) وفي رواية لمسلم أيضاً (۳۹۲) : (لَا يُمْسِكَنَّ أَحَدُكُمْ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَهُوَ يَبُولُ) .

يعنې : کله چې د تاسې څخه څوک اوبه څښي په اوبو کې تنفس نه کوي ، او کله چې تشناب ته د قضای حاجت د پاره لاړ شي په ښي لاس به شرمګاه نه نيسي .

۱۱- په استجناء کې به د پاکو لوټو او يا قاغذ تشاب څخه استفاده کوي په ناپاک او يا واجب احترام شي به استنجاء نه کوي لکه : د څارويو وچ بول ، مالګه ، ډوډۍ ، قاغذ او نور ، په لوټو کې تاق شمير په نظر کې نيول چې په دری لوټو پاکول کافې دي که پاکې حاصله نشي د نورو تاق شمير لوټو کارول جايز دي .

۱۲- د استنجاء څخه وروسته لاسونه په اوبو او صابون ومينځل که اوبه نه وي خپل لاسونه به په خاورو سره وموښي .

ابو هريرة رضی الله عنه وايي : كان النبي صلى الله عليه وسلم إذا أتى الخلاء أتيته بماء في تور أو ركوة فاستنجى ثم مسح يده على الارض (ابوداود  و  نسائی  و  بیهقی  و  ابن ماجه )

يعنې : کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم قضای حاجت ته تللو په مسي يا چرمي لوښي کې به مې هغه ته اوبه وړلې ، استنجاء به يې کوله او وروسته به يې خپل لاسونه په خاورو موښل ( تر څو د لاسونو جراثم او ميکروبونه ختم شي ) .

Print Friendly, PDF & Email