السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة الله پاک دی خیر در کړی چی زموږ سوالونو ته جواب راکوی دیره مننه فقط یو سوال لرم چی ځینی خلک وایی دوه کسه ابدالان موجود دی چی ځینی وقت سره کښینی د دنیا په اړه پریکړه کوی کله د مسلمانان په کفارو مغلوب کړی او کله کفار په مسلمانا نو او داهم لا وایی چی دوی بارانونه هم اوروی آیا دا حقیقت لری.هیله چی قرآن او سنت په رنا کښی ځواب راکړی او په داسی کسانو په سی لمونځ کول څنګه دی؟

تواب رحيمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا د ځنو بدعتي صوفيانو مفکورې او عقائد دي ، د هغوی عقيده دا ده چې ولايت فقط همدوی ته خاص دی او بل دا چې ولايت ته درجې ورکوي لکه البدال ،القطب او غوث .

مګر د اهل سنت و الجماعت څلورو واړو مذاهبو دا عقيده ده چې ولی هر هغه مؤمن او مسلمان دی چې تقوی ولري ، د الله تعالی د حدودو حفاظت وکړي او درجه يې په تقوی او نيک عمل پورې اړه لري .

لقوله سبحانه تعالى : ( أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ، الَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ ، لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَياةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ ، لاَ تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ) يونس/62-64 ) .

ژباړه : واورئ ! بې شکه چې څوک د الله دوستان وي پر هغوی کومه وېره او خواشېني نشته ، هغه کسان چې ايمان يې راوړی او تقوی يې غوره کړې ده .

فأعلنت الآية أن ولي الله هو المؤمن التقي ، الذي يحب الله وينصره ، ويسير في مرضاته ، ويحفظ حدوده ، ويقيم شريعته ودينه ، وهو عبد من عباد الله ، لا يخرج عن قهره وسلطانه ، بل لا يملك لنفسه نفعا ولا ضرا ، ولا يعلم ما قدر الله له ، فهذا هو ولي الله عند أهل السنة .

او بل د دغه ځنو بدعتي صوفيانو عقيده دا ده چې اولياء د ځمکې متصرفين دي ،او الله تعالی دوی ته د خپل جانب څخه واک ورکړی دی د څلورو جوانبو د پاره څلور اولياء دي ، او اوه نور اولياء دي چې هغه د اوو ځمکو تصرف په واک کې لري او دې ته البدال وايي کله چې يو مړ شي بل يې پر ځای دروي او نور اولياء بيا پر ملکونو باندې تقسيم شوي دي او بيا دا ټول يو مشر لري چې هغه ته القطب الأکبر يا الغوث وايي چې هغه د ټولو د ملک او پاچا حيثيت لري او بل دا چې دوی په باطل کې د خلکو په سياسي تحولاتو کې پوره واک لري .

د ریاض جيد عالم شيخ محمد صالح المنجد پخپل سايت الاسلام سوال او جواب کې دغه مطلب داسې بيانوي :

ولم يكتفوا بهذا في تعريف الولاية ، بل يقررون أن الولي يتصرف في الأكوان ، ويقول للشيء كن فيكون ، وكل ولي عندهم قد وكَّله الله بتصريف جانب من جوانب الخلق ، فأربعة أولياء يمسكون العالم من جوانبه الأربعة ، ويسمون الأوتاد ، وسبعة أولياء آخرون كل منهم في قارة من قارات الأرض السبع ، ويسمون الأبدال ( لكونهم إذا مات واحد منهم كان الآخر بدله ) ، وعدد آخر من الأولياء في كل إقليم ، في مصر ثلاثون أو أربعون ، وفي الشام كذلك ، والعراق وهكذا ، وكل واحد منهم قد أوكل إليه التصريف في شيء ما ، وفوقهم جميعا ولي واحد يسمى القطب الأكبر أو الغوث ، وهو الذي يدبر شأن الملك كله ، وهكذا أسسوا لهم دولة في الباطن تحكم وتنفذ وتتحكم في شؤون الناس على منوال الدولة السياسية ، وهذه الدولة يترأسها القطب أو الغوث ، يليه الإمامان ( وهما الوزيران ) ، ثم الأوتاد الأربعة ، ثم الأبدال السبعة .

د دوی دغه عقائد باطل او د اسلامي شريعت خلاف دي ،ځان او نورو ته  نفع او ضرر رسول يواځې د ستر چښتن تعالی جل جلاله کار دی او بس قوله تعالی :

قُل لاَّ أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلاَ ضَرًّا إِلاَّ مَا شَاء اللّهُ وَلَوْ كُنتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لاَسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ إِنْ أَنَاْ إِلاَّ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُون (الاعراف ۱۸۸) .

ووايه (ای محمده ! دوی ته ) چه زه ځان ته د نفع او ضرر رسولو واک نه لرم مګر هغه څه چې اراده وفرمائې الله ، او که زه پوهيدلی په غيب باندې نو خامخا حاصل کړی به مې وای ډير له خير (نفعی ) او نه به ؤ رسيدلی ماته کوم ضرر او زيان ، نه يم زه مګر ويروونکی (دکفارو په جحيم سره ) او زيری ورکوونکی (په نعيم سره ) قوم د مؤمنانو ته .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email