کیسه داسې وه

د روان کال د سبتمبر په یوولسمه، د یو نیم ملیارد مسلمانانو زړونه وټکول شول، د لویدیځ د زړه له دوکه پرده پورته شوه او زړې کینې یې یو ځل بیا ټولو ته ښکاره شوې. دا ناوړه کړنه یې په امریکا کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه له سپکاوي ډک فلم د ځینو برخو په خپرولو ترسره کړه. فلم په امریکا کې د میشتو مصري مسیحیانو او امریکایی کشیش تیري جونز په مرسته د امریکایي میشت یهودي سام باسل په لاس جوړ شو. د فلم مالي ملاتړ کوونکي صهیونستان وو چې پنځه میلیون ډالره یې ورته ځانګړي کړل.

دغه فلم، رسول الله صلی الله عليه وسلم ته له سپکاوي سربیره، د اسلام دين (سرطان) نومولي او مسلمانان یې وروسته پاتې، زشت او وینې تویوونکي معرفي کړي.

د فلم له خپراوي او د هغه په وړاندې د نړیوالو غبرګونونو سره سم فرانسوۍ مجلې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منصوب له سپکاوي ډک کاریکاتورونه خپاره کړل.

د دښمنیو تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلامي مقدساتو ته سپکاوی نوې خبره نه ده، له ډېر وخت له بعثت څخه نه وو تیر شوی چې د قریشو مشرکانو له اسلام سره د مبارزې په خاطر په رسول الله صلی الله علیه وسلم پورې تهمتونه وتړل چې ځینې یې په قرآن کې هم ذکر شوي دي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت وروسته هم دې تهمتونو ادامه ومونده او د یوحنای دمشقي په نوم مسیحي کشیش د قرآن کریم او پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه ناسمې خبرې ولیکلې. د صلیبي جګړو پر مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم ، مسلمانانو او اسلام په اړه ښکنځلې خپل اوج ته ورسیدې، خو د صلیبی جګړو له پای ته رسیدلو او د اروپایي استعمار او شرق پیژندنې له پیل وروسته دې پوروپاګند او تبلیغاتو منظمه بڼه ونیوه. د اروپایی هیوادونو علمي مراکزو په بیلابیلو لارو سره هڅه وکړه ترڅو د اسلام په اړه د خلکو ذهنونو کې شکونه پیدا کړي. مستشرقینو چې په ښکاره ېې د اسلام په اړه د تحقیق بیرغونه پورته کړي وو، ډیری یې د غربي هیوادونو د استخباراتي او نظامي څانګو په چوپړ کې ول او په اسلامي هیوادونو کې یې استعمار ته لاره پرانیستله. د مستشرقینو – په نامه علمی او څیړنیز- کار له دیني مسیحي او یهودي انګیزې سره ګډ شوی وو چې د تعصب، کرکې او د تاریخي او علمي حقایقو د جعل او لاس وهنې نښې پکې له ورایه ښکارېږي.

له نظامی استعمار څخه په وروسته پړاو کې په ځانګړي ډول کله چې د شوروي سره امپراطوري له منځه لاړه، لویدیځ خپل یواځیني دښمنان، مسلمانان وګڼل چې په دې سره په اسلام باندې د حملو نوې لړۍ پیل شوه. دې فکري جګړې د پخوانیو په څېر پر دری اساسي ټکیو تمرکز درلود: قرآن، پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د اسلام سم پوهاوی.

له همدې کبله، په دې وروستیو کې نړی د اسلام پر وړاندې د ډول ډول تبلیغاتو شاهده ده. کله پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم ملنډې وهل کيږي، کله قرآن ته سپکاوی کوي او په اور کې یې سوزوي او کله هم د مسلمانانو په منل شویو دیني اصولو کې شکووه زیږوي.

لاملونه او انګیزې

   :   د اسلام ضد یهودي او مسیحي کینو لړۍ

په دې معنی چې اوسنۍ حملې په حقیقت کې د افراطی مسیحي او یهودي کړیو د کړنو لړۍ ده چې د اسلام پر وړاندې به یې سرته رسولې او ننني کارونه یې باید له پخوانیو څخه بیل ونه ګڼل شي.

     تمدني انګیزې

یقینا چې اسلامي تمدن د بشر د تاریخ له سترو تمدنونو څخه دی چې په خپلو علمي او انساني اړخونو او دنیوي او اخروي پانګې سره په اوسني مدنیت کې پوره اغیز لري. ځکه نو په لویدیځ کې ځینې ډلې، اسلام د خپل تمدن لپاره داسې لوی دښمن ګڼي چې ژر یا وروسته به د غربی تمدن ځای نیسي.

     د اسلامي ویښتابه څپې

په ګرده نړۍ او ځانګړې توګه اسلامي هیوادونو کې راټوکیدلې اسلامی ويښتابه چې تر ډیره عقیدوي او فکري ريښې لري، لویدیځوال تمدن ننګوي. ځکه یې غرب، د مخنیوي یا لږ تر لږه کمزوري کولو په موخه پر اسلامي مقدساتو تیری کوي.

      په لویدیځ کې د اسلام خپراوی

څلورم عامل یې په لویدیځ هیوادونو کې ورځ په ورځ د اسلام پراختیا ده چې د کامل او شامل دین او سپېڅلې او صحیحې عقیدې په توګه په چټکۍ سره اروپايي او امریکايي کورونو ته ننوځي. هلته چې انسانان په ستره فکري او روحي خلا کې ژوند کوي، اسلام په بې ساري توګه زړونه تسخیروي او د ولسونه په ځان را ماتوي. د شته شمېرنو له مخې په اروپا او امریکا کې د نویو مسلمانیدونکو ګراف، په چټکۍ سره پورته ځي چې دا کینه ګرو زړونو ته د زغم وړ نه دي.

        سیاسي انګیزه

په لویديخ کې ځینې سیاسي کړۍ او څېرې د خپلو ګټو په خاطر یا مخامخ د دې سپکاویو طراحان دي او یا یې په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه پلویتوب کوي: د سلمان رشدي شیطاني کیسه، د تسلیمه نسرین او نصر ابوزید پیښې، د سپکو کارتونونو نشر، د امریکايي کشیش په لاس د قرآن کریم د مصحفونو سوځول او د دې اهانت کوونکي فلم خپرول د یوې لړۍ کړۍ دي چې د اسلامي نړۍ په وړاندې د ځینو غربي هیوادونو له سیاست سره بې اړیکې نه دي.

        په اسلامي هیوادونو کې د نارامیو رامنځ ته کول

د دغې غیر انساني او غیر اخلاقي کړنو تر شا چې بله کومه انګیزه پرته ده، هغه د اسلامی هیوادونو د سیاسي او ټولنیز ثبات او استقرار له منځه وړل او د فتنو راولاړول دي ترڅو مسلمانان تل د دې سپکاویو په وړاندې په عکس العملونو باندې مصروف کړي، د نارامیو له لارې د ټولنو امنیت له منځه یوسي او له مهمو حیاتي مسائلو څخه د مسلمانانو پام بل لوري ته واړوي.

زموږ مسؤلیت

ریښتیا، آیا د مسلمانانو لپاره له الله جل جلاله وروسته، له پیغمبر صلی الله علیه وسلم او قرآن کریم څخه پورته کوم بل څیز شته چې ورسره مینه ولري؟ مګر د خبیب t له نسل څخه به نه وي؟ هغه دار ته د خیژولو پر مهال وپوښتل شو: (آیا دا خوښوې چې ستا پر ځای پیغمبر دلته وای او ته له خپلو اولادونو سره آرام ناست وی؟) ځواب یې ورکړ: (په الله سوګند زه پدې راضي نه یم چې د پیغمبر r په پښه کې دې اغزی لاړ شي او زه له کورنۍ سره هوسا ناست وم).

ټول مسلمانان حاضر دي له خپل ځان، مال او اولاد څخه تیر شي، خو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سپکاوی نه شي زغملای.

ښکاره ده چې موږ مسلمانان دتاوتریخوالي پلویان نه یو او نه غواړو چې د دوی په شان بې منطقه کارونه وکړو، خو دا بلکل اړینه چې پټه خوله ونه اوسو؛ بلکې په لازم غبرګون او معقولې دفاع سره غرب ته وښیو چې موږ ویښ یو، د خپلو شعایرو او مقدساتو په وړاندې د مسؤلیت احساس کوو، هیڅکله یې سپکاوی نه شو زغملای او تل د خپل سپیڅلي دین دفاع ته تیار یو.

معقوله دفاع:

د معقولې دفاع یوه برخه کیدای شی دا وي چې په بېلا بېلو لارو د

دې ناوړه عمل په وړاندې د خپل مخالفت پیغام لویدیځ ته ورسول شي او دوی وپوهول شي چې مسلمانان د دې کارونو په وړاندې چپ نه شي پاتې کیدای. دا کار کیدای شي چې د منظمو احتجاجي لاریونونو او غونډو له لارې وشي. خو باید پام مو وي چې د مسلمانانو غبرګون باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت مخالف نه وي؛ بلکه د سپکو خلکو سره د اسلامي اخلاقو په رڼا کې چلند وشي. باید له شرعي پولو وانه وړو، او نړیوالو ته وښایو چې اسلام د درناوي دین دی او د هېڅ دین او مذهب مقدساتو او حرمتونو ته پکې سپکاوی نشته. الله جل جلاله فرمایی: ژباړه: ” هغو کسانو ته چې له الله پرته بل څه ته عبادت کوي، ښکنځلې مه كوئ، چېرته داسې ونه شي چې دوی د ناپوهۍ له امله الله ته ښکنځلې وكړي.” (انعام ۱۰۸)

همدارنګه د مسلمانانو غبرګون باید د خلکو د ځورونې او د شخصي او عامه ملکیتونو د زیانمیدو لامل نه شي.

– حکومتونه باید دا جنایتکارانه عمل وغندي او په وړاندې یې رسمي احتجاج وکړي.

او هغه څه چې مونږ یې هر یو د خپل وس په کچه د اسلام او رسول الله صلی الله علیه وسلم د نصرت او دفاع په لار کې کولای شو لاندې ذکر شوي دي:

– د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له دښمنانو سره دښمني.

– د رسول الله صلی الله علیه وسلم په رسالت باندې ایمان درلودل

– د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو پیروي او د هغه کارونو پریښودل چې له سنتو سره په ټکر کې وي.

– له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره محبت، څرنګه چې پخپله فرمايي: (تر هغه مو ایمان مو نه بشپړیږي چې زما سره له خپل ځان، اولادونو، مور او پلار او ټولو خلکو څخه زیات محبت ونه لری). (رواه بخاري)

– د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له مقام او سنتو سره مؤدبانه چلند.

– پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې درود ویل.

– له صحیحو سرچینو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت مطالعه کول او هغه صلی الله علیه وسلم د ځان لپاره بیلګه ټاکل.

– د احادیثو په مطالعې سره د هغه صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه ځان خبرول.

– د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له ټولو سنتو پیروي.

– د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سنتو باندې له هر ډول ملنډې وهلو څخه ډډه کول.

– د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتو ته په بې توجهۍ باندې خپه کیدل.

– د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اهل بیت او صحابه وو ته مینه او درناوی کول.

– اولادونو ته د ژوند په ټولو برخو کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سنتو باندې د پابندۍ روزنه ورکول.

– په کور کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اونیز درس پیلول.

– ماشومان د نبوي اذکارو حفظ او پلي کولو ته تشویقول.

– د اولادونو او شاګردانو په زړونو کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم محبت کرل.

– د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند په اړه کنفرانسونه او سیمینارونه جوړول.

– د رسول الله صلی الله علیه وسلم او اسلام په اړه د مقالو، بروشرونو، کتابونو، انترنیتي سایتونو، کتابخانو، کسټونو، سي دي ګانو، پوسترونو … تیارول او د تلویزیوني چینلونو، رادیو، او مجلو را منځ ته کول.

– د سیرت سیالۍ جوړول او ګډونوالو ته ارزښتناکې جایزې ورکول.

– د هغه صلی الله علیه وسلم د رسالت د خپراوي لپاره هڅه کول.

– په جوماتونو کې د قرآن کریم د حفظ تر څنګ د احادیثو د حفظ او زده کړې حلقات دایرول.

– د وګړو پام دې ته را اړول چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شخصیت او محبت په اړه زیاتی ونه کړي څرنګه چې پخپله فرمایي: (زما په حق کې داسې زیاتی مه کوی لکه مسیحیانو چې د عیسی علیه السلام په اړه وکړ.)

– خلک په دې پوهول چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ريښتینې مینه د هغه په پیروۍ کې ده: څرنګه به څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم د محبت ادعاء کوي په داسې حال کې چې د هغ د پیروۍ نښه پکې نه وي.

– د رسول الله صلی الله علیه وسلمپه اړه د منصفو نامسلمانو شخصیتونو لیکنې خپرول.

– د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نصرت په نامه ادارې جوړول چې پورته یاد شوي کارونه په منظمه توګه تر سره کړه کړي.

–  د سیرت اوسنتو په برخه کې تکړه خادمینو ته جایزې ورکول.

د اصلاح لړۍ – د ځوانانو څانګه

 

Print Friendly, PDF & Email