اسلام علیکم ورحته الله وبرکاته که د سهوه سجدې په باره کی معلومات راکړی دیر مهربانی به مو وی الله پاک دی خیر دی کړی که پهلمانځه کی اول یا دوهم رکعت کی سوره پاته سی او په اوله ناسته کی درود ووایو نو سجده سحوه لازمیږی او که نه دیره مننه

تواب رحيمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : که سهواً د سورة فاتحې يا الحمدلله سره د بل سورت ضم يا پيوسته کول هير شي ، سجده سهوه لازميږي .

علامه شامی رحمه الله ليکي که د چا نه د الحمدلله سره د سورت ضم هير شي او رکوع ته لاړ شي نو غوره دا ده چې بيرته قيام ته لاړ شي او سورت ووايي بيا به رکوع وکړي او په آخر کې به سجده سهوه وکړي ، او که رکوع ادا کړي نو بيا په آخر کې سجده سهوه وکړي .

و لو قرأ الفاتحة و حدها و ترک السورة يجب عليه سجده السهو( فقه الهندية مصری ج ۱ ص ۱۱۸ ) .

بترک واجب سهواً کرکوع قبل القرءة الواجب بوجوب تقديمها ثم انما يتحقق الترک بالسجود فلو تذکر و لو بعد الرفع من الرکوع عاد الرکوع ( ردالمختار ج ۱ ص ۶۹۳ ) .

فتاوی دارالعلوم ديوبند ج ۴ ص ۲۷۵ .

دوهم : د تشهد په ترک سره سجده سهوه لازميږي ، همدارنګه که په لومړی ناسته کې د تشهد نه ورسته د يوې سجدې يا رکوع د ادا کولو په اندازه تأخير وشي سجده سهوه لازميږي .

(شرح القدوري محمد عاشق الهی البرنی ، ردالمحتار ج ۱ ص ۴۲۶ ) .

د سجده سهوې نور احکام دلته وګورئ

د دوو سجدو تر مينځ ناسته يا جلسه څه حکم لري ؟

د سجده سوې په اړه پوښتنه

که سجده سهوه ونه شي لمونځ له سره ادا کيږي ؟

په تش رکعت کې د سورت په ويلو سره سجده سهوه لازمیږي؟

که په لمانځه کې قومه او جلسه په هيره سره پاتي شي سجده سهوه لازميږي ؟

که څلور رکعتي لمونځ وي په دوهم رکعت کې سهواً سلام وګرځوي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email