سلامونه او نیکی هیلی : سوال په ټول عمر کښی له ما څخه یوناورا عمل چه عبارت له زنا څخه ده شوی اوس ډیر خپل څان ته خجالت یم څنګه وکرم چه داخرت له او قبر غذاب څخه خلاص شم مننه  –

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د پخوا وخت د ګناه څخه د خلاصون لاره نصوح توبه ده يعنې په کړي جرم پښيمانيا د هغه ترک کول او په آينده کې هغه جرم نه تر سره کول .

د توبې احکام او شرايط دلته وګورئ . http://www.dawat610.com/archives/3994

زنا د قتل څخه وروسته سخته او لويه ګناه ده چې د قبر د عذاب او همدارنګه د قيامت په ورځ د سخت سپکوونکي عذاب سبب کيږي .

قوله سبحانه وتعالی : وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ( الفرقان 68-69)

ژباړه : او هغه خلك چې نه بولي له الله پرته بل معبود او څوک نه وژني هغه چې حرام کړی الله مګر په حق سره ، او نه کوي زنا او څوک چې دا کار وکړي نو هغه ښکيل شو په ګناه کې دوه چنده به وي هغه لره عذاب په ورځ د قيامت او پروت به وي په هغه عذاب کې سپک شوی .

 د قتل او زنا د سخت جزم ورسته الله جل جلا له فرمايي : إِلاَّ مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلاً صَالِحًا فَأُوْلَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ( الفرقان 68-70).

ژباړه : مګر هغه کسان چې توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يي کړی وي د دغسې خلکو بدي به الله جل جلا له  په ښو واړوي او الله جل جلا له  بخښونکی او مهربان دی .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email