آيا ښځه را باندې طلاقه شوه ؟

د اسلامي انلان ډيرو محترمو کارکونکو ته د زړه له کومي سلامونه وړاندې کوم هیله لرم چې جوړ او ورغ به وی زه یوه پوښتنه لرم که یې ځواب راکړی خدای تعالی په مو نیکي زیاتي کړي

مامې خپلې ښځي ته په تلیفون کې داسی وویل چې ترلوی اختره پوری که ما تاته پیسی درکړی نو ته پرما طلاقه یې خو کله چې زه تر دریو اونیو وروسته کورته ولاړم نو مې ورته پیسی ورکړی خو اختر لا نه دی رارسیدی  خو لوی اختر ته لا تر اوسه پوری یوه میاشت پاته ده  زه ځنګه وکړم ؟

آیا ښځه راباندې طلاقه شوه ؟

که چیری طلاقه وی نو کوم طلاق واقع کیږې؟

او حکم یې څه دی ؟

ستاسو د لطف څخه ډيره مننه الله ج مو کامیابه لره زه ستاسو د ځواب په انتظار یم

خدای مو د هری بلا څخه وساته

الفت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

طلاق معلق واقع شوی دی ، طلاق معلق دا دی چې طلاق په يوه شرط پورې وتړي داسې چې خپلی ښځې ته ووايې که د فلاني کره لاړی يا د فلانی کار وکړ طلاقه يې نو هر کله چې شرط پوره شي او نوموړی کار تر سره شي نو طلاق به واقع شي .

کفايت المفتي ج ۶ ص ۷۴ ، فتاوي دارالعلوم ديوبند ج ۲ ص ۶۳۸ ، اسلامې فقه او فتاوی المحمودي ) .

و  فی‌ الهندیة:

«‌اذا اضاف الطلاق الی الشرط  وقع عقیب الشرط  اتفاقاً  مثل ان یقول لامرأته‌: ان  دخلت  الدار  فانت  طالق‌»‌.(الهنديه:1/420)

نو په دې صورت کې طلاق معلق واقع شوی دی ځکه چې د طلاق د پاره معلق کار تر سره شوی دی نو رجعي طلاق واقع شوی دی ، خاوند خپلې ښځې ته د عدت په د ننه کې بغير د نکاح له تجديد څخه رجوع کولای شي ، ولو که د ښځې رضا هم نه وي ، په رجعت کې رضا شرط نه ده .

رجوع په الفاظو هم کيداشي لکه زه بيرته ستا سره يو ځای کيدل ، يا نکاح و غيره غواړم او افعالو سره هم کيدای شي مثلاً د هغه سره همبستري وکړي ، مچي کول و غيره سره .

د عدت موده دری حيضه ده چې د طلاق د وقوع د وخت څخه شميرل کيږي ، که چيرې د عدت په دوران کې ښځې ته رجوع و نه کړي نو رجعي طلاق به بائن طلاق و ګرځي ، د بائن طلاق د وقوع په صورت کې بغير د نکاح له تجديد څخه نشي يو ځای کيدای او په نکاح کې د طرفينو رضا شرط ده .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً