ستاسو اسلامي معلوماتونه په مننه سره يو پشنهاد لرم هيله لرم چي راته جواب ئي كري كچيري دحج عمري او طواف مسنوني دعاگاني د پشتو ترجمه سره راته وليكي انشأ الله ثواب بايي درته رسيژي ستاسو دجواب په هيله محمد نبي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

يادونه : اسلامي لارښود د حجاجو د پاره د حج مختصره نقشه او مختصرې لارښوونې چمتو کړې دې ، هليه ده دغه معلومات چاپ او خپلو هغو وروڼو ته ورسوئ کوم چې انترنيټ ته لاس رسۍ نه لري .

دا معلومات د لوستو او نا لوستو کسانو د پاره ډير مهم او ګټور دي ، دا معلومات د لته وګورئ

  http://www.dawat610.com/archives/5585

د حج مختصرې دعاګانې :

د حاجي دعا په خاص ډول قبليږي

د حاجې دعا د لاندې دوو حديثونو په دليل قبليږي .

اول : داچي حاجي مسافر وي او د مسافر دعا قبليږي

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  ثلاثُ دعواتٍ مُستجاباتٌ لا شكَّ فيهنَّ دعوةُ المظلُومِ ودعوةُ المُسافرِ ودعوةُ الوالدِ على ولدِهِ) . (رواه ترمذي ) .

دری دعاګانې په خاص ډول سره قبليږي ددی په قبوليت کې څه شک نشته ، يو د مظلوم دعا،دوهم د مسافر دعا  او دريم د مور او پلار دعا د اولاد په حق کې.

دوهم : د فی سبيل الله مجاهد او حاجي دعا د غزا او حج په موقع کې قبليږي په دليل د دغه حديث شريف : ( الغازي في سبيل الله، والحاج والمعتمر وفد الله، دعاهم فأجابوه، وسألوه فأعاطاهم ) رواه ابن ماجه .

په حج کې دعاګانې :

په حج کې دوه قسمه دعاوي دي

اول قسم : حاجي هر وخت د دينا او آخرت د ښيګنو او کاميابيو او خپل اهل عيال او مسلمانانو د پاره دعا کولای شي ، په کومو مشروع الفاظو چې د ده زړه وي هسې دعا دې وکړې .

دوهم قسم : ځنې مسنونه دعاګانې دی چې په خاصو ځايونو کې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم کړې دی ، د دغو دعا ويل مستحب دی چې په لاندې ډول دي :

د احرام په وخت تلبه ويل :

د احرامو تړلو وروسته به هر وخت د کيناستلو ، پاڅيدو او د حج د ارکانو د ادا په وخت کې لوستل کيږي .

لبيك اللهمَّ ! لبيك . لبيك لا شريك لك لبيك . إن الحمدَ والنعمةَ لك والملكَ لا شريك لك (رواه المسلم ۱۱۸۴ ) .

ژباړه : ای الله ! ستا په حضور کې حاضر يم ، ستا د حکم په مخکښې مې سرتيټ دی – ستا هيڅ څوک شريک نشته ، زه ستا په دربار کې حاضر يم ، اقرار کوم چې ټول تعريفونه او نعمتونو تا لره دي ، او ټول واک تا لره دی او په دې ستا سره څوک شريک نشته .

۱- د عرفات دعا :

لا إله إلا الله وحده لا شريك له . له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير (الترمذي 3585)

ژباړه : نشته لائق د عبادت مګر الله چې يو دی او شريک نه لري ، ده لره پاچاهي ده او او ده لره ټولې  ستاينې دي ، او هغه په هر څه باندې توانا دی .

عرفات د دعا د قبليدو ځای دی ، دلته د آدم عليه سلام توبه قبوله شوې ده .

 ګرانه ! دا د زاريو او ژړا ځای دی .

نبی اکرم صلی الله عليه وسلم  چې د عرفات په جبل الرحمت باندې کومه ژړا او زاری باندې دوعا غوښتی وه ابن عباس يې داسې روايت کوي :

چه ما رسول الله صلی الله عليه وسلم په عرفات کې داسې په دعا وليدلو چې دواړه لاسونه يې د سينی سره خواره کړي وو او داسې دعا غوښتله لکه چه يو وږي مسکين په عاجزی سره د چانه  يوه لمړی ډوډی غواړي او هغوی صلی عليه وسلم  د امت د بخښنی لپاره دعا کوله .

۲- په صفا او مروی کې دوعا :
صفا ته د ختلو په وخت کې قبلې ته مخامخ کيدل ، الله اکبر ويل او بيا دا دعا ويل : [لا إله إلا الله وحده لا شريك له . له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير] او يا دا دعا [لا إله إلا الله وحده، أنجز وعده، ونصر عبده، وهزم الأحزاب وحده]  دعا دری ځله تکرارول او بيا چې کله مروی ته کوز شي همدا دعا لکه څنګه چې په صفا کې ويل کيږي لوستل (رواه المسلم 1218) .

۳- د جمرو په وخت کې دعا :

کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  د يو څلې د جمرو ويشتلو نه فارغ شو بيا به قبله ته مخامخ خپل لاسونه به يې پورته کول او دعا به يې کوله او بيا به یې د بل څلې په ويشتلو بيل کولو او بيا به يې دعا کوله (البخاری  1752) .

۴- په مشعرالحرام او د کعبې شريفې د دننه په هر ځای دعا کول :

مشعر الحرام او بيتې شريفې هر ځای چې وي دعا کول مستحب دي ، جابر رضی الله عنه وايي : چې کله رسول الله مشعر الحرام ته ورسيدو مخ به يې قبلې ته کړ ، دعا به يې کوله ، تکبير او تهليل (لومړی کلمه ) او د توحيد کلمه به يې لوستله ، همدارنګه اسامه بن زيد رضی الله عنه وايي : چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د کعبې داخل هر ځای دعا کوله .

لحديث جابر رضي الله عنه أيضا وفيه: “… ثم ركب القصواء حتى أتى المشعر الحرام فاستقبل القبلة فدعاه وكبره وهلله ووحده فلم يزل واقفا حتى أسفر جدا” [رواه مسلم].
عن أسامة بن زيد رضي الله عنه: أن النبي صلى الله عليه وسلم لما دخل البيت دعا في نواحيه كلها [رواه مسلم].

د ملتزم دعا :

د حجرالاسود او کعبې تر دوازې پورې چې څومره حصه ده دغه ته ملتزم وايي او په دې حصه کې د دعا کول مستحب دي ، په دې موقع کوم خاص دعا نه ويل کيږي ځنګه دعا چې د حاجي خوښه وي هغه دې وکړي ، ځنو فقهې کتابونه د ملتزم دغه دعا نقل کړی ده : يا واحد ! يا ماجد ! لا تزل عني نعمة أنعمت بها علي إلا رأيته (ددې اسناد ضعيف دي) .

همدارنګه د حجرالاسود او رکن يماني ترمينځ دا دعا ويل کيږي : (ربنا آتنا في الدنيا حسنة ، وفي الآخرة حسنة ، وقنا عذاب النار) ، رواه أحمد في “المسند” (3/411) وصححه ابن حبان (9/134).

ژباړه : ای زمونږ ربه ! مونږ لره په دنيا کښی هم نيکی راکړې او په آخرت کښی هم او مونږ د اور له غذابه وساتی

د ميزاب رحمت (د کعبې شريفې د ناوې لاندې ) دعا :

په دې ځای کې هم دعا کول مستحب دي ، کوم خاص دعا نشته ، حاجې په اخلاص سره پخپله خوښه د دنيا او آخرت د ښيګنو دعا کوي .

د زمزم د ابو دعا :

د زمزم د ابو څښلو دا دعا ده : اللهم أسألك علمًا نافعًا و رزقًا واسعًا وشفاءً من كل داء

ژباؤه : (ای الله زه ستا نه علم نافع ،رزق واسع او د ټولو امراضو شفاء غواړم ) .(المستدرک الحاکم )

دغه پورته څو مختصرې دعاګانې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه په صحي رواياتو ثابتې شوې دي او د هغه لوستل مستحب دي .

نورې چې کومې دعاوې په کتابونو کې ذکر شوې دي اکثريت يې اصل نه لري د دهغه دعاوو د زده کولو پر ځای دې د حج احکام زده کړي په هغه باندې دې خپل وخت نه ضايع کوي

والله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود (دفاع عن سنت څانګه )

Print Friendly, PDF & Email