د ږېرې پرېښودل څه ډول سنت دي

۱ سلامونه پښتنه داده چی ږېره فرض ده که سنت اوکه سنت وی نوکوم ډول سنت ده د هیله ده چی د څلور واړو امامانو روایت په صحیح  احادیثو راکړی ځکه مونږ دلته ځینی مسایل څیړو د خلکو سره چی هغوی وایی چی د ږیری په اړه حدیث کوم قوی ثبوت نشته دی چی ږیره ثابته کړی چی تاکیدی سنت دی اوکنه مننه
۲ وهابی چاته ویل کیږی په کوم حالت کی او په کوم دلیل د کولای شو چا ته د وهابی نوم ورکولی شو

سيد خالد اشنا

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ږيرې پريښودل د جمهورو فقهاؤ په نزد واجب دي او د وجوب دلائل یې صحيح احادیث دي .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم کړی دی : (أحفوا الشوارب وأعفوا اللحى) (البخاري )

(بريت لنډوی او ږيره پرېږدئ ).

او فرمايي : (خالفوا المشركين وفروا اللحى وأحفوا الشوارب (5892)البخاري ا ومسلم (259) ( د مشرکينو سره مخالفت کوئ ، ږيره پرېږدی او بريتونه کموئ .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم پر امت باندې واجب دی ځکه الله جل جلا له  فرمايي :

وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ … ( الحشر ۷ )

او هغه څه چې رسول يې تاسې درکوئ واخلئ او له هغه څه نه چې تاسې منع کوي ډډه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ .

او فرمايي :  وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِيناً ( الأحزاب/ 36 ) .

او کله چې الله او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم  په يو کار حکم کړی وي هيڅ مؤمن او هيڅ مؤمنې ښځې ته نه دي په کار چې د دوی په کار کې کوم واک ولري که څوک د الله او د هغه له رسول څخه سرغړونه وکړي ، بې شکه چې هغه ښکاره لار ورکی دی .

 يفسر جميع المذاهب الأربعة هذا الحديث بوجوب إعفاء اللحية لدى رجال : «خالفوا المشركين وفروا اللحى وأحفوا الشوارب ».

فتاوي دالعلوم ديوبند ليکي :

د ږيرې پريښودل واجب دي د قبضې نه زيات کټ کول يې جائز دي او ديوه موټي يا قبضې نه کم کټ کول يې جواز نلري ځکه چې داسې کول نه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه له صحابؤ او نه هم له تابعينو څخه نقل شوی چې د قبضې نه یې دې ږيره کمه کړي وي .

(فتاوی دارالعلوم ديوبند ج۲ ص ۱۰۵۶ ) .

همدارنګه درالمختار ليکي :

قوله ( والسنة فيها القبضة ) وهو أن يقبض الرجل لحيته فما زاد منها على قبضة قطعه كذا ذكره محمد في كتاب الآثار عن الإمام (۶/۴۰۷ درالمختار ) .

أو سنّة مؤكدة فى حكم الواجب كما فى البحر (رد المحتار: 1/337، البحر الرائق: 1/341)

ځنې فقهاؤ د ږېرې پريښودل سنت مؤکد بللي دي مګر د جمهورو فقهاؤ قول وجوب دی ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د ږيرې پريښودلو امر کړی دی ، نور تفصيل دلته وګورئ .

https://dawat610.com/archives/4608

https://dawat610.com/archives/4696

https://dawat610.com/archives/5016

د دوهم سوال ځواب دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/302

و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً