مسلمان ولسونه او طاغوتي حکومتونه

کفارو له پخوا څخه د اسلام د له مينځه وړلو د پاره په ځنو اسلامي هيوادو کې له پخوا څخه خپلې پروژې عملي کړي دي او په ځنو هيوادو کې ددې پروژو د عملي کول کار په چټکی سره روان دی او د ځنو هيوادونو د پاره يې پلانونه جوړيږي .

له دغو پروژو څخه يو هم په پاکستان کې د انګليس پروژه ده چې څه د پاسه سل کاله مخکې په کار اچول شوی ده او تر نن ورځې دوام لري

ددې پروژې هدف په لومړي سر کې د حکومت ، قانون او قضا څخه د اسلامي شريعت ختمول دي .

نن تاسې د پاکستان حکومت وينئ چې د هغي قانون ، فيصله او قضا ټول د انګليس په آیين تر سره کيږي که څه هم ولس يې مسلمان دی خو قانون او حکم يې د انګليس آيين دی .

واضح ده چې ددې کفري پروژې (طاغوتي حکومت ) تګلياره ، قانون او حکم به د اسلام پر خلاف او د خپل هيواد پر خلاف وي ځکه چې پاکستان اسلامې هيواد دی او خلک يې اسلام غواړي .

همدارنګه له لسو کلونو راهسي د نړيوال کفري حشر لخوا دغه کفري پروژه په افغانستان کې تر کار لاندې ده او غواړې ددې پروژې په وسيله اسلام له بيخه وباسي پر ځای د ملل کفري قوانين عملي کړي .

د دغه پروژې يا طاغوتي نظام د پاره داسې بې کفايت کسان ګمارل شوي دي چې نه اسلام ته وفادار او نه هم خپل هيواد ته وفادار دي ، بلکي فقط د خپلې خيټې ډکولو فکر ورسره دی ، دومره مفسد حکومت چې په ټوله نړی کې په فساد کې لوړ مقام لري .

هر څوک چې ددې پروژې د تطبيق د پاره فعاليت کوي او بيا وايي چې زه مسلمان يم خپل ولس ته خدمت کوم ، هغه خپل ځان ته بازي ورکوي او د خپل ايمان ، اسلام او ولس تباهي غواړي .

مسلمان صاحب ! دا څنګه مسلمانې ده چې قرآن درته وايي د يهودو ، نصارؤ او کفارو دوستی مه کوه ، د الله ، او د الله د کتاب ، رسول ، دين او د هغه د پيروانو دوښمنان خپل دوښمنان وبوله ، د مسلمانانو سره دوستي او مينه مه کوه د کفارو څخه د هغوی د کفري او شرکي عقائدو په وجه نفرت او دوښمني کوه ، که مو پر دين او اولس کفارو يرغل وکړ د هغوی پر وړاندې وجنګيږئ ځکه هغوی ستاسې د دين له مينځه وړل ، ستاسې وژل ، ذليل او رسوا کول غواړي .

قوله سبحانه و تعالی : لا يَتَّخِذِ الْمُؤْمِنُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ فَلَيْسَ مِنَ اللَّهِ فِي شَيْءٍ { [آل عمران:28]

ژباړه : (مؤمنان ) پرته له مؤمنانو څخه کافران ، دوستان او واکمنان نه نيسي او هر څوک چې دا (کار) وکړي نو د الله (له دوستۍ ) څخه (ورته ) څه نشته ( خپلې اړېکې يې له الله سره وشلولې ).

او بل ځای الله سبحانه وتعالی فرمايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ { [المائدة:51]

ای مؤمنانو، يهوديان او نصرانيان دوستان مه نيسئ دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغوی خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

مسلمان صاحب ! که ستا حکومت او واکمني رښتيا اسلامي وي او خلک په تشو نمونو نه غلوئ نو بيا ولئ د اسلام د دين او اسلامي شريعت پر ځای د انګليس په قانون د ملل کفري او ديموکراسۍ په قانون فيصلې کوي او د هغه قانون ته خپل ځان وفادار ګڼئ .

قوله سبحانه وتعالی : ( ألم تر إلى الذين يزعمون أنهم آمنوا بما أنزل إليك وما أنزل من قبلك يريدون أن يتحاكموا إلى الطاغوت وقد أمروا أنيكفروا به ويريد الشيطان أن يضلهم ضلالاً بعيداً ) النساء/60

ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .

(أفحكم الجاهلية يبغون ومن أحسن من الله حكماً لقوم يوقنون ) المائدة/50

 يعنې : نو ایا دوی د جاهليت ( د زماني ) حکم غواړي ؟ د يقين کوونکو خلکو لپاره بل څوک تر الله جل جلا له  ښه حکم ورکولای شي ؟

مسلمان صاحب ! ته خو الله تعالی د ټول بشريت د لارښوونې لپاره انتخاب کړی ياست ، ستا پيغمبر صلی الله عليه وسلم له دنيا نه رحلت کړی او بل پيغمبر نه راځي بشر ته د لارښوونې مسئوليت يې تا ته سپارلی دی ، نن خو تا د بشريت د لارښوونې پر ځای د اسلام په خاوره کفر مسلط کړ چې هره ورځ د اسلام په خاوره کې ډول ډول فتنې او فسادونه خروي او ته ور ته ګورې ، هغوی خو خلک له دين څخه اړوي ، مسلمانان وژني ، سود ، قمار ، فحشاء ، رشوت ، کفري عقائد کلتور او فرهنګ رواجوي .

يعنې دا خو دې ونه کړل چې د اسلام دين دې تر نورو رسولای وای يا دې خلکو ته په نېکی امر کړی وای او له بدۍ څخه دې منع کړي وای خو ددې پر ځای مو نن کفر ، فحشآء او فتنې تر کور او کلې را ورسول .

مسلمان صاحب ! ټول په حقيقت پوهيږي که زوړ دی که ځوان ، بې سيواده دي او سيواداره ، سړي او که ښځې ، خو ته د مال او دولت خوند داسې خومار کړی يې چې هيڅ ځان نه بوهوئ ، څه وخت به پوهيږئ څه وخت به توبه باسئ .

له الله څخه ووېرېږئ ګورئ ! د الله  نيول ډير سخت دي .

الله تعالی خپلو ياغي بندګانو ته په مينه ناکه لهجه داسې ارشاد فرمايي :

يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر ۵۳ ).

ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی  د الله (جل جلا له ) رحمت څخه مه ناهيلی کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

دغه د رحمت للعلمين دين پيغام وو چې ستا تر غوږونو مې ورسولو نور ستا خوښه چې د ځان د پاره کومه لاره ټاکې .

و السلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

آن لاين اسلامي لارښود

الجمعة المبارکه – افغانستان

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً