محترمو استادانو او د دین لارښوونکو لوی څښتن تعالی مو ددې لوی او عظیم خدمت چه له اسلامی امت سره یی کوی پر دنیا او اخرت اجر درکړی.زما یوه پوښتنه ده بی غیر ده اذآن همیشه لپاره جمع کول په یو ځاې کی جواز لری اوکه نه ؟

پاينده محمد صافی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

جومات ته تلل او په جمع لمونځ ادا کول واجب دي :

متعال خدای ج فرمايي (وأقيموا الصلاة وآتوا الزكاة واركعوا مع الراكعين) (سوره البقره آيه 43 )

 ژباړه : لمونځ قايموئ او زکات ورکوئ او رکوع کوی سره له رکوع کونکو (سره له لمونځ کونکو )

تشريح : دغه آيت د جَمعې په وجوب دلالت کوي ځکه (واركعوا مع الراكعين ) نه که مطلب د لمونځ کول وي نو هغه په (وأقيموا الصلاة) کې ذکر شو نو په آخر د آيت کې (واركعوا مع الراكعين ) نه راتلو ځکه چې اقامت په اول کې راغلی دی .

ابی هريرة رضی الله عنه وايي چې : أتى النبي صلى الله عليه وسلم رجل أعمى. فقال: يا رسول الله! إنه ليس لي قائد يقودني إلى المسجد. فسأل رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يرخص له فيصلي في بيته. فرخص له. فلما ولي دعاه فقال “هل تسمع النداء بالصلاة؟” فقال: نعم. قال “فأجب ( المسلم باب يجب إتيان المسجد على من سمع النداء) .

ژباړه : يو ړوند سړی رسول (ص) ته راغلی ويې ويل : څوک نه لرم چې جومات ته مې ورسوي او له آنحضرت ص نه اجازه وغوښتله تر څو په کور کې لمونځ وکړي ، آنحضرت ص هغه ته اجازه ورکړه کله چې هغه سړی څه لاړو هغه ته يې غږ وکړ او ويې فرمايل : آيا آذان اورې ؟ ځواب يې ورکړ هو ، ويې فرمايل نو آذان ته به ځواب ورکوئ ( لمونځ په جَمع ادا کړه ) .

په دې باره کې د احنافو نظر :

د جَمعې لمونځ واجب دی او تارک يې بغير له عذر څخه فاسق او ګناه کار دی (فتاوی المحمودي حنفي ) .

د مذهب حنفي دؤ سترو کتابونو نظر :

ان صلوة الجماعة واجبة على الراجح فى المذهب أو سنّة مؤكدة فى حكم الواجب كما فى البحر و صرحوا بفسق تاركها و تعزيره و أنه يأثم”. (رد المحتار: 1/337، البحر الرائق: 1/341) .

بغير د کوم عذر څخه د جمع لمونځ پريښودل ګناه ده ، مګر که څه شرعي عذر وي د جومات څخه بغير هم مسلمانان په کوم کور يا بل ځای کې د جماعت لمونځ ادا کولای شي په دليل د دغه حديث شريف :

بخاري شريف د عتبان بن مالک قصه داسې نقلوي :

 عَنْ مَحْمُودِ بْنِ الرَّبِيعِ الأنْصَارِيِّ رضی الله عنه : أَنَّ عِتْبَانَ بْنَ مَالِكٍ وَهُوَ مِنْ أَصْحَابِ رَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم  مِمَّنْ شَهِدَ بَدْرًا مِنَ الأنْصَارِ: أَتَى رَسُولَ الله رَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: يَا رَسُولَ الله، قَدْ أَنْكَرْتُ بَصَرِي، وَأَنَا أُصَلِّي لِقَوْمِي، فَإِذَا كَانَتِ الأمْطَارُ، سَالَ الْوَادِي الَّذِي بَيْنِي وَبَيْنَهُمْ، لَمْ أَسْتَطِعْ أَنْ آتِيَ مَسْجِدَهُمْ فَأُصَلِّيَ بِهِمْ، وَوَدِدْتُ يَا رَسُولَ الله أَنَّكَ تَأْتِينِي فَتُصَلِّيَ فِي بَيْتِي، فَأَتَّخِذَهُ مُصَلًّى، قَالَ: فَقَالَ لَهُ رَسُولُ الله رَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم : «سَأَفْعَلُ إِنْ شَاءَ الله». قَالَ عِتْبَانُ: فَغَدَا رَسُولُ الله رَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم وَأَبُو بَكْرٍ حِينَ ارْتَفَعَ النَّهَارُ، فَاسْتَأْذَنَ رَسُولُ الله رَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم ،فَأَذِنْتُ لَهُ، فَلَمْ يَجْلِسْ حَتَّى دَخَلَ الْبَيْتَ، ثُمَّ قَالَ: «أَيْنَ تُحِبُّ أَنْ أُصَلِّيَ مِنْ بَيْتِكَ»؟ قَالَ: فَأَشَرْتُ لَهُ إِلَى نَاحِيَةٍ مِنَ الْبَيْتِ، فَقَامَ رَسُولُ الله رَسُولِ الله صلی الله عليه وسلم فَكَبَّرَ، فَقُمْنَا فَصَفَّفْنَا، فَصَلَّى رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ سَلَّمَ… ». (بخارى:425)

ژباړه : محمود بن ربيع انصاري وايي : جليل القدر صحابي عتبان بن مالک انصاري رضی الله عنه چې د بدر په جنګ کې يي هم شرکت کړی وو د رسول الله صلی الله عليه وسلم  حضور ته راغی او عرض يي وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ! زما د سترګو ديد کم شوی دی او زه له خپلې قبلې سره لمونځ ادا کوم او د باران په وخت کې په سيند کې سيلاب راځي کوم چې زما او جومات تر مينځ واقع دی زما د تللو مانع ګرځي نو ددې سببه زه دا خوښوم چې ته زما کور ته تشريف راوړې او د کور په يوه ځای کې لمونځ ادا کړې تر څو زه هغه ځای د لمانځه د ادا کولو د پاره اتنخاب کړم .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل :« ژر به دا کار وکړم » عتبان وايي : سبا چې لمر څه پورته شوی وو رسول الله صلی الله عليه وسلم او ابوکر رضی الله عنه  زمونږ کور ته راغلل او د ننوتلو اجازه يي وغوښتله و مي ويل : وفرمايئ . کله چې کور ته ننوتل ، مخکې د کيناستلو يي وفرمايل : په کوم ځای کې ستا خوښه ده چې هلته لمونځ وکړو ؟ عتبان وايي : د کور يوې څنډې ته مې اشاره وکړه . رسول الله صلی الله عليه وسلم  هلته لاړ تکبير يې وويلو . مونږ هم په هغه پسې اقتدا وکړه ، صف مو جوړ کړ . رسول الله صلی الله عليه وسلم  دوه رکعته لمونځ وکړ او سلام يي وګرځولو .

جومات ته د تللو فضيلت :

هغه کسان چې د يو الله جل جلا له د عبادت د پاره جومات په تللو باندې عادت وي  په احاديثو کې ددې کسانو زيات فضيلت ذکر شوی دلته فقط د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  څو احاديث ذکر کوو ان شآء الله همدا کفايت کوي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :اذا رأيتم الرجل يتعاد المساجد فاشهدوا له بالايمان قال الله تعالی انما يعمر مساجدالله من امن با الله .. الايه (الترمذي  3093)

ژباړه : که چيرې تاسې څوک وليد چې جومات ته د تلو معتاد (عادت ) ولري (د لمانځه او خدمت لپاره ) نو تاسې د هغه د ايمانداری شاهدی ورکړئ . الله جل جلا له  فرمايي : هغه کسان جوماتونه آبادوي کوم چې په الله او ورځ د آخرت ايمان لري .

يعنې څوک چې په پنځه وخته جماعت کولو عادت وي يقيناً يو رښتنی مسلمان دی ، او د ده د مسلماني د نښو څخه دا ستره نښه ده .

بل حديث شريف کې راغلي : اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيوري لاندې وي چې په دې ورځ به بغير له دغه سيورې بل سيوری نه وي ددې اوو ډولو نه يو هغه ډله چې : وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ (بخاری او مسلم ) هغه کس چې زړه يې د جومات سره تړلی وي پنځه وخت لمونځ په جومات کې ادا کوي کله چې د يو لمانځه وخت تير شي د بل لمانځه د وخت په فکر کې وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : من شهد العشاء فی الجماعة کان کقيام نصف ليلة و من صلی العشاء و الفجر فی جماعة کان کقيام ليلة ( جامع الترمذي 221 ) .

ژباړه : څوک چې د ماسختن په جماعت کې حاضر شي د نيمايي شپې د بيدارۍ ثواب ورکول کيږي او چا چې د ماسختن او سهار لمونځونه په جماعت سره ادا کړل د ده د پاره د ټولې شپې د قيام (ثواب ) دی .

او تر ټولو غوره دا چې د جماعت لمونځ د يوازې لمانځه څخه پنځه ويشت درجی غوره والی لري :

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :صلاة الجماعة تفضل الفذ بخمس و عشرين درجه ( البخاري 646) .

د جماعت لمونځ په يوازې لمانځه باندې پنځه ويشت درجې غوره والی او فضيلت لري .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email