السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته! ماته يو دوست زنګ وواهه چې د خپل يو نيژدی دوست د ميرمنی د حاملګۍ په باره یی پوښتنه درلوده. پوښتنه می دلته په همدی پاڼه کې وکتله خو دی ته ورته پوښتنه او ستونزه نه وه ځواب شوی . نو که وخت لری او لاندی پوښتنه راته تر سبا ځواب کړی ډیر به خوښ شو تر څو د هغی خور تشويش رفعه شي. پوښتنه داسي ده چې : د خور لومړی اولاد د شپرو مياشتو او دوهم اولاد یی د دریو مياشتو ضايع شوي دي. په دريم وار یی د عمليات په واسطه اولاد پيدا شو چې اوس دوه نيم کلن او ښه سالم دی. څلورم اولاد یی هم د عملیات په واسطه پيدا شو چې اوس پنځه مياشتنی دی. خو اوس یی يوه مياشت کيږی چې حمل دی او خور او کورنۍ یی د اوسنی حمل په باره کې پريشانه ده چې څه وکړي؟ نوموړی خور د ولادت په وخت کې د اوسپنی د کمښت سره هم مخامخ کيږی، عمليات یی هم دلته يواځی او يواځی يو ډاکترپه ډیرو سختوقيمتي الاتو تر سره کولای شي، د ډاکتر د معلوماتو له مخی دغه مشکل په ۱۰۰۰ کې يوه ښځه لری. نوموړی خور ته ډاکتر مشوره هم ورکړي چې ته اوس جسما او روحا دی ته نه یی اماده چې اولاد راوړي او ته کولای شی چې دوه يا دری کاله د اولا د راوړلو تر منځ انتظار وکړی تر څو بل اولاد راوړی. نو اوس په دی اړه که تاسي معلومات راکړي ډيره مهرباني به مو وی. په اسلامی مينه

حيات هجران شيرزاد مالمو سويډن

—————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

پخوانيو فقهاؤ د څلورو مياشتو مخکې د حمل لرې کول مکروه تحريمي بللې دي .

لکه علامه شامی رحمه الله ليکي : د څلورو مياشتو مخکې د حمل لری کول مکروه تحريمي دی ( درالمختار ج۵ ص ۲۷۹ )

اسلامې فقې د شامې رحمه الله د قول له بيان وروسته ليکي :

پخوانيو فقهاوو د خپلو مشاهداتو او تجربو څخه دا ليکلی ؤ چې ددی مودی وروسته ژوندی کيږي چې د قتل مرادف وي او د هغه نه مخکې (د څلورو مياشتو ) ژوندی نه وي چې مکروه تحريمي يې بللی دی .

خو اوسنيو تحقيقاتو دا ثابته کړی چې منی کله په رحم کې ځای پر ځای شي له اوله سره د ژوند آثار په کې موجود وي (اسلامې فقه ۸۶۵ ) .

د نوی فقهي مسائلو فتاوی قاضي خان ليکي :

د حمل لری کول د ژوند د آثارو له پيدا کيدو وروسته حرام دی لکن د ژوند د آثارو له پيدا کيدو مخکې هم ناجايز دی ځکه په حمل کې چې تر څو پورې روح نه وي نو هغه د بدن يوه حصه وي څرنګه چې د چا قتل او يا د اندام پريکول حرام دي دا رنګه د خپل جسم څه حصه پريکول هم نا جايز دي (نقل فې فقه اسلامی ص ۸۶۸ ) .

مګر د څلورو مياشتو مخکې د سخت ضرورت په وخت کې چې د مور ژوند ته خطر وي جايز دی .

علماء الجنة الدائمة او البدالحرام ليکي :

د حمل لرې کول چې کله په کلکه وينه او يا د غوښې په ټوټه بدل شي جايز نه دی ،مګر په هغه صورت کې چې يوه باوري طبي کميټه یې تأييد کړي چې د حمل موجوديت د مور د ژوند د پاره خطر وي ، په دې صورت کې يې لرې کول جايز دي مګر بايد ټول وسايل او امکانات د هغه خطر د دفع لپاره وکارول شي که يې ځواب ورنه کړ په آخر کې به د اسقاط حمل اقدام کيږي .

اللجنة الدائمة للبحوث العلمية و الافتاء

من كتاب(الفتاوي المتعلقة بالطب…)ص(280)

پوره تفصيل دلته وګورئ  http://www.dawat610.com/archives/319

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email