د بشريت د ستر لارښود محمد صلی الله عليه وسلم ته د سپکاوي فلم په اړه

بسم الله الرحمن الرحيم  

کوم فلم چې د امريکن طاغوت په اشاره جوړ او نشر شوی دی او په دغه فلم کې جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ته اهانت شوی دی .

  د کفر د تعصب ، وحشت او کينې ښکارندوينه کوي ځکه کفار نور په دې باندې ښه پوه دي چې د اسلام مقدس دين په ټوله نړی کې د پرمختګ په حال کې دی او نور په هيڅ شان د اسلام د بقا او قيام مخ نيوی ناشونی دی .

د دوی هغه نظامي پلانونه چې له کلونو کلونو را هسې يې د اسلام د نابودۍ د پاره چمتو کړي وو له ماتي سره مخ شول.

 او نور همدا ور پاتې دي چې د مسلمانانو څخه د غچ اخيستلو په موخه کله قرآن ته اور اچوي ، کله د اسلامي شعائرو سپکاوی کوي .

ځکه نور د حق پر وړاندې له مقابلی او دليل څخه بالکل عاجز شوي دي نو د ناتوانۍ په حالت کې خپل بعض او کينه په ښنځلو او سپکاوي ښکاره کوي .

خو د افسوس خبره دا ده چې په فردې لحاظ مو داسې څه ليدلي وو خو اوس يې په بين المللی توګه وينو يعنې ددې وحشت د پاره ټول ملل کفري لاس يو کړی دی د دليل پر ځای په بين المللي سطحه ښکنځل کوي ، ای افسوس په داسې وحشت او بربريت !!!

په دې ډول وحشي عمل باندې اسلام نه ضعيفيږي بلکي د اسلام د پرمختګ عامل ګرځي ځکه د کفر وحشت څرګنديږي او عام کفار د اسلام په باره کې معلوماتو حاصلولو ته اړ کيږي ، د اسلام په اړه دقيق معلومات تر سره کوي چې په دې سره ډير کسان اسلام ته داخليږي .

او دوی به هيڅکله هم د اسلام د قيام ، بقاء ، نشر او پرمختګ مخ و نه نيسي :

قوله سحبانه و تعالی :

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ (الانفال ۳۶ )

ژباړه : يقيناً هغه کسان چې کافران شوی دي خپله شتمني ددې لپاره لګوي چې (خلک) د الله له لارې څخه منع کړي . ژر به دوی نور (هم ) دغه شتمني ولګوي او بيا به پر دوی افسوس وي ( چې شتمنی يې له لاسه ورکړې او موخې ته نه دي رسيدلي ) . بيا به دوی ناکام شي . او هغه کسان چې کافران شوي دي د دوزخ په لورې به راټوليږي .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره حقيقي مينه دا ده چې د هغه په نقش قدم باندې عمل وشي ، د کفري دوستۍ ، اعمالو او عقائدو څخه ځان وساتل شي .

قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (۳۱ آل عمران )

ووايه ( ای پيغمبره ! ) که چېرې تاسې د الله سره محبت لرئ نو زما پيروي وکړئ چې الله له تاسې سره محبت وکړي او ستاسې ګناهونه وبخښي او الله بخښونکی او لورونکی دی .

« لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ….» «مجادله/22»

(هيڅکله به دا و نه مومې ، کوم خلک چې پر الله او آخرت ايمان لرونکي دي چې هغوی له هغو خلکو سره مينه کوونکي اوسي چې د الله او د هغه د رسول مخالفت يې کړی  دی….).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. ماشاء الله
    و ما ارسناک الا رحمة للعلمين
    رښتيا هم چې نور د حق پر وړاندې ذليل او ناکام دي

  2. ماشالله ډېر ښه ماعلومات دی ،،رېشتیا چه ده دي په لوستلو سره زما زړه ته لکه یو څوک چی ډاډ راکړی ،،،په والله چه ډیر خفه ووم خو اوس متمین یم چی الله پاک به مسلمانان په خپل دین کی سرلوړي اوکامیابه
    او لري،،ډیره ډیره مڼنه کووم ستاسی ده ايماني هیمت او خدمت نه چه اسلام ته مو صدقه کړي،، زه ډير خوشحا له يم چي ستاسی غوندی شخصيتونه مونګ په پښتنو کی لرو،،،،خدای (ج)مو سرلوړي اوکامیابه لره ،،،،،،
    فواد سافی ده سوېدن نه،

اترك تعليقاً