د قبرستان طرف ته لمونځ کول څه حکم لري ؟

د اسلامی لارښود قدرمنو کارکوونکو ته ! اسلام علیکم ورحمت الله! زما پوښتنه داده که د یو جومات مخکی هدیره وي نود مسلمانانو لمونځ په جومات کی کیږی او که نه ؟

پاينده محمد صافی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په قبرستان کې لمونځ کول د امام ابوحنيفه او امام شافعي په نزد مکروه دي او د امام احمد په نزد مطلق حرام دي .

جاء في الموسوعة الفقية :

ذهب الحنفيّة والشّافعيّة إلى كراهة الصّلاة في الطّريق، والحمّام، والمزبلة، والمجزرة، والكنيسة، وعطن الإبل، والمقبرة، لما روى ابن عمر – رضي الله تعالى عنهما -‏:‏ «أنّ النّبيّ صلى الله عليه وسلم‏:‏ نهى أن يصلّى في سبعة مواطن‏:‏ في المزبلة والمجزرة والمقبرة وقارعة الطّريق وفي الحمّام وفي معاطن الإبل وفوق ظهر بيت اللّه»‏.‏

په په دليل د دغه حديث شريف : الأرض كلهـا مـسـجـد إلا المـقـبـرة والحـمـام ( رواه ابوداود و الترمذي ) .

او په دليل د دغه حديث : لعنة الله على اليهود والنصارى اتخـذوا قبور أنبيائهم مساجد ( البخاري او المسلم ) .

که چيرې د جومات څنګ ته قبرستان وي لمونځ کول جايز دي په شرط ددې چې قبلې طرف ته نه وي ځکه د قبر او قبرستان طرف ته لمونځ کول جايز نه دي په دليل د دغه حديث شريف : لا تجلسوا على القبور ولا تصلوا إليها ( المسلم ) .

مګر که د جومات او قبرستان تر مينځ حائل وي لکه ديوال ، سړک ، نهر يا لريوالی چې نه معلوميږي نو بيا لمونځ کول صحي دي .

إذا كان بينك وبين المقابر جدار فاصل فلا بأس من الصلاة حينئذٍ ولا نهي ، كذلك إذا كان بينك وبينها شارع أو مسافة لا تصير بها مصلياً إلى المقابر فلا بأس . والله أعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي