تر هرڅه له مخه ستاسو ته ددی لوی خدمت چی د داسی طریقی او وسیلی په واسطه خلکو ته رسیږی کوم چی  سرحد نه پیژنی اوهمدارنګه یوځای لیده اوکاته اوکنفرانس نه غواړی بلکی د هر ځای او په هرکنج اوکنار کی مسلمان کولای شي معلومات ترلاسه کړی منندوی یم وروسته که چیرته زما پوښتنی ته لیږ څه تفصیل جواب ورکړی شی ستاسو به مهربانی وی هغه داچی دښځو حقوق داسلام له نظره کوم دی ؟

مننه حکمت الله (ملکي)

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلام کې د ښځو حقوقو په څو مرحلو ويشل کيږي چې په هر مرحله کې اسلام د ښځو سره د بې نهايته ښه سلوک حکم کړی دی

اوله مرحله له پيدايشت نه تر نکاح پورې ( د پلار په کور کې ) :

په دغه مرحله کې نجلي د هلکانو په شان حقوق لري پلار د خپل نارينه او ښځينه اولاد د رزق او نفقې او همدارنګه شرعي علم او اسلامي تربيې پوره مسئوليت لري تفصيل دلته وګورئ .

مګر په دغه مرحله کې اسلام د هلکانو په نسبت د نجونو سره د مهربانه او ښه سلوک زيات ټينګار کړی دی :

حضرت نبی صلی الله علېه وسلم فرمايې : کوم سړی چې د درېو لوڼو ېا درېو خوندو پالنه وکړه ،هغوی ته يې ضروري ښوونه او روزنه زده کړه او په مهربانی چلن يې ورسره وکړ آن تر دی چه الله تعالی هغوی بی نېازه کړي ( د واده تر وخته پورې ) ،نو د داسې سړی لپاره الله تعالی جنت واجب کړ،پر دی خبرو ېو سړی ووېل: که دوی وي نو نبی صلی الله علېه وسلم وفرمايل : دوه نجونو د پالنی همدا بدله ده حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمايې که خلکو د ېوی نجلی په اړه پوښتنه کړی وای نو نبی صلی الله علېه وسلم همدا زېری ورکاوه.(مشکوه).

همدارنګه : رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايي: «مَنْ کانت له ابنتان فَأَحْسَنَ إِلَيْهِما كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِنْ النَّارِ»[1]

ژباړه: څوک چې دوې لورګانې ولري او په ښه او نيکه توګه له هغوی سره سلوک وکړي ،ده ته به د دوزخ د نجات وسيله وګرځي .

جناب رسول کريم صلی الله عليه وسلم بل ځای داسې مبارک ارشاد فرمايي :

« من رُزق بناتٍ أو أخواتٍ فأحسن إليهِنَّ کُنَّ له ستراً من النار، و هکذا من مات له ثلاثة أفراط لم يبلغوا الحِنث کانوا له حِجَاباً من النار؛ قالوا يا رسول الله، واثنَان؟ قال:”واثنان”»[2]

« څوک چې لوڼې يا خوندې ولري او له هغوی سره نيک چلن وکړي هغوی به د دوزخ نه د نجات سبب شي ،همدارنګه که چا دری بچيان چې بلوغ ته نه وي رسيدلی له لاسه ورکړي ( وفات شي ) شی ، ده ته به د دوزخ څخه د نجات وسيله وګرځي ، چا وويل : يا رسول الله ! که دوه وي ، و يې فرمايل : د دوو د پاره هم دومره اجر دی .

دوهمله مرحله د نکاح څخه وروسته ( د خاوند په کور کې ) :

په دې مرحله کې هم اسلام د ښځې سره د ښه سلوک حکم کړی دی وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ) ، او د هغې په خاوند يې لاندې حقوق مقرر کړي دي :

اول : مالي حقوق :

د ښځې په خاوند باندې مالي حقوق دي لکه مهر ، نفقه او د استوګنې ځای .

الف ) مهر : مهر هغه مال دی چې خاوند يې د عقد نکاح په وخت خپلې ښځې ته ورکوي او دا د ښځې واجب حق دی پر خپل خاوند باندې قال الله تعالی  : { وآتوا النساء صدقاتهن نحلة } يعنې : او ښځو ته د دوی مهر په خوښئ او رضا ورکړئ .

که د نکاح د عقد په وخت کې مهر نه وي ټاکل شوی نو بيا مهر مثل ادا کيږي د مهر مثل بيان دلته وګورئ

ب ) نفقه : د اسلامې امت د علماؤ په دې باندې اتفاق دی چې د ښځې نفقه پر ميړه باندې فرض ده ، ځکه چې د نفقي پيدا کولو د پاره د کور څخه د باندې وتل د نارينه مسئوليت دی نه د ښځې او ميړه به خپلې ښځې ته د اقتصادي توان موافق نفقه برابروي قوله تعالی :

( وعلى المولود له رزقهن وكسوتهن بالمعروف ) البقرة/233 ، يعنې په دې صورت کې به د ماشوم پلار په ښه توګه هغوی (مور او ماشوم ) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي .

وقال عز وجل : ( لينفق ذو سعة من سعته ومن قدر عليه رزقه فلينفق مما آتاه الله ) الطلاق/7 . يعنې : توانا خاوند ښايي د خپل توان په اندازه نفقه ورکړي او په هر چا چې روزې تنګه شوه ، نو د هغه څه نه چې الله جل جلا له  ورکړي دي نفقه دي وکړي .

في السنة :

 وعن جابر : أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال في خطبة حجة الوداع : …………. ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف ” . رواه مسلم ( 1218 ) . يعنې : جابر رضی الله عنه  روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  په حجة الوداع وفرمايل : ……… او د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به يه ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ .

عائشه رضي الله عنها روايت کوي چه: «أنَّ هنداً بنت عتبة قالت: يا رسول الله إنَّ أبا سفيان رجل شحيح، وليس يعطيني ما يكفيني وولدي إلاَّ ما أخذت منه وهو لا يعلم، فقال: خذي ما يكفيك وولدك بالمعروف» (متفق عليه ) .

د عقبه لور (هند ) وويل : ای رسول الله صلی الله عليه وسلم ! ابوسفيان يو بخيل سړی دی ، او ماته دومره شی چې د ځان او اولاد مې کفايت ورباندې وشي نه راکوي ، مګر څه چې زه يې د هغه له مال څخه اخلم هغه ور باندې نه پوهيږی (په پټه يې اخلم ) ، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : هغه څه چې د تا او ستا د اولاد دپاره کفايت کوي او اسراف پکې نه وي واخله ولو که هغه ورباندې پوه نه شي (ځکه د ښځې او اولاد نفقه پر خاوند واجبه ده ) .

خپلې ښځې او اولاد ته د نفقي برابرولو د فضيلت په اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :

 دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ ( رواه مسلم) .

يعنې : يو هغه دينار دی چې د الله جل جلا له  په لار کې صدقه شي ، بل هغه دينار دی چې غلام باندې مصرف شي ، او بل هغه دينار دی چې په مسکين باندې صدقه شي ، او بل هغه دينار چې پخپل اهل خرڅ شي ، تر ټولو د هغه اجر زيات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شي .

په پورته حديث شريف کې د الله جل جلا له په لاره کې خرڅ ، دغلام د آزادولو لپاره خرڅ او غريبانو سره د کومک لپاره خرڅ کې غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره خرڅ يا د نفقې د پاره مصرف ښودلی دی .

بل حديث کې راغلي : «إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ يَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ». (بخارى:55)

ابن مسعود رضی الله عنه  وايي جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : که څوک د ثواب په نيت پخپل اهل او عيال خرڅ وکړي د هغه دا نفقه کول صدقه شميرل کيږي .

ج) : مسکن ( استوګنې ځای ) :

خاوند به خپلې ښځې ته د خپل اقتصادي توان موافق د استوګنې ځای برابروي چې حد اقل د ځانته اتاق برابرول دي ، الله جل جلا له  فرمايي : ( أسكنوهنَّ من حيث سكنتم مِن وُجدكم ولا تُضاروهن) الطلاق/6.

يعنې : دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسيږئ د خپل وس په اندازئ واوسوئ (د استوګنې ځای ور ته برابر کړئ ) او دوی ته ضرر مه رسوئ .

۲- غير مالي حقوق :

د ښځې پر خاوند باندې غير مالي حقوق لکه : د ښځو تر مينځ عدل ، ښه سلوک او داسې نور ………..

الف ) : د ښځو تر مينځ د عدل ساتل : که د شرايطو برابريدو په صورت کوم کس دوهم واده وکړي نو په نفقه ، سلوک او مسکن کې به د هغوی تر مينځ عدل کوي ….. نور تفصيل دلته وګورئ

ب ) ښه سلوک : خاوند به د خپلې بی بی سره تر خپله وسه نيک سلوک کوي او د هغوې پر وړاندې به مهربانه چلند کوي قرآنکريم د ميرمنی سره د ښه سلوک کولو امر کړی دی :

وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)  النساء 19

(( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .

نو يو انسان خو به خامخا يوه خاليګاه يا څه نيګړتيا لري مثلاً که کومه ښځه په رنګ کې کمزورې وي نو شايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وي چه د خپل خاوند د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب وګرځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا . وخياركم خياركم لنسائهم  (ترمذي 1162،مشکاة المصابيح 3200) .

ژباړه : د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .

وَعَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: بَيْنَا أَنَا مَعَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  مُضْطَجِعَةٌ فِي خَمِيصَةٍ، إِذْ حِضْتُ، فَانْسَلَلْتُ، فَأَخَذْتُ ثِيَابَ حِيضَتِي، قَالَ: «أَنُفِسْتِ»؟ قُلْتُ: نَعَمْ، فَدَعَانِي، فَاضْطَجَعْتُ مَعَهُ فِي الْخَمِيلَةِ. (بخارى: 298)

د مؤمنانو مور ام سلمه رضی الله عنها وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره په يوه چادر کې بيده وم چې حايضه شوم په کراره مې ځان بيرون کړ او د حيض جامې مې واغوستلې . رسول الله صلی الله عليه وسلم  پوښتنه وکړه ؟ ايا حايضه شوې ؟ ومي ويل : هو بيا يې زه ور وغوښتم او له هغه سره په هماغه چادر بيده شومه .

مطلب دا چې د ښځې سره د حيض او نفاس په موده کې خوړل ، څملاستل نور ټول روا دي يوازې جماع کول حرام دی د جاهيلت په دور کې به چې کله ښځې حايضې يا نفاسې شوي له څخه به لرې کيدل او کرکه به يې ورڅخه کوله .

ج) ښځې ته د ضرر نه رسول : دا د اسلام اصل دی چې هيڅ څوک  به چا ته ضرر نه رسوي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : ( لاضرر و لا ضرار فی الاسلام ) ابن ماجه . يعنې په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول نشته .

ښځې ته به بدني ، لفظي ضرر نه رسوي او د ښځې خپلوانو سره به داسې چلن نه کوي چې دا ورباندې وځوريږي بلکي نيک چلن به کوي .

د خاوند بايد دې ټکې ته پام وي چې د ښځې د پاره پلارګنۍ خاص اهميت لري او د ښځې د ډاډ ، تسل او څو ورځو تيرولو همدا يوه دروازه ده . پام کوه دا دروازه د هغې پر مخ و نه تړي ! پام کوه د هغوی سره بد چلن ونه کړي تر د ښځې د ځور او خفګان سبب شي .

په هغه صورت کې چې خدای مه کړه ښځه بې لاری ته بډې ووهي نو په ځنو حالاتو کې ميړه چې د ښځې مشر او مسئول بلل کيږي د هغې د اصلاح د پاره څه لږ بدني تأتيب کولای شي .

عن جابر بن عبد الله قال : قال صلى الله عليه وسلم في حجة الوداع : ” فاتقوا الله في النساء فإنكم أخذتموهن بأمان الله واستحللتم فروجهن بكلمة الله ولكم عليهن أن لا يوطئن فرشكم أحدا تكرهونه فإن فعلن ذلك فاضربوهن ضربا غير مبرح ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف ” .

جابر رضی الله عنه  وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم  په حجة الوداع وفرمايل : د ښځو په باره کې له الله جل جلا له  څخه وويرېږئ تاسې هغوی د الله جل جلا له  په امان اخيسې دي او تاسې ته د هغوی شرمګا د الله جل جلا له  په کلمه حلال شوي او د تاسې په هغوی باندې دا حقونه دي چې هغوی به د تاسې فرشونه داسې چا ته نه غړوي چې تاسې يې بد ګنې ( کوم څوک چې د تاسې خوښ نه وي هغه بې اجازې کور ته نه ننباسي ) که يې داسې وکړل نو هغوی ووهئ لږ وهل چې زخم کونکي نه وي او همدارنګه د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به يه ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ ( رواه المسلم 1218 ) .

دريمه مرحله د مور مقام :

په دې مرحله کې په اسلام کې مور خاص مقام وقار او منزلت لري چې اولاد ته د مور سره د ښه سلوک کولو ډير ټينګار شوی دی او د پلار په نسبت مور دری څنده زيات حقوق لري .

وقال الله تعالى: وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا). النساء: 36) .

او د الله عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ ، او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ

او فرمايي : وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ (لقمان 14 )

او مونږ انسان ته د خپل مور او پلار په حق پېږندنې کې ټينګار کړی دی . د هغه مور د کمزورۍ له پاسه کمزورۍ په حال کې هغه را اخيستی په خپله ګيډه کې يې وساته او دوه کلونه يې په تي ورکولو و لګيدل . ( له همدې کبله مونږ هغه ته نصيحت وکړ چې ) زما شکر وکړه او د خپل مور او پلار شکر پر ځای کړه .

د البخاري (5514) اومسلم (4621) حديث شريف دی :

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ : جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ ، مَنْ أَحَقُّ النَّاسِ بِحُسْنِ صَحَابَتِي ؟ قَالَ : أُمُّكَ . قَالَ : ثُمَّ مَنْ ؟ قَالَ : ثُمَّ أُمُّكَ . قَالَ : ثُمَّ مَنْ ؟ قَالَ : ثُمَّ أُمُّكَ . قَالَ : ثُمَّ مَنْ ؟ قَالَ : ثُمَّ أَبُوكَ .

ابی هريرة رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يو سړی راغی او ويې ويل : په خلکو څوک په ما باندې زيات حقداره دي ؟ و يې فرمايل : ستا مور ، ويې ويل بيا څوک ؟ و يې فرمايل : بيا ستا مور ، ويې ويل : بيا څوک ؟ و يې فرمايل : بيا ستا مور ، ويې ويل بيا څوک ؟ و يې فرمايل بيا ستا پلار .

و السلام عليکم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email