د موسيقي اوريدل څه حکم لري او په دې حالت کې مرګ څنګه دی ؟

د اسلامی لارښود محترمو مسولینو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته محترمو که مهربانی وکری او راته ووایی چی موسیقی د اسلام له نظره خه حکم لری مو سیقی از نظر اسلام

احمدالله

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة دیره زیاته مننه چی تاسو زموږ سوالونو ته جواب راکوی الله پاک ج دی اجر در کړی زما پوښتنه داده چی اوس شرک کوم شیان دی او که میزیک اوریدل حرام دی که د میوزیک اوریدولو په حال کی مړ سی نو څه شی یی حکم دی دیره مننه؟

ثواب رحمي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د موسيقي اوريدل په قرآن ، سنتو او د امت په اجماع حرام دي :

قال الله تعالی : وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَشْتَرِي لَهْوَ الْحَدِيثِ لِيُضِلَّ عَنْ سَبِيلِ اللَّه بِغَيْرِ عِلْمٍ ِ  وَيَتَّخِذَهَا هُزُواً أُولَئِكَ لَهُمْ عَذَابٌ مُهِينٌ (لقمان 6 ) .

د ابن مسعود رضی الله عنه څخه د لهو الحديث په اړه وپوښتل شول هغه يې په اړه داسې فرمايلي :

قال : الغناء و الله الذي لا إله إلا هو – دری ځله يې دا کلمات تکرار کړل  چې پر الله قسم د لهو الحديث نه مراد سندرې او موسيقي ده .

قال ابن عباس رضي الله عنه : هوالغناء،وقال مجاهد رحمه الله: اللهوالطبل (تفسيرالطبري) وقال الحسن البصري رحمه الله: “نزلت هذه الآية في الغناء والمزامير” (تفسيرابن كثير). قال ابن القيم رحمه الله: “ويكفي تفسيرالصحابة والتابعين للهو الحديث بأنهالغناء .

غنا سندرو ته وايي چې له درواغو،فحشآء او عشق بازۍ ته جذب او نور لهو لعب پکې وي او مزامير د موسيقی آلات يا سندری + د موسيقی آلات ته وايي .

ولی په دې کې شک نشته چې ځنې کسان موسيقي ته د روا والي دلائل لټوي ځکه د دا ډول کسانو په اړه رسول الله صلی الله عليه وسلم له  پخوا څخه وړانديز کړي دی او فرمايي :

ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحرو الحرير والخمر والمعازف، (البخاری 5590 )

ژباړه : يقيناً زما په امت کې به داسې کسان پيدا شي چې دوی به د زنا فاحش عمل ،ابريشم ،شراب،ساز او موسيقي حلال بولي .

د موسيقی ټول آلات حرام دي  بغير له دف يا چمبه او يا دائره څخه هغه هم د ښځو د پاره د خاصو شرايطو په چوکات کې په نکاح كې چې د خاصو شرايطو بيان به ان شآءالله وروسته خپور شي .

او همدارنګه په اختر کې د وړو نجونو سندرې د غيرت او شهامت د تشويق د پاره نه د فحشاء ، يارۍ ، عشق بازۍ د جذب د پاره په دليل د لاندې حديث شريف  :

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم وَعِنْدِي جَارِيَتَانِ، تُغَنِّيَانِ بِغِنَاءِ بُعَاثَ، فَاضْطَجَعَ عَلَى الْفِرَاشِ وَحَوَّلَ وَجْهَهُ، وَدَخَلَ أَبُو بَكْرٍ فَانْتَهَرَنِي، وَقَالَ: مِزْمَارَةُ الشَّيْطَانِ عِنْدَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم ؟ فَأَقْبَلَ عَلَيْهِ رَسُولُ الله صلی الله عليه وسلم فَقَالَ: «دَعْهُمَا». فَلَمَّا غَفَلَ غَمَزْتُهُمَا فَخَرَجَتَا. (بخارى:949)

ژباړه : ام المومنين عايشه رضی الله عنها وايي : (د اختر په ورځ ) دوو وړو نجونو زمونږ په کور کې د بعاث د جګړی سندرې ويلې چې دا مهال جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی او د آرام  د پاره خپل استراحت ځای ته لاړ او مباركه چهره يې تغير کړه .څو لحظې وروسته ابوبکر رضی الله عنه کور ته راغی او ددې صحنې په ليدلو يې زه سرزنش کړمه او ويې فرمايل : د پيعمبر په کور کې د شيطان آواز ؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوبکر ته مخ واړولو او يې فرمايل : هغوی پر خپل حال پريږده . عايشه رضی الله عنها وايي : وروسته له دې چې ابوبکر رضی الله عنه په بل کار مشغول شو ، ما په اشاره سره هغوی ته وويل چې ځئ لاړې شئ . او هغوی لاړې .

نو اوس تاسې وواياست چې پورته حديث شريف د ننۍ بې شرمه او فاحشې موسيقۍ چې زمونږ د ځوان نسل د اخلاقي ، علمي او اقتصادي زوال سبب شوی ده د جواز او رواوالی دليل جوړيدای شي  ؟ نه هيڅکله هم نه .

حتې کوم بدعتي صوفيان چې د نعت ذکر وغيره لپاره د موسيقۍ آلات کاروي حرام دي هنديه يې په اړه ليکي :

السماع وقول و رقص الذی يفعله المتصوفة فی زماننا حرام لایجوز القصد الیه والجلوس علیه وهو الغناء والمزامير سواء .

كَذَا في التَّتَارْخَانِيَّة قال رَحِمَهُ اللَّهُ تَعَالَى السَّمَاعُ وَالْقَوْلُ وَالرَّقْصُ الذي يَفْعَلُهُ الْمُتَصَوِّفَةُ في زَمَانِنَا حَرَامٌ لَا يَجُوزُ الْقَصْدُ إلَيْهِ وَالْجُلُوسُ عليه وهو وَالْغِنَاءُ وَالْمَزَامِيرُ سَوَاءٌ (فتاوی هنديه 5/351 ) .

لکه مخکې مو چې وويل ځنې کسان د موسيقي د رواوالی کوښښ کوي ، کتابونه يې ليکلي دي ، بيانونه کوي ، او ددې کتابونو څخه يو نمونه په بينوا پاڼه کې د اسلام او موسيقۍ په نوم کتاب دی چې سراسر د اسلام خلاف .

ددې ډول کتابونو او ليکنو  په رد کې تاسې دغه لاندې کتاب ولولئ :

د موسيقي مکمل بيان د پاره دغه کتاب د موسيقۍ حرمت په کتاب الله سنتو او اجماع سره خپل کمپيوټر ته ښکته کړئ

د دوهمې پوښتنې ځواب : د شرک بيان دلته ولولئ  ، موسيقي لويه ګناه ده چا چې توبه وايستله الله د هغه توبه قبوله کړي او څوک چې بغير له توبې مړ شي هغه له اهل کبائرو څخه دی .

د توبې احکام دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/3994

و الله سبحانه وتعالی

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً