د حمل په موده کې تېلويزيونې معاينات څه حکم لري ؟

د اسلامی لارښود قدرمنو کارکوونکو ته ! اسلام علیکم ورحمت الله!!
ښاغلی: نن سبا چی داښځی د حمل په موده کی تلویزیونی معایناتونه داولاد د سالم پیدا کیدلو په موخه تر سره کوی ، نو ایادا طبی معایناتونه د اسلام له نظره څه حکم لری، هیله ده چی پوښتنه مو راته جواب کړی، مننه

سليمان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ضرورت له وجې چې کله مور د حمل په وخت کې مريضه او په تکليف وي ، د جنينو او مور د رحم معاينه کول د تېلويزيوني معايناتو په وسيله جايز دي ، که ښځينه طبيبه موجوده وي نارينه طبيب ته به د ولادي ناروغيو او معايناتو د پاره نه ځي .

مګر که ښځينه طبيبه نه وي د ضرورت په وخت کې نارينه طبيب ته د ولادي ناروغيو د پاره ورتګ جايز دی .

د ضرورت پرته د جينيو د نارينه او ښځينه معلوملو د پاره معاينات کول جواز نه لري ، ځکه په دې سره کشف عورت دی بې ضرورته د ښځې کشف عورت بلې ښځې ته جايز نه دي او ددې معايناتو د پاره نارينه ډاکټر ته ورتګ بالکل حرام دی ځکه چې دا ضرورت نه بلکي هوس دی .

مرکز الفتاوي اسلام ويب ليکي :

فلا يجوز للمرأة أن تسمح لطبيب بل ولا طبيبة بالكشف عن عورتها لمجرد معرفة نوع الجنين لأن ذلك يؤدي إلى كشف العورة المحرم كشفها على الرجال والنساء جميعاً إلا لضرورة ملجئة أو حاجة في معناها أو تقاربها، ولا نرى في ذلك ضرورة ملجئة ولا حاجة معتبرة.
وعورة المرأة مع الرجل الأجنبي جميع بدنها، ومع المرأة من السرة إلى الركبة.
ولأن معرفة نوع الجنين لا يعود على المرأة بنوع من أنواع المنافع المعتبرة، بل إنه أحياناً يعود بالضرر على المرأة وجنينها إذا كانت ترغب في ذكر -مثلاً- فتعلم أنه أثنى أو العكس.
أما إذا كان بالإمكان معرفة نوع الجنين بطريق لا يؤدي إلى انكشاف العورة، أو كانت المعرفة ضمن فحوصات أو أمور علاجية أخرى تحتاج إليها المرأة لحملها، أو كان التداوي لمرض يتوقف على معرفة نوع الجنين فلا بأس حينئذ بمعرفة نوع الجنين ( مرکز الفتاوي الرقم : 13236 )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً