د موبايل په ميموري کې د قرآنکريم تر څنګ د فلمونو او سندرو ساتل

 د ان لین اسلامی لارښود محترموخدمت کونکواولیدونکوشاګردانوته خپل سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم
ډیرخوشحاله یم چی زه هم ددی سایت دلیدونکو اوشاګردانو له جملی څخه یوتن یم ډیرڅه می ذده کړی دی ددی سایت څخه الله (ج) ددی سایت پرمخ مړونکوته جنتونه ورپه نصیب کړی .
زه یوپوښتنه لرم :- محترم استاد زیاتره خلک په خپلو موبایلونوکی د قرانکریم سورتونه د مختلیفوقاری صاحبا نوپه اوا زونوسره ساتلی وی اودهغه ترڅنګ یی په همدغه موبایل کی خراب عکسونه اوخراب فیلمونه اوسندری ساتلی وی ددی په اړه که راته مکمل او واضیح معلومات راکړی چی دقرانکریم ترڅنګ نورخراب شیان ساتل په خپل موبایل کی څه ګناه لری اوعلما څه نظریات ددی په اړه لری ؟
الله دوکړی چی زماپوښتنه په ځای وی او ددی په اړه راته مکمل معلومات راکړی
عبدالطیف ظفر    د ان لین اسلامی لارښود  زده کونکی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سندرو او موسيقۍ اوريدل د مسلمان د پاره جايز نه دي هغه که د مبايل څخه وي يا کومې بلې وسيلې .

وضع نغمات الهاتف الجوال على الأصوات الموسيقية منكر ومحرم ؛ لأن النبي صلى الله عليه وسلم قد نصّ على تحريم المعازف حيث قال : ” ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحِرَ والحرير والخمر والمعازف .. ” الحديث ، رواه البخاري

په تليفون کې د نغمو ، ساز او سندرو ايښودل حرام دي ، ځکه موسيقي د رسول الله صلی الله عليه وسلم  په نص سره حرامه ده .

چې فرمايي : ليكونن من أمتي أقوام يستحلون الحِرَ والحرير والخمر والمعازف .. نور تفصيل دلته وګورئ . https://dawat610.com/archives/2980

او په موبايل کې چې قرآنکريم ځای پر ځای شوی وي هغه د مصحف حکم نه لري ، د هغه لمس جايز دي او د هغه سره بيت الخلاء ته تګ هم جايز دی او د هغه سره د نور شيان ځايول اصلاً باک نه لري مګر هغه چې اصلاً يې ساتل حرام وي په خپل ذات کې به حرام وي .

هذه الجوالات التي وضع فيها القرآن كتابة أو تسجيلا ، لا تأخذ حكم المصحف ، فيجوز لمسها من غير طهارة ، ويجوز دخول الخلاء بها ، وذلك لأن كتابة القرآن في الجوال ليس ككتابته في المصاحف ، فهي ذبذبات تعرض ثم تزول وليسات حروفا ثابتة ، والجوال مشتمل على القرآن وغيره (الاسلام سوال جواب ) .

او که څوک د قرآنکريم احترام کول غواړي ، نو د هغه احترام په هغه باندې عمل کول دی ، او دا د قرآن او سنتو حکم دی چې بې حيا فلمونه ، موسيقي ساز او سرود مه اروئ ، نو مسلمان ته جايزه نه ده چې د خپل موبايل څخه شيطاني ورکشاپ جوړ کړي هغه دا چې په هغه کې غلط فلمونه ، موسيقي او سندرې ځای کړي .

په دې باره کې د نورو ټولو وسيلو څخه موبايل خطرناکه وسيله ده ، ځکه چې موبايل هر وخت له سړي سره وي نو که يو ځل په موسيقي او فلمونو سړی عادت شي ، ټول ذکر ، فکر او مشغلتيا به يې هم دا وي .

نن ډير ځوانان ليدل کيږي چې پر لاره روان وي د الله تعالی د ذکر پر ځای د موبايل له ليارې موسيقي اروي .

ای مسلمانانو ! آيا دنيا ته ددې د پاره را غلي ياست چې خپل شمېرلی وخت په همداسې علطو لهو لعبو تير کړئ .

بلکي په دنيا کې اوسيدل شمېرلې لحظې دي او د هرې لحظې د ښو او بدو حساب دی .

و الله سبحانه تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 47 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً