اسلام علیکم
زما پوستنه داده چه که یو سری خپله سحه طلاقه کری نو بیا کولی شی چه د میرمنی د خور سره واده وکری او کنه؟ هیله ده چه مفصل حوب راکری .
مننه – ميرويس – کابل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ښځې د وفات يا د طلاق د عدت نه وروسته د هغې د خور سره نکاح کول جايز دي ، مګر که ښځه د رجعي طلاق يا د بائن او طلاقه ثلاثه د عدت په حال کې وي نو د هغې له خور سره نکاح کول جايز نه دي ځکه په اسلامي شريعت کې په يو نکاح کې د دوو خوندو جمع کول حرام دي .

قوله تعالی : وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ (النسآء ۲۳ )

ژباړه : او په عين وخت کې د دوو خوندو (نکاح کول هم حرام دي )

مګر کله چې لومړې خور وفاته شي يا طلاقه شي او د طلاق عدت ختم شي نه وروسته د هغې د بلې خور سره نکاح کول جايز دي .

وقال الكاساني في بدائع الصنائع: وكما لا يجوز للرجل أن يتزوج امرأة في نكاح أختها لا يجوز له أن يتزوجها في عدة أختها. انتهى.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email