د الله تعالی د ويرې د ژړا فضائل

الحمد لله ، والصلاة والسلام على رسول الله – صلى الله عليه وسلم – وبعد

ژړا څو قسمه ده يزيد بن ميسرة رحمه الله وايي : ژړا له اوو شيانو وي : له خوشحالی ، له غم ، له ريا او ځان ښودنې ، له درد ، له شکر او د الله تعالی له وېرې .

ابن قيم رحمه الله ژړا په لسو قسمونو ويشي چې هغه دا دي : د وېرې او خوف ژړا ، د رحمت او مهربانۍ ژړا ، د محبت او شوق ژړا ، د خوشحالۍ او سرور ژړا ، درد او الم ژړا ، د غم او فراق ژړا ، د ضعف او نا هېلۍ ژړا ، نمايشي ژړا ، او هغه ژړا چې د ژړا کولو د پاره اجره کيږي او د الله تعالی د ويرې ژړا ، چې د الله تعالی څخه د وېرېدونکی او لړزيدونکی زړه ترجماني کوي ( زاد المعاد ۱/۱۸۴ ) .

د الله تعالی د ويرې د ژړا فضائل :

قال تعالى : { وَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَسَاءَلُونَ . قَالُوا إِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِي أَهْلِنَا مُشْفِقِينَ . فَمَنَّ اللَّهُ عَلَيْنَا وَوَقَانَا عَذَابَ السَّمُومِ . إِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلُ نَدْعُوهُ إِنَّهُ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِيمُ } [ الطور / 25 – 28 ]

ژباړه : او ( په دغه وخت کې کله چې په جنتونو کې استوګن شي ) د دوی ځنې به ځنې نورو ته مخ اړوي او پوښتنې به سره کوي . وايي به : پخوا له دې نه به مونږ د خپل اهل ( بيت ) په مينځ کې د ( عذاب څخه د ) وېرې په حالت کې اوسيدلو .


وقال النبي صلى الله عليه وسلم : ” لا يلج النار رجل بكى من خشية الله حتى يعود اللبن في الضرع ” . ‌ رواه الترمذي ( 1633) .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د هغه کس دوزخ ته تلل يا په اور باندې سېزل چې د الله له وېرې ژاړي داسې نا ممکن دي لکه د شيدې ننوتل په تيو کې .

وقالَ رسُولُ اللَّه صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم : ” سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ في ظِلِّهِ يَوْمَ لا ظِلَّ إلا ظلُّهُ : إِمامٌ عادِلٌ ، وشابٌّ نَشَأَ في عِبَادَةِ اللَّه تَعالى ، وَرَجُلٌ قَلْبُهُ مُعَلَّق بالمَسَاجِدِ ، وَرَجُلانِ تَحَابَّا في اللَّه ، اجتَمَعا عَلَيهِ وتَفَرَّقَا عَلَيهِ ، وَرَجَلٌ دَعَتْهُ امْرَأَةٌ ذَاتُ مَنْصِبٍ وَجَمالٍ ، فَقَالَ : إِنّي أَخافُ اللَّه ، ورَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةَ فأَخْفاها حتَّى لاَ تَعْلَمَ شِمالهُ ما تُنْفِقُ يَمِينهُ ، ورَجُلٌ ذَكَرَ اللَّه خالِياً فَفَاضَتْ عَيْنَاهُ ” . رواه البخاري ( 629 ) ومسلم ( 1031 ) .

ژباړه : اووه کسان دی چه هغوی ته به الله تعالی دخپل (رحمت) سیوری کی په داسی ورځ ځای ورکړی په کومه ورځ چه به دهغه سیوری نه غیر بل هیڅ سیوری نه وی ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چه په ځوانی کی دالله تعالی عبادت کوی ۳- هغه څوک چه دهغه زړه جوماتو سره تړلی وی (پنځه وخته لمونځ په جمع کوی کله چه یو لمونځ آدا کړی دبل په فکر کی وی) ۴- هغه دوه کسان چه دالله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وی ،هم په دغی دهغوی يوځای کیدل وی او هم په دغی د دوی جدایی وی ۵- هغه کس چه يوه ښايسه شريفه ښځه یی خپل طرف ته متوجه کړی او هغه ورته ووایی چه زه دالله تعالی نه ویریږم ۶- هغه سړی چه پداسی پټه طريقه صدقه ورکړی چه بل لاس تری هم خبر نشی ۷- هغه کس چه دالله تعالی ذکر په تنهایی کی وکړی او اوښکی یی وبهيږی (یا په پټه کی د خپلو ګناوو په یادولو دالله تعالی له ويری وژاړې ) .


وقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” عينان لا تمسهما النار ، عين بكت من خشية الله ، وعين باتت تحرس في سبيل الله ” . رواه الترمذي ( 1639 ) ، وصححه الشيخ الألباني في ” صحيح الترمذي ” ( 1338 ) .
همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : دوې سترګې به اور مسحه نه کړي ، يو هغه سترګه چې د الله د وېرې ژاړي ، بله هغه سترګه چې د الله په لار کې ويښه پاتې شوې وي .


وقال النبي صلى الله عليه وسلم : ” ليس شيء أحب إلى الله من قطرتين وأثرين : قطرة من دموع خشية الله ، وقطرة دم تهراق في سبيل الله … ” رواه الترمذي ( 1669 ) ، وصححه الشيخ الألباني في ” صحيح الترمذي ” ( 1363 ) .

او همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله ته هيڅ شی دومره خوښ نه دي لکه دوه څاڅکې : يو هغه څاڅکې د اوښکو چې د الله له ويرې تويېږي او بل هغه څاڅکې د وينو چې د الله په لار کې تويېږي .


وقال عبد الله بن عمر رضي الله عنهما : ” لأن أدمع من خشية الله أحب إلي من أن أتصدق بألف دينار ! ” .

عبدالله ابن عمر رضی الله عنه به ويل : ما ته د الله د وېرې يو اوښکه تويول له زرو دينارو صدقه کولو غوره دي .

کعب الأحبار به ويل : ما ته هغه ژړا چې اوښکې پر ګريوان تويې شي غوره دي له هغه نه که چيرې د هغه برابر سره زر صدقه شي .

و من الله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً