السلام علیکم و رحمت الله و برکاته:د دعوت انلاین محترمو چلوونکو الله تعالی د دی غوره عمل نیکه بدله په دنیا او آخرت کی درکړی. زه یو دوه پوښتنی لرم هیله ده چه په دلایلو سره یی ځواب راکړۍ.  ۱: ایا له ښمینی ( د ښځی خور)سره خلوت او یا مسافرت جایز دی او که نه ؟ که جایز نه وی نو دلیل یی څه دی په داسی حال کی چه له نورو محرماتو سره سفر کول جایز دی او ښمینه هم د محارمو له جملی نه ده نو ولی له هغی سره نه دی جایز؟

عبدالرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

خينه به د خپل اوښي (د خور خاوند ) سره په عزت عفت ، وقار او اسلامې حجاب سره وړاندې والي کوي د هغه سره به خلوت ، سفر وغيره نه کوي ځکه چې اوښی نامحرم دی ، لقوله سبحانه وتعالی :

قوله تعالی : وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ ( النور۳۱ )

هغوی دې خپل سينګار او ځان جوړونه نه ښکاره کوي مګر ميړونو يا پلرونو يا د ميړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د ميړونو زامنو يا وروڼو يا ورېرونو يا خوريانو يا سيالو ښځو ته .

يعنې د ښځې د پاره خپل ميړه ، پلار ، خسر ، زوی ، بنزوی يا د خاوند زوی ، د ورور زوی او د خوی زوی محرم دي بغير ددې نور خپلوان غير محرم دي .

نو واضح شوه چې اوښی نا محرم دی او چې د نکاح د حرمت مسئله دی ،په دې مسئله کې ډير خلک تيروتي دي دوی فکر کوي چې د ښځې په موجوديت کې د هغه خور محرمه ده بلکي ، د پردې او حجاب حکم پر ځای دی ، مګر دا ځلا مسئله ده چې په اسلامي شريعت کې په نکاح کې د دوو خوندو جمع کول حرام دي .

قوله تعالی : وَأَن تَجْمَعُواْ بَيْنَ الأُخْتَيْنِ (النسآء ۲۳ )

ژباړه : او په عين وخت کې د دوو خوندو (نکاح کول هم حرام دي )

 همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : «إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ». فَقَالَ رَجُلٌ مِنَ الأَنْصَارِ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَفَرَأَيْتَ الْحَمْوَ؟ قَالَ: «الْحَمْوُ الْمَوْتُ». (بخارى:5232)

د بيگانو ښځو د خلوت (له هغه سره يوازې کښيناستل . سفر کول او نور ) څخه ځان وساتئ ، د انصارو څخه يوه کس پوښتنه وکړه : يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د خاوند د خپلوانو ( د خاوند ورور لېور ، د کاکا زوی ، د عمه زوی ) په اړه ستاسې نظر څه دی ؟ ويې فرمايل «هلاکت په همدې کې دی ».

امام نوي رحمه الله د مسلم شريف په شرح کې ليکي :

المراد بالحمو هنا أقارب الزوج غير آبائه وأبنائه،. فأما الآباء والأبناء فمحارم لزوجته تجوز لهم الخلوة بها ولا يوصفون بالموت،.

يعنې د الحمو څخه د خاوند خپلوان غير له پلرونو او اولادونو مراد دي او هر چې د خاوند پلار ، نيکه او زامن دي د ښځي د پاره محرم دي چې هغه د الحمو په جمله کې نه راځي پاتي نور د خاوند اقارب غير محرم او د الحمو په جمله کې شامل دي .

او په همدې شان  د خاوند د پاره بغير له خواښې د ښځې خپلوان غير محرم دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email