Salamoona aw neeki heeli.zma dre 3 poshtani di awala, 1, poshtana da da chi da dwolasami ya da Hazrat Muhammad da Melad da wrazi lmanzal pa dagha wraz khairat kawal aw khoshali kawal sa hukam lari? dwahama ,2, poshtana dada chi Hazrat Muhammad noor aw ka bashar di? dreyama

  Muhammad Hassan Sadiq – Kandahar Afghanistan

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم  

دا خبرې چې د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم ذات او خلقت مبارک له نور څخه وو ، هيڅ اصل نه لري ، رسول الله صلی الله عليه وسلم د نورو انسانانو په شان بشر وو له بی بی آمنې او عبدالله څخه پيداشوی دی ، الله تعالی خپل نبی ته وايي چې دوی ته ووايه چې : قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ (الکهف ۱۱۰ ) : (زه ستاسې په شان بشر يم ما ته د الله د جانبه وحی کيږي )

 (کفايت المفتي ج ۱ ص ۸۹ ) .

د عربستان د علمي څيړنې او افتاء دايمي ټولنې څخه هم په دې اړه پوښتنه شوې چې په ځواب داسې ليکي :

د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا صفت چې هغه د الله د نور نه پيدا شوي او بيا ټول انبياء د ده له نور څخه پيدا شوې دي هيڅ اصل نه لري د قرآن او سنتو مخالفت دی .

مګر که ددې نور څخه مطلب وحی او رسالت وي نو دا صحيح ده ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د هدايت هغه نور وو چې د بشريت د هدايت سبب شو ، او بې شکه چې دا نور د هدايت د الله تعالی له جانبه دی ، لقوله سبحانه وتعالی :

وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِّنْ أَمْرِنَا مَا كُنتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلاَ الإِيمَانُ وَلَكِن جَعَلْنَاهُ نُورًا نَّهْدِي بِهِ مَنْ نَّشَاء مِنْ عِبَادِنَا وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ (الشوری ۵۲ ) .

ژباړه : (او په دې توګه مو روح (قرآن ) له خپل امر څخه تا ته وحی کړ (په هغه وخت کې ) چې ته نه پوهېدې چې کتاب څه شی دی او ايمان څه شی دی ؟ خو قرآن مو لکه يو نور وګرځاوه چې هر څوک له خپلو بندګانو څخه چې و غواړو د هغه په وسيله ورته سمه لار ښيو او بې شکه همدا ته خلکو ته د سمې لارې ښوونه کوې) .

همدانګه دا خبرې او اقوال چې ځمکې او آسمانونه او ټول مخلوقات د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم په روی پيدا شوي دي هيڅ اصل نه لري تفصيل دلته وګورئ ، http://www.dawat610.com/archives/1653

دوهم : د ميلاد شريف لمانځلو حکم دلته وګورئ   http://www.dawat610.com/archives/3640

وصف الرسول صلى الله عليه وسلم بأنه نور من نور الله إن أريد به أنه نور ذاتي من نور الله فهو مخالف للقرآن الدال على بشريته ، وإن أريد بأنه نور باعتبار ما جاء به من الوحي الذي صار سببا لهداية من شاء من الخلق فهذا صحيح ، وقد صدر من اللجنة فتوى في ذلك هذا نصها : للنبي صلى الله عليه وسلم نور هو نور الرسالة والهداية التي هدى الله بها بصائر من شاء من عباده ، ولا شك أن نور الرسالة والهداية من الله . قال تعالى : ” وما كان لبشر أن يكلمه الله إلا وحيا أو من وراء حجاب أو يرسل رسولا فيوحي بإذنه ما يشاء إنه عليم حكيم وكذلك أوحينا إليك روحا من أمرنا ما كنت تدري ما الكتاب ولا الإيمان ولكن جعلناه نورا نهدي به من نشاء من عبادنا وإنك لتهدي إلى صراط مستقيم صراط الله الذي له ما في السماوات وما في الأرض ألا إلى الله تصير الأمور ”    سورة الشورى الآية 73 , وليس هذا النور مكتسبا من خاتم الأولياء كما يزعم بعض الملاحدة ، أما جسمه صلى الله عليه وسلم فهو دم ولحم وعظم .. إلخ ، خلق من أب وأم ولم يسبق له خلق قبل ولادته وما يروى أن أول ما خلق الله نور النبي صلى الله عليه وسلم أو أن الله قبض قبضة من نور وجهه وأن هذه القبضة هي محمد صلى الله عليه وسلم فنظر إليها فتقاطرت فيها قطرات فخلق من كل قطرة نبيا أو خلق الخلق كلهم من نوره صلى الله عليه وسلم فهذا وأمثاله لم يصح منه شئ عن النبي صلى الله عليه وسلم ، ومن خلال الفتوى السابقة يظهر أنه اعتقاد باطل . وأما ما يروى :
أنا عرب بلا عين فلا أساس له من الصحة وهكذا أنا أحمد بلا ميم . وصفة الربوبية والانفراد من الصفات المختصة بالله سبحانه وتعالى فلا يجوز أن يوصف أحد من الخلق بأنه الرب ولا أنه أحد على الإطلاق ، فهذه الصفات من اختصاص الله سبحانه ولا يوصف بها الرسل ولا غيرهم من البشر . وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم . اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء . فتاوى اللجنة الدائمة 1/310

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email