د دعوت محترمو کارکونکو اسلام علیکم ! الله مو دواړه جهانه ښایسته کړه چې د دعوت دومره عظیم کار ته مو اوږه ورکړې.
ايا د ښځو لپاره د مخ پټول په حجاب او پرده کي راځي اوکه نه ؟ او دا خبره څنګه ده چی د ښځو له مخ او سترګو فتنه  پیدا کیږي ؟
ځینی مسلمانی خویندې په حجاب کې د مخ پټول نه مني او دوې دا ایت دليل راوړي : ياأَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ (الاحزاب ۵۹ ).
ای نبي ووايه ښځو ته دي اولوڼو ته دي او ښځو د مؤمنانو ته چه خواره دي کاندې په ټولو ځايونو خپلو له ټکريو خپلو .
د دوې په وینا چی په دې ایت کې د مخ د پټولو نه دي ویل شوي. د دوې په وینا د زنانه وو له مخ څخه د فتنی خپریدل په پاکستان او افغانستان کې ډیر مطرح وي ځکه هلته ځینې بې لارې سړي پردېو ښځو ته ډېر په زير زير ګوري مګر په خارجي کفري هیوادونو کی وایي بيا که مخ په حجاب کې پټ هم  نه وي نو  باک نلري ځکه دوې په وېنا دلته  په خارجي کفري هیوادونو کی سړي پردېو ښځو ته نه ګوري او په خپله مخه ځي. په قران کريم کی دا اېت هم شته چی پکې مسلمانو ښځو د سترګو د پټولو ویل شوي
: وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ (النور ۳۱ ) .
يعنې : او ووايه (ای محمده ) ايماندارو ښځو ته چه پټې کړئ (له نامحرموڅخه ) سترګی خپلی .

هيله ده چی لږ واضح جواب راکړۍ

ابو انس ملګزی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مخ پټول په حجاب کې شامل دي ځکه همدا آيت کريمه چې تاسې اشاره ورته کړي ، قوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (59) احراب .

ای نبي ! خپلو ميرمنو ،لونو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پر خپل ځان جلابیب (لوی چادر) خواره کړﺉ دا ډيره مناسبه کړنلاره ده تر څو دوی وپيږندل شي او و نه ځورول شي الله بخښونکې او مهربان دی .

په تفسير د دغه آیت کې ريس المفسرين ابن عباس رضی الله عنه وايي : أمر الله نساء المؤمنين إذا خرجن من بيوتهن في حاجة أن يغطين وجوههن من فوق رؤوسهن بالجلابيب ويبدين عينا واحدة.

يعنې : الله تعالی مؤمنو ښځو ته دا فرمان وکړ چې : کله د ضرورت په وخت کې د کور څخه د باندې وځی نو خپل مخ د پاسه د سر په ټکري پټ کړﺉ او فقط يو سترګه ښکاره کړی . (تفسير انوار القرآن او مجموعه فی رسائل الحجاب والسفور ) .

 يعنې جلابين يو لوی چادر او پرده وه چې د هغه په وسيله به صحابه ميرمنو خپل ټول بدن پټولو او څه حصه به يې پر مخ اچوله .

او لکه څنګه چې په پوښتنه کې دې ته اشاره شوې ده چې ځنې خلک بيګانه ښځو ته په ډير زير زير سره ګورئ ، دې مطلب ته قرآنکريم اشاره کړي او همدا يې د حجاب حکمت او اصلي هدف بللی دی چې مؤمنانې ښځې دې حجاب وکړي تر څو د لنډغرو او فاسقو خلکو د آزار او اذيت څخه په امن شي ، لقوله تعالی : ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ (دا ډيره مناسبه کړنلاره ده تر څو دوی وپيږندل شي او و نه ځورول شي) .

يعنې : حجاب د مسلمانې بی بی د پاکدامنۍ بېرغ دی ، د حيا عفت او عزت کلک سکندري ديوال دي .

د مخ پټولو په باره کې په سنتو کې ډير نصوص موجود دي چې ځنې دلته ذکر کوو :

1- يرحم الله نساء المهاجرات الاول انزل الله (وليضربن يخمرهن علی جيوبهن ) اشققن اکنف مروطهن (نوع من الثياب ) فاختمرن بها ای غطين(او ابوداو 4102 ) .

عايشه رضی الله عنها وايي : په اولو مهاجرينو ښځو دې د الله رحمت وي کله چې دغه ايت نازل شو (وليضربن يخمرهن علی جيوبهن ) نو دوی چې کوم د حجاب جامه لرله هغه یې ټوټې کړه او له هغه څخه خمار جوړ کړ (یوه جلا ټوټه وه چې په هغه يې خپل سر او مخ پټولو ) .

2- له ام سلمه رضی الله عنها نه روايت دی چې زه او ميمونه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو ، چې په دې حال کې ابن ام مکتوم رضی الله عنه راغی دغه وخت د حجاب حکم نازل شوی وو . رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : « احْتَجِبَا مِنْهُ » «له هغه څخه ستر وکړﺉ »، ومو ويل: ای رسول الله :آيا هغه ړوند سړی نه دی چې مونږ نه ويڼی او نه مو هم پيږني ؟ پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل:« أفَعَمْيَاوَانِ أنتُما؟ أَلَسْتُمَا تُبْصِرَانِهِ ؟ » آیا تاسې دواړه هم ړندې ياست؟آيا تاسې هغه نه وينئ ؟ (أحمد (6/296)، او أبو داود (4112)، او الترمذي (2778)، او النسائی فی «الکبری»(9241)، او ابن حبان في «صحیحه»(5575).

3- وعن عايشة رضی الله عنها قالت : کان الرکبان يمرون بنا ونحن مع رسول الله صلی الله عليه وسلم محرمات ،فاذا حاذوا بنا أسدلت احدانا جلبابها من رآسها علی وجهها ، فاذا جاوزونا کشفناه . رواه ابوداود ۱۸۳۳ او ابن ماجه ۲۹۳۵ او صحيحه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او صحيح الباني .

عايشه رضی الله عنها وايي : مونږ په سورليو د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د حج د سفر لپاره روان وو کله به چې سړي زمونږ له خوا څخه تيريدل مونږ به مخ پټولو او کله به چې هغوی له مونږ څخه لرې شول نو مونږ به  مخ لوڅولو .

4- وعن اسماء بنت ابی بکر رضی الله عنهما قالت : کنا نغطي وجوههنا من الرجال …….  رواه ابن خزيمة ۲۰۳/۴ او حاکم ۶۲۴/۱ او صحيحه ووافقه الذهبي .

د ابی بکر صديق رضی الله عنه لور اسماء رضی الله عنها وايي : مونږ به له (بيګانه ) خلکو څخه مخ پټولو

5- رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ښځو ته حکم کوي چه په طواف کې مخ مه پټوي حديث شريف (ينهی النساء فی احرامهن عن القفازين والنقاب )

ژباړه : هغوی صلی الله عليه وسلمښځو ته داحرام په حالت کې د دستانواچولو اوپه مخ باندې دنقاب اچولو يا مخ پټولومنع کوله . ( رواه ابوداؤد ) نوکه دمخ پټول نه وای ددي حکم واضحت ته څه ضرورت ؤ ؟

نو ثابته شوه چې د مخ پټول په حجاب کې شامل دي ځکه چې د مخ لوڅول د بيګانه خلکو په مخ کې د فتنې سبب جوړيږي د ويښانو په لوڅولو کې دومره فتنه نشته لکه د مخ په لوڅولو کې .

و الله سبحانه تعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email