د منافق علامې

اول : په ما انزل الله کې شک کول او ظاهراً ځان مسلمان ګڼل : قال الله عزَّ وجلَّ:{ إِنَّمَا يَسْتَأْذِنُكَ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ[45]}[سورة التوبة] .

ژباړه : يوازې هغه کسان له تا څخه اجازه غواړي چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان نه لري د دوی زړونه شکمن دي نو دوی پخپل شک کې سرګردان دي .

دوهم : د الله او د رسول الله د حکم بد ګڼل او د هغه مخالفت کول : قال تعالى: {أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَنْ يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَنْ يَكْفُرُوا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُضِلَّهُمْ ضَلَالًا بَعِيدًا[60]وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا إِلَى مَا أَنْزَلَ اللَّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ رَأَيْتَ الْمُنَافِقِينَ يَصُدُّونَ عَنْكَ صُدُودًا[61]}[سورة النساء].
ژباړه : آيا هغو کسانو ته دې نه کتلي چې ګمان کوي چې دوی پر هغه څه چې پر تا او تر تا پخوا کسانو باندې نازل شوي دي ايمان لري ؟ حال چې غواړي (خپلې پرېکړو او فيصلو ) واک شيطان ته وسپاري په داسې حال کې چې حکم ور ته شوی دی چې د شيطان له پيروۍ څخه ډډه وکړئ شيطان غواړي چې ډير زيات يي بې لارې کړي .او کله چې دوی وويل شي د هغه (کتاب ) د حکم لور ته چې الله نازل کړی دی او د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د حکم لور ته و درومئ منافقان به ووينئ چې خپل مخونه درنه واړوي .

دريم : د اسلام او مسلمانانو په ظهور او کاميابۍ خفه کيدل او مسلمانانو ته د مصبت په رسيدلو خوشحاله کيدل : قال تعالى: {إِنْ تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ وَإِنْ تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُوا قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِنْ قَبْلُ وَيَتَوَلَّوْا وَهُمْ فَرِحُونَ[50]}[سورة التوبة].
ژباړه : که تا ته کومه ښيګنه ورسيږي ، نو دوی ځوريږي او که تا ته کوم مصيبت ورسيږي وايي ، مونږ خپل مصلحت لا له پخوا په پام کې نيولی وو او په خوښۍ سره بيرته ستنيږي .

څلورم : د مسلمانانو په منځ کې فتنه او تفرقې جوړول او د مسلمانانو په نفاق او تفرقو خوشحاله کيدل ، قال تعالى:{ لَوْ خَرَجُوا فِيكُمْ مَا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا خِلَالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ[47]}[سورة التوبة] .
ژباړه : که دوی ستاسې په منځ کې وتلي وای ، تاسې ته به يې پرته له خرابۍ څخه (بل شی ) نه وای زيات کړي او ستاسې په منځ کې به يې کډوډې اچوله د دې لپاره چې ستاسې په منځ فتنه واچوي ، او ستاسې په منځ کې داسې کسان (هم) شته چې دوی ته غوږ کښېږدي او الله د ظالمان (په حال ) پوهيدونکی وو .

پنځم : د اسلام د دوښمنانو سره محبت کول د هغوی د نظرياتو او قوانينو ستايل او نشرول او د اسلام مخالفت : قال تعالى: {أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ تَوَلَّوْا قَوْمًا غَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ مَا هُمْ مِنْكُمْ وَلَا مِنْهُمْ وَيَحْلِفُونَ عَلَى الْكَذِبِ وَهُمْ يَعْلَمُونَ[14]}[سورة المجادلـة] .
ژباړه : آيا ته هغو خلکو ته نه ګورې چې له هغه قوم سره دوستي کوي چې د غضب پرې شوی دی ؟ هغوی نه ستاسې دي او نه (هم) د يهودو ، په درواغو سوګندونه خوري او هغوی پوهيږي .

شپږم : د مسلمانانو په عبادت او قربانيو ملنډې وهل او د هغوی عيب بيانول : قال تعالى: {الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ[79]}[سورة التوبة].
ژباړه : هغه کسان چې د مؤمنانو د (ډيرو) خيرات کوونکو په هکله عيب وايي او پر هغو کسانو چې پرته د خپلو کارونو (له ګټې ) څخه بل شی نه مومي (خيرات يې کړي ) ملنډې وهي ، الله به (په خپله ) دوی ته د ملنډو سزا ورکړي او د دوی لپاره دردناکه سزا ده .

اوم : د مؤمنانو د دعا څخه مخ اړول له جهته د کبر او شک کولو : قال تعالى:{وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا يَسْتَغْفِرْ لَكُمْ رَسُولُ اللَّهِ لَوَّوْا رُءُوسَهُمْ وَرَأَيْتَهُمْ يَصُدُّونَ وَهُمْ مُسْتَكْبِرُونَ[5]}[سورة المنافقون] .
ژباړه : او کله چې دوی ته وويل شي : راشئ چې د الله رسول تاسې ته بخښنه وغواړي ، خپل سرونه ښوروي او دوی به وويني چې په تکبر سره ( له دغې بلنې نه ) مخ اړوي .

آتم : په لمانځه کې سستي کول : قال تعالى: إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا[142]}[سورة النساء] .
ژباړه : بې شکه منافقان (فکر کوي چې دوی ) الله تيرباسي ، حال دا چې الله دوی ته د دوی د تېر ايستلو (سزا) ورکوي . او کله چې دوی لمانځه ته پاڅيږي بې له رغبته پاڅيږي دوی د خلکو په وړاندې ځان ښودنه کوي او الله نه يادوي خو لږ .

نهم : د الله رسول او مؤمنانو ته آزار رسول : قال تعالى:{ وَمِنْهُمُ الَّذِينَ يُؤْذُونَ النَّبِيَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ[61]}[سورة التوبة]. وقال تعالى : وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُبِينًا[58]}[سورة الأحزاب].

ژباړه : او له دوی (منافقانو ) څخه داسې کسان دي چې نبي ته ازار رسوي او وايي ، هغه ټول غوږ غوږ دي ( د هر چا خبره اوري ) ووايه : هغه ستاسې د خير د خبرو اوريدونکی دی ، هغه پر الله ايمان او پر مؤمنانو باور لري او ستاسې د هغو کسانو لپاره چې ايمان لري رحمت دی . او هغه کسان چې د الله رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته آزار رسوي ، دوی لره دردناک عذاب دی .

او فرمايي : او هغه کسان چې مؤمنانو او مؤمنو ښځو ته بې له څه آزار رسوي ( او هغوی ته ستونزې جوړوي ) ، بې شکه چې دوی غټ تور او ښکاره ګناه پر غاړه اخلي .

نفاق په دوه قسمه دي :

اول قسم : اعتقادي نفاق ، او دا نفاق اکبر نفاق بلل کيږي چې په زړه کې کافر او ظاهراً ځان مسلمان بولي ، ددې خاوند به په درک الاسفل من النار کې وي ، الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ إِنَّ (النسآء ۱۴۵ ) .
دوهم قسم عملي نفاق : هغه نفاق دی چې د منافقينو له اعمالو څخه کوم عمل په چا کې موجود وي ( په دې سره له اسلامه نه وځې مګر دا يو وسليه ده د هغه طرف ته ) .
د منافقينو علائم :

اول : درواغ ويل ، دوهم : د وعدې مخالفت کول ، دريم : د امانت خيانت کول .

الدليل قوله صلى الله عليه وسلم: (آية المنافق ثلاث: إذا حدث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا اؤتمن خان) البخاري ومسلم.

څلورم : خيانت او غدر کول ، پنځم : په جنګ او خصومت کې ښګنځلې او فحش ويل .

قال عليه الصلاة والسلام “اربع من كن فيه كان منافقا خالصا ومن كانت فيه خصلة منهن كان فيه خصلة من النفاق حتى يدعها: إذا اؤتمن خان وإذا حدَّث كذب وإذا عاهد غدر وإذا خاصم فجر” متفق عليه

شپږم : په عبادت کې سستي کول :

قَامُواْ إِلَى الصَّلاَةِ قَامُواْ كُسَالَى وَإِذَا (النساء 142)

اوم : د خلکو په مخ کې عبادت کول ، په عبادت کې ريا کول :

لقوله تعالی: ُآؤُونَ النَّاسَ وَلاَ يَذْكُرُونَ اللّهَ إِلاَّ قَلِيلاً 

آتم : د الله تعالی ډير لږ ذکر او ياد :

نهم : د لمانځه له خپل وخت څخه تأخير او ځنډول :

قال صلى الله عليه وسلم: “تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، تلك صلاة المنافق، يرقب الشمس حتى إذا كانت بين قرني شيطان قام فنقر أربعاً لايذكر فيها إلا قليلا” رواه مسلم.

يعنې : دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی ، دا د منافق لمونځ دی چه سړی ناست وي د لمر انتظار کوي تر څو ښه زيړ شي او د شيطان د دوه ښکرو په منځ کې راشي – نو پاڅي څلور تونګې ووهي او په دې کې الله ډير کم ياد کړي .

اللَّهُمَّ أعذْنَا من النفاق وارزقنا تحقيقَ الإِيمَان على الوجهِ الَّذِي يرضيكَ عنَا واغَفر لنا ولوالِدِينا ولجميع المسلمينَ يا ربَّ العالمين وصلَّى الله وسلَّم على نبينا محمدٍ وآلِهِ وصحبِه أجمعين.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً