الله تعالی ځمکه او په هغه کې ټول موجودات د انسان د فائدې د پاره مسخر کړی دي ،او دغه د سترو انعاماتو ډک نظام او هستي يې ټول د هغه په خدمت کې ګرځولي دي ،نتجه دا چې دا لويه هستي او انعامات د انسان د خدمت د پاره او انسان خپله د يوه لوي هدف د پاره چې د الله تعالی عبادت او فرمانبرداري ده پيدا شوی دی ، انسان دې موجوده کائناتو ته نظر وکړي ، د هغه په پيدايښ کې دې غور او فکر وکړي او د الله تعالی په نعمتونو دې اعتراف وکړي .

قوله سبحانه وتعالی : فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ 68 فَبِأَيِّ آلاَء رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ  69

ژباړه:په هغه کې هر ډول خوندورې مېوي او کجورې او انار دي ، نو ( ای انسانانو او پیريانو ) د خپل رب کوم ، کوم نعمت درواغ ګڼئ .

قوله سبحانه وتعالی : وَالأَرْضَ وَضَعَهَا لِلأَنَامِ 10 فِيهَا فَاكِهَةٌ وَالنَّخْلُ ذَاتُ الأَكْمَامِ 11 وَالْحَبُّ ذُو الْعَصْفِ وَالرَّيْحَانُ (الرحمن )

ژباړه : او الله ځمکه مخلوق ته و غوړوله ، په هغې کې (بېلابېلې ) مېوې او د کجوري غوټي لرونکي ونې دي ، او زار زار غلی دي چې په هغو کې واښه هم دي او دانې هم دي .

دې ته ورته په قرآنکريم کې بې شماره آيتونو دی چې په هغه کې انسان ته خطاب شوی دی چې ځمکه الله تعالی ستاسو د روزی او معاش ذريعه ګرځولی ده لکه چې فرمايي : هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الأَرْضَ ذَلُولاً فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ (الملک ۱۵ )

ژباړه : (الله) هغه ذات دی چې ځمکه يې تاسې ته (پسته او ) هواره ګرځولې ده نو تاسې يې په اطرافو ګرځئ او د هغه له رزق څخه ( چې پکې ځای پر ځای شوی دی ) وخورئ .

قوله سبحانه و تعالی : أَفَرَأَيْتُم مَّا تَحْرُثُونَ 63 أَأَنتُمْ تَزْرَعُونَهُ أَمْ نَحْنُ الزَّارِعُونَ (الواقعه ۶۴ ) .

 ژباړه : آيا تاسې هغه تخم چې کرئ ليدلی دی ؟ ایا تاسې هغه رزغونه وئ يا مونږ د هغه زرغونوونکي يو .

د زراعت انجنيران او محصلين په دې باندې پوهيږي چې په يوه هکټار ځمکه کې په زرګونو جينجې د بزکر يا دهکان سره د مدد د پاره اخته دي او دغه پټ لشکر (چينجي ) ځمکه نرموي او د ځمکو لاندو طبقو ته نايتروجن ، نور معدني مواد ، هوا او اوبه رسوي.

که دغه پټ لښکر خپل کار پرېږدې نو زمونږ ټوله خارې به عبث وي .

پس ای انسانانو ! ځمکه او دا لويه هستي ستاسې د خدمت لپاره پيدا شوي دي او تاسې د هغه د خدمت لپاره نه يی پيدا شوي بلکي يوازې الله تعالی د بنده ګۍ لپاره پيدا ياست ، پس خپل اصلي هدف مه هيروئ .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email