په کور د کې د کوم حيوان يا مرغه مجسمه څه حکم لري

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة ، زما پوښتنه داده چی په کوم کورکی چی دګچ یاخاورې مجسمه وی  دکوم حیوان یعنی مرغه یا آس اویابل داس شی ددی حکم په اسلام کی ځه کناه لري اوکنه ؟

وسلام

محمد طارق

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ژونديو (انسانانو ، حيواناتو او مرغانو ) تصويرونه او مجسمې حرام دي او په اړه يې سخت وعيدونه راغلي دي هغه که  رسمامي او يا نقاشي وي حرام دي ، پخوا به اکثره تصويرنونه او مجسمې پر ډبرو ، ګچو او نورو نقاشي کيدل .

عبدالله ابن مسعود وايي : له پيغمبر صلی الله عليه وسلم نه مې وارويدل چې فرمايل يې :

إِنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَذَابًا يَوْمَ الْقِيَامَةِ الْمُصَوِّرُونَ (رواه البخاري او مسلم)  (د قيامت په ورځ له خلکو څخه سخترين عذاب د تصوير جوړونکو دی )

ابو هريره رضي الله عنه وايي: له رسول الله  صلی الله عليه وسلم نه مې وارويدل چې ويل يې :

قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ ذَهَبَ يَخْلُقُ كَخَلْقِي فَلْيَخْلُقُوا ذَرَّةً أَوْ لِيَخْلُقُوا حَبَّةً أَوْ شَعِيرَةً ( رواه البخاري او مسلم)

(د الله تعالی ارشاد دی چې د هغه کس نه به بل څوک ظالم وي چې کوښښ کوي تر څو زما د خلقت پشان څه شی جوړ کړي . پس جوړ دې کړي ذره يا جوړه دې کړي يوه دانه (د غنمو يا وربشو له دا نو څخه ) يا يو مږې ) .

په هغه کور کې چې تصويرونه او مجسمې وي هغه کور ته ملائکې نه ننوځي ځکه چې دا عمل د کافر او بت پرست قوم سره تشبه ده :

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم  لا تدخل الملائكة بيتا فيه تصاوير أو تماثيل (مسلم 2112 )  :-

په کوم کور کې چې تصاوير او مجسمې وي هغه کور ته پريښتې نه ننوځي . ځکه دا يو تشبح بلکفار عمل دی .

په هغه اتاق کې چه مخامخ شاته يا چنګ ته تصوير ځوړند وي هلته لمونځ کول مکروه کيږي (د لمانځه ثواب کميږي او داسې کول ګناه ده ) البته که تصوير تر پښو لاندې موقعيت ولري لمونځ نه مکروه کيږي ،يا تصوير دومره کوچنی وي چه که په ځمکه کيښودل شي ولاړ سړی يې ونشي ليدلای يا کامل تصوير نه وي بلکی سر يې پرې شوی وي لمونځ نه مکروه کيږي (زېور جنتي – حکيم امت اشرف علی تهانوي )

ويکره ان يکون فوق رأسه او بين يديه او بحذائه تماثل واختلف فيها اذا کان خلفه والاظهر الکراهة ولو کانت تحت قديمه او في يده او علی خاتمه او کانت صغيرة او مقطوعة الراس اوالوجه او لغير ذی روح لا يکره (شرح التنوير ج ۱ ص ۶۷۸ ) (بهشتی زيور ۱۲۱ ) .

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً