په موبايل کې ساتل شوې قرآنکريم سره تشناب ته تلل

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
قران پاک په موبایل کی یا م پ ۳(mp3)کی درلودل او هغه په جیب کی د ځانه سره تشناب یا بیت الخلا( تواليت)ته وړل؟ که د دی په اړه  معلومات راکړی مهربانی به مو وی.

احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په موبايل يا mp3 کې د قرآنکريم ساتل د مصحف (په قاغذ باندې ليکل شوي قرآن ) حکم نه لري د هغه بې اودسه مسحه کول جايز دي همدارنګه د داسې موبايل سره بيت الخلاء ته تلل جايز دي .

د رياض جيد عالم الشيخ محمد صالح المنجد په دې اړه يوه اږده مقاله ترتيب کړی ده چې په هغې يې د څو معاصرو فقهاؤ قولونه جمع کړی

هذه الجوالات التي وضع فيها القرآن كتابة أو تسجيلا ، لا تأخذ حكم المصحف ، فيجوز لمسها من غير طهارة ، ويجوز دخول الخلاء بها ، وذلك لأن كتابة القرآن في الجوال ليس ككتابته في المصاحف ، فهي ذبذبات تعرض ثم تزول وليسات حروفا ثابتة ، والجوال مشتمل على القرآن وغيره .(رقم الفتاوي 106961 الاسلام سوال جواب  ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً