د اختر په ورځ زيارت ، فاتحه خواني او مېلې کول څه حکم لري ؟

د اختر په ورځ میلې ته تلل او یا غره ته رواه دی او که نه ؟۲ زیارت ته تلل او هلته غوایی پسونه چرکان حلاله ول څه حکم لری؟ د اختر په ورځ ښځه د بیګانه همسایګانو کورته تلای شې اوکه نه؟ تر ټولو ستر ذکر څه شی دی ؟ که جواب راکړی نو با خبره به سم

شراف الدين – فراه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم  

اول : د اختر په ورځ زيارت کول بدعت دی ځکه د زيارت د پاره په اسلامي شريعت کې وخت او ورځ نه ده ټاکل شوي ، دا عمل نه د رسول الله صلی الله عليه وسلم او نه هم د صحابه رضی الله عنهم ثابت شوی دی ، غوره وينا د الله کلام دی او غوره رهنما رسول الله صلی الله عليه وسلم دی .

جاء فی الموسوعة الفقهية :

وتخصيص يوم العيد بزيارة القبور مما لم يرد عن الرسول صلى الله عليه وسلم، فلم يكن من هدي المصطفى صلى الله عليه وسلم ولا صحابته رضي الله عنهم زيارة القبور يوم العيد، وإن خير الكلام كلام الله وخير الهدي هدي رسول الله صلى الله عليه وسلم، وإن الخير كل الخير بالاتباع، والشر كل الشر بالابتداع. موسوعة فتاوي

دوهم : د اختر په ورځ فاتحه خواني بدعت دی ځکه غمرازي په شريعت کې دری ورځې وخت لري ، په دليل د دغه حديث شريف :

لا يحل لامرأة تؤمن بالله واليوم الآخر أن تحد على ميت فوق ثلاث , إلا على زوج : أربعة أشهر وعشرا  (البخاري ۱۲۸۰ ) .

( څوک چې په الله او ورځ د آخرت ايمان لري هغه ته رواه نه چې د دريو ورځو زيات ( د غم د اظهار د پاره جمع شي ) ، مګر د خاوند په مرګ څلور مياشتې او لس ورځې ) .

دريم : د برزګانو يا نورو په نوم او د هغوی په قبرونو باندې ذبح کول شرک دی او ذبحه شوی حيوان مردار دی ځکه دا اهل لغير الله دی ، (ذبح القدوم امير) و نحوه کواحد من العظما (يحرم) لانه اهل به لغير الله ( و لو ذکر اسم الله تعالی ) (درالمختار کتاب الذبائح ج ۶ص ۲۰۹ ) .

څلورم : په اخترونو کې اکثره لوبې لکه د سپيو جنګول ، د هګيو جنګول ، د چرګانو جنګول ، قطعه بازي ، د غوزانو يا چهارمغزو لوبه ټول نا رواه او په دې کې شرط لګول قمار دی .

کل شیء من القمار فهو من الميسر حتی لعب الصبيان بالجو . (ابن کثير ۹۱ ج ۳)

يعنی : هر هغه څيز  چې په قمار کې داخل وي د ميسر په حکم کې داخل دی تر دې چې د ماشومانو په غوزانو يا چهارمغزو وغيره باندی د ګټلو بيللو لوبې کوي هغه هم قمار يا جواری ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د بې هوده لوبو او لهو لعب په باره کې فرمايلي دي چې :

 «‌كل شي‌ء ليس من ذكرالله فهو لغو و سهو الا اربع خصال‌: مشي الرجل بين الغرضين و تأديب فرسه‌، و ملاعبته اهله‌، و تعليم السباحة‌، أخرجه النسائي‌»‌.(الدر المنثور:4/86)

يعنې : ټولې لوبې او بازۍ بې هوده او د الله تعالی له ذکر څخه غافله کوونکي دي بغير له څلورو شيانو :د سړي تګ يا منډه د دوو اهدافو تر مينځ ، د آس تأديب او آمده کول ، د خپل اهل سره ملاعبه او لامبو يا آب بازي .

پنځم : غوره ذکر لا اله الا الله دی ، په دليل د دغه حديث شريف :

أفضل الذكر لا إله إلا الله وأفضل الدعاء الحمد لله (راوي : جابر – المشکاة المصابيح 2/435).

بهترین ذکر لااله الاالله او بهترینه دُعا الحمدلله ده.

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً