که مور خپل زوی ته ووايي چې ښځه دې ايله کړه څه حکم لري ؟

د زړه له  کومی سلامونه ‏! بعد سلامه؟

 آیا دا حقیقت لری چی که چا مور آزاره کړه خدای پاک جله جلاله ده هغه عبادت نه قبلوی ؟  داچی  که مور ویل چی ماینه یله کړه په هغه صورت کښی  چی ماینه هیڅ جرم ونلری ده اسلام له نظره په دی کومه فیصله سته اوکه نه ‏‎?‎

ورورجانه زه څه ګناه نلرم خوکله چی هغه ته خلک راشی زما د خاوند مور بس وايی چی هلکه دایله که یا دا مړه که زما په خوله نکو ی هغه وایی چی که د مور په خوله ونکړم ماته ګنا ده په هغه صورت کی چه ته هیڅ جرم ونلري هم زه تا وهم ځکه چی مور می خوشهاله سی !آیا دداسی مور په خوله کول چی هغه په غلط وی رواده اوکه نه ؟ والسلام

شراف الدین فراه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په دې کې شک نشته چې د والدين زيات حقوق دي او اسلام د والدينو سره د ښه سلوک کولو ډير ټينګار کړی دی

وقال الله تعالى: وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا). النساء: 36) .

او د الله عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ ، او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ

او  فرمايي : وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا * وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا ) الإسراء/23، 24

ژباړه : ستا رب حکم کړی دی چې له هغه پرته (د بل هيچا او هيڅ شي ) عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه وکړئ ، که د هغوی يو يا دواړه ستا سره زړښت ته ورسيږي ، ورته اف (هم) مه وايه ( د دوی ډير لږ سپکاوی مه کوه ) او پر دوی د رټلو چيغه مه وهه بلکي د دوی سره په ادب او درناوی خبره کوه .

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : رِضَا الرَّبِّ فِي رِضَا الْوَالِدَيْنِ وَسَخَطُهُ فِي سَخَطِهِمَا (الطبراني )

د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا (د هغوی سره د ښه سلوک کولو ) کې ده او د الله تعالی نا خوښۍ د هغوی د سره د بد سلوک کولو کې ده .

د طلاق په مسئله کې د پلار يا مور حکم خپل زوی ته دوه صورتونه لري :

اول صورت :  د څلورو واړو مذاهبو د فقهاوو اتفاق دی چې که پلار يا مور ځوی ته امر وکړي چې ښځې ته طلاق ورکړه خو د ده دغه غوښتنه د هوا او نفسي خواهشاتو ، بعض او کينې او نورو شخصي مصلحتونو پورې تړې وي نو په دې صورت کې په زوی باندې د پلار د حکم منل واجب نه دي .

ځکه : إنما الطاعة بالمعروف  يعنې د مخلوق طاعت په ښه او مشروع کار کې دی او فرمايي : لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق – د خالق جل جلاله په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته .

بې شرعي مصلحته طلاق ورکول ګناه ده طلاق په ټولو حلالو امرو کې الله جل جلا له  ته نا خوښ عمل دی (اَبْغَضُ الْحَلَالَ اِلَي اللهِ الطَّلاَقُ) ځکه په طلاق سره د خپلوي کټ کول مينځ ته راځي ، د ميړه او ښځې جدايي چې د شيطان ستر آرمان دی مينځ راځي او داسې نورې ناوړه پايلي لري .

نو مور يا پلار ته مناسبه نه ده چې په خپل لاس باندې د خپل زوی ژوند برباد کړي .

دوهم صورت دا دی چې : په ښځه کې شرعي غيب موجود وي لکه : هغه بدکاره وي ، بې لمانځه وي او داسې نور ، او نصيحت باندې نه اصلاح کيږي نو په دې صورت کې د پلار حکم واجب دی ځکه چې پلار د هوا او نفسي غوښتنې پر بنا دا حکم نه کوي بلکي د اولاد د بقا او د هغه د دیني هلاکت څخه د بچ کيدو پر بنا دی

۲- بې ګناه د ښځې وهل چې مور يا پلار مې خوشحاله شي ظلم او لوی حماقت دی ، مخکې وويل شول چې د ګناه په کار د هيچا امر منل جايز نه دي ، که مور او پلار خپل زوی ته بې شرعي وجې امر وکړي چې خپله ښځه ووهه هغه ته ددې امر منل جايز نه دي .

ځکه د اسلام عامه قاعده چې :  (لَا طَاعَةَ فِي مَعْصِيَةِ اللَّهِ ، إِنَّمَا الطَّاعَةُ فِي الْمَعْرُوفِ ) رواه البخاري (7257) ومسلم (1840)

يعنې د الله تعالی په نافرمانۍ کې د چا اطاعت نشته ، او د چا اطاعت کول په مشروع او ښه کار کې دی .

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. اسلام علیکم
    زه غواړم چه یوموترواخلم په ۶۰۰۰ پونده واخلم چه ددی موتراصلی قیمت ۴۰۰۰دای اوداغه روپیی به زه په کال کی ورکوم ایادازمالپاره داجوازلری اوکانه یعنی ۲۰۰۰ روپی زمالپاره په دی کی توان دی ایاداخوسودنه راځی .
    وسلام دستاسودڅواب په هیله

اترك تعليقاً