سلامونه او نیکی هیلی می ټولو محترمو استادانو او عالمانو ته ډالی دی!
د یو مسلمان لپاره په دوکان کی کار کول چیری چی د نورو خوراکی شیانو په شمول بیر هم خرڅیږی.اسلام څه حکم لری؟

د ځواب په انتظار یم
مننه – احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

البير يا د وربشو اوبه په دوه ډوله دي :

اول ډول : هغه بير چې نشه لري کوم چې په ځنو ښارونو پلورل کيږي ، پس دا د وربشو شراب دي ، خريد او فروش او څښل يې حرام دي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : (كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ وَكُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ ) رواه مسلم (2003)

هر نشه کوونکی شی شراب دي او هر نشه کوونکي شی حرام دي (کوم شی چې نشه ولري هغه که هر ډول تعامل او نوم ولري د شرابو حکم لري ) .

د شرابو او نشه کوونکي شی څښل حرام دي هغه که لږ وي او يا ډير ، و لو که يو څاڅکی هم وي حرام دی ، ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

( مَا أَسْكَرَ كَثِيرُهُ فَقَلِيلُهُ حَرَامٌ ) رواه الترمذي (1865).

يعنې : د هغه څه چې زيات مقدار نشه کونکی وي کم مقدار يې هم حرام دی .

دوهم ډول : هغه بير دي چې نشه نه لري ، او د الکحولو څخه خالي دي ، هغه ډيرو انسانانو چښلي دي نشه نه لري نو په دې قسم باندې د علماء فتوای دا ده چې دا ډول بيرحلال دي .

موقع الاسلام سوال جواب ، شيخ محمد صالح المنجد –  رقم الفتاوي 33763

کوم بير چې نشه ولري هغه شراب دی د هغه خريد او فروش حرام دی ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :

 ( إن الله إذا حرم شيئا حرم ثمنه )

ژباړه : يقيناً الله جل جلا له  چې د کوم شي د حرمت حکم کړی وي د هغې بيع او تجارت هم حرام دي .

او د اسلام عمومي قاعده ده چې په حرام کار کې مدد او مرسته کول حرام دي :

لقوله سبحانه وتعالی : [ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] په نيکی او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .(المائده ۲۰ ) .

مزودي په هغه کار کې جايزه ده چې ذاتاً او آثاراً حلال وي ، ذاتاً دا چې په هغه کې شرعي حرمت نه وي لکه سود ، شراب ،فحشاء او نور ، او آثاراً دا چې هغه کار د اسلام او مسلمانانو په ضرر نه وي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email