په اسلام کې د ښځی حقوق او دندې

 

په اسلام کې دښځی حقوق او دندې
داسلام مقدس دين دنر اوښځی مساوات دانسانيت اوبشري کرامت په دايره کې تضمين کړي دي .
دښځی اونر ترمنځ چه په ځنو حقونواودندو کې فرق ورکړشوي دي دا فرق دفطري اختلافاتوپه نظرکې نيولوسره شوي دي چه دا اختلافات په قطعی توګه په ښځه اونرکې موجود وي .
داسلام مقدس دين چه دښځی اونر ترمنځ دحقوقو اودندوياوظايفو کوم ويش کړی دی ډيرعادلانه ،دهراړخيز حکمت ،مصلحت اود فطری جوښت په نظر کې نيولوسره کړي دی .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نرياښځه هغه وخت خپل آساسی وظايف په کاميابۍ سره ترسره کولای شي چه دفطری جوشت مطابق وظيفه اودنده وروسپارل شي .
مثلاٌ ښځه نسبت نر ته دلوړ رحم ،عاطفې اوزړه سوي لرونکې ده نو ځکه ښځه دمور کيدلو لوړ قابليت لري
هغه مور وي چه کومه شپه يې اولاد نارام يانا روغ وي ترسبا دخپل بچي لپاره شپه په رڼو سترګو سبا کوي آيا پلار به دومره حوصله وکړای شي ؟ نه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اسلام مشري اوقيادت يواځې دنر لپاره ټاکلی قوله تعالی ((الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ)) (النساء ۳۴ )  داځکه چه سړي دکور خرچ برداشت کوي ،له نورو خلکو سره اجتماعی روابط لري او دخارجي حوادثولپاره دقوي جسم لرونکې وي همدارنګه دحکومت مشري اوقيادت  هم نرينه مناسب دي ځکه حکومت داسې يوه قوه وي چه دخلکو دحقونو ساتنه وکړای شي ،عدالت قايم کړي . خوحکومت هغه وخت خپلو موخو ته رسيدلای شي چه حدود جايري کړي ،مجرم ته سزا ورکړی دظالم د ظلم مخ ونيسی .
يوخوداچه دغه دنده دظالم ،جابر ،بدمعاش اومجرم پروړاندي مبارزه اودخلکو دحقونو ساتنه يوه درنه دنده  ده دښځی دفطري جوښت سره مناسبه نده .
بل داچه ښځه نسبت نرته د رحم ،عاطفې او زړه سوي په لرلوسره ددی ويره وي چه ښځه به د حدودو په جايري کولو او مجرم ته د سزا په ورکولو کې پاتې راشي او دخپل رحم ،اوعاطفې له مخې به مجرم ته سزا ورنشي کړای . کله چه مجرم ته سزا ورنشي کړای نو هيڅ کله هم د امنيت راټګ او دخلکو دحقونو ساتنه نشي کيداي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په نار ينه دخپل اهل عيال نفقه فرض شوي ترڅو دنفقی ګټلو لپاره د کور څخه بهر منډې ترړې ووهي کله داسې وخت هم راشي چه په خپل ولس او سيمه کې کار اوکسب نه پيداکيږی نو سړی لري لري ملکونو ته دنفقی ګټلو لپاره سفر کوي ،مسافرۍ کوي آيا ښځه داسې کارونه کولای شي؟ سالم عقل نه
اسلام دغيرت دين دی نوبايدمسلمان ترخپله وسه د حلالې نفقی لپاره خپلی منډي ووهي اوخپل اقتصادي توان لوړ کړي اوپدي لاره کې دزري ټمبلې ونه کړی ،يادبی غيرتۍ له وجی اويا هم دمجبوريت له وجی خپلی ښځی دسړيوسره دکډکار لپاره ونه ليږي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نن زمان چه کوم سازمانونه دښځی دحقونو اومساوات نارې وهې دغه شيطانی حلقې ادعا کوي  چه مونږ دښځی اونر ترمنځ برابري يا مساوات اودهغه حقونه غواړو.
دغوشيطانی حلقوته په ځواب کې داسې وايو:
په اسلام کې اصلاً دنر اوښځې ترمنځ هيڅ فرق نشته کوم عبادات چه په نر لازمې دي هغه په ښځه هم دي ولې که ځنی حقوقی يا عبادي فرقونه موجود دي هغه دفطري اختلافاتو په وجه دي لکه چه مخکې اشاره ورته وشوه .دښځی خاوندجهاد ته ځی خودکوراو اولاد څارنه خپلې ميرمنې ته پريږدي نوښځه دجهاد په اجر اوثواب کې دنر سره شريکه شو
نر اوښځه په  حقونو اودندو کې ( په کوموکې چه دفطري اختلاف په وجه فرق لري )هغه وخت مساوي کيدای شي چې د نر اوښځی فطری جوښت سره مساوي شي آيا دښځی يا نر فطري جوښت ته څوک تغير ورکولای شي ؟
نو دښځی دفطري جوړښت خلاف دنده ورسپارل دښځی پرفطري خواص تجاوز ندي او داد ښځی په حق کې ظلم ندي .
 
دا نو ښه عدالت دي چه ښځه دي هم مور وي او هم دي دبل نوکرې وکړی .
که خپله وظيفه (مورکيدل ) تر سره کوي يعنی د اولاد روزنه نو نوکري به څنګه کوي او که نوکري ته ځی اوداولاد دخدمت لپاره بله خادمه نيسی يايې کوم ارګان ته ليږي .آيا دابه داولاد په حق کې ظلم نه وي چه اولاد دخپل مور له مهربانه غيږي څخه جلاکوي ؟
 
دنراوښځی دواړو وتل له کوره څخه د پيسوګټلولپاره يوطرفه هدف دی يعنی يواځی ماديات آيا دژوندهدف يوازی د مادياتو په لاس راوړل دي ؟
داکور اوژوند نو څه مفهوم لري که دپيسو ګټل وي خو دژوندبرابرولو لپاره نه دژوند بربادولولپاره
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دښځی دحقوقواومساواتو داعيان  دکور کار او داولاد روزني اوپالنې ته دنده نه وايې
پداسې حال کې چه نن ورځ په نړی کې دانسانانودتعلمی روزنی لپاره بی شميره مدرسی ،مکاتب ،پوهتونونه اونور علمی مراکز او ليليی لوی لوی انتظامات او مصارف په نظر کې نيول شوي دي .
آيا دانسان ابتدايې بدنی روزنی ته هم دنده نه وايې ؟
هودمظومی ښځې حقوق ،آزادي اومساوات همدي ته وايې :
مسلمان ښځه نن په کفري نړي کې اسلامې حجاب ته نه پريږدي دانو آزادي شوه ؟ دانودښځی حق شو؟
ښځه په لوی لاس بی حجابه کوي دخپلوشهوانی اهدافو په موخه ،ښځه يوتجارتی سمبول ګرځوي خپل خراب جنس دښځی په تصوير خرڅوي … دانو دښځی حقوق شول ؟
مظلومی ښځی په نظامی اډو کې شپی سبا کوي هلته ډيرکرته ورباندې جبري جنسې تجاوز کيږی آيا دادنر اوښځی مساوات دي ؟
خالق تعالی موتباه کړه پدي درواغجنو ډرامو آيا تاسې ته دا خلک دومره کورمغزه ښکاري .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مسلمانوخوندو !
پام کوي چه ددې شيطانی حلقو دتبليغاتو ترتاثيرلاندې رانشئ ستاسې دا ايمانی دنده ده چه خپل حجاب وساتې له بيګانه خلکوسره رابطه مه کوي ستاسو همدا سنګردي .
پام چې سنګرموخوشې نه کړي دژوند ترپايه دکفري تبليغاتو پروړاندی خپل مبارزه جايری وساتئ .
بياهم په ډيرتاقيد سره درته وايم چه خپل دعفت اوعزت سنګر مووساتی ځکه نن ورځ تاسی په خپله حال ونئ چې څه ډول فتنی راروانې دي .
دښځو امتيازونه :
اسلام دځنو دينی واجباتو لکه : دلمونځ قضايې (دحيض اونفاس په دوران کې ) ،دمهرمالې مسوليت ،دکورنۍ نفقه اودهغه سرپرستی ،قضاوت ،دحکومت رهبرې ،دخدای ج په لاره کې جهاد ،ګواهی ورکول په قتل اوجنايی مسائلو کې او حدودو اجراء څخه معاف شوي
دي .
ځکه چه غالباً ښځی دجناياتو له ليدلو بده وړي ،دوينی تويدودليدو طاقت هم نلري په همدی خاطر دقتل اوجنايت په باره کې دښځی شهادت چندان مطلوب نه دی .
ځنی فرقونه چه دښځی اونر ترمنځ موجود دي
مخکې موهم اشاره ورته وکړه چه اصلاً نر اوښځه دواړه دبشر جوړه ده . ولی دنر اوښځی ترمنځ ځنی فطري اختلافات شته چه دهمدی فطری اختلافاتو اونورو حکمتونوپه نظر کې نيولو سره په ځنو حقوقی اونورو مسايلو کې فرق شته .
۱- دګواهۍ اداکول :
په حقوقی اومدنی مسايلو کې لکه : پلورل اوپرودل ،اجاره ،معاشرت اونورو کې د دؤ ښځو شهادت له يو نفر سره مساوی دي قوله تعالی    ((وَاسْتَشْهِدُواْ شَهِيدَيْنِ من رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاء أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى))    (البقره 282).
ديوه نر په نسبت دوي ښحی ځکه تعين شوي دي چه ښځی په مالی او اجتماعی چارو کې کم تجربه وي اودغه ډول مسايل يې ډير تر سر نه وي تير کړي . نوپه هغه مسايلو کې چه تجربه کمه وي دهيری امکان هلته ډير وي قوله تعالی أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى (البقره 282)
دښحی ګواهی په قتل او جنايت کې پدی دليل منع ده چه ښحه د وينو ،زخم اوقتل ليدو توان نلری .
بل داچه ښځه چه کله بدخبر يا بده پيښه ووينی دحمل دلري کيدو سبب هم کيږي .
۲- دميراث برخه :
قرآنکريم دميراث دقانون له مخی دنرپه نسبت ښځی ته نيمه حصه ټاکلی قوله تعالی :
يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْن((حکم کوی تاسی ته الله په (حق دميراث د) اولاد ستاسی کښې (ورسته ستاسوله مرګه ) شته نارينه لره (له ميراثه ) په مثل دبرخی د دوو ښځو)). يعنی دکوم ميت په اولاده کښی چه هلک اوجينی دواړه وی نوهغوی ته دميراث ورکولو قاعده داده چه يو هلک ته به د دوو جينکوحصه ورکول کيږی
دښځی لپاره ځکه نيمه برخه ټاکل شوی چه ښځه مهر اخلی اوهم دکور دمالی مصارفو مسئوليت نلري
دميراث قضيه په مالی او دژوند په مصارفو پوری اړه لری ښځه دکورنی دنفقی اومالی خرچ هيڅ مسوليت نلری اوټوله دارايی اومال پس انداز کولای شي .
 
۳- دهغه ښځی ديت چه سهواً قتل شي :
دښځی ديت چه سهواً يې څوک قتل کړی دنر په نسبت نيمايې دي ځکه کوم زيان چه دنر په قتل رامنځ ته کيږی ډير ذيات دي نظر ښځی ته ځکه چه ديت يوه مالی مسئله ده او نر دکور دمالی خرچ  مسئول وي
خوځنی علماؤ لکه بيا دنر اوښځی ديت مساوي بولی .
۴– دحکومت مشري :
اسلام ښځه داسلامی امت دسرپرستی له ستر مسئوليت څخه معاف کړي
حديث شريف ( هغه ملت چه دحکومت امور اورهبري ښځی ته وسپاری هغه ملت به کامياب نشي ) (بخاری ،ترمذی او نسايی ) .
همدارنګه دقضا مقام هم يو دروند مسئوليت دي بايد لدی مقام څخه ښځی لری وساتل شي .
هغه دوښمنۍ چه دقضاوت څخه راپيداکيږي محکوم اومجرم که دانتقام لاس پورته کړی شايد ښځه يې ومنی او معاف يې کړي .
۵- دکورنۍ مديريت دنده د نر لپاره ده :
اسلام دکورنۍ مديريت (قوامت
) چه درهبری ،مشرۍ په معنی ده نر ته سپارلی قوله تعالی :
الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ (النساء ۳۴)
چه نران نظر ښځو ته ذيات اجتماعی روابط لری ،دکورنی نفه اومصارف برداشت کوي او په خارجی حواديثو کې نظر ښځو ته دقوي جسم لرونکی دي
حمدالله شاکری
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
Print Friendly, PDF & Email
(Visited 75 times, 1 visits today)