د وقف د پاره جمع شويو پيسو کې زکات

دان لاین اسلامی لارښود ټولو علماء کرامواوکارکونکو
په حضورکښی السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته! محترمو ستاسو ددی قربانیوڅخه مننه خدای تعالی دی درنه قبولی کړي ستاله برکته نن هرمسلمان کولی شی چی دینی مسائل زده کړی اونورو ته یی وره سوي!!

زماپوښتنه داده،،چه مادصدقی روپی بیلی کیښوي نیت می وو چی په دی باندی به زه دینی مدرسه یاجماعت جوړه وم خو ورته خلاص نشوم اوپه دغو پیسو کال تیرشو،نواوس په دغوپیسوکی زکات واجب دی ددی نه به زه زکات ووباسم کنه،، دوهم اړخ یی دادی چه په دنوروپیسو زکات واجب شوی دی نو که اوس دغه روپی دهغود زکات څخه ووباسم څه فرق خوبه نکوي یعنی په نورو روپیوکی په ماباندی زکات واجب شوی دی اوس دغه دصدقی روپی که دهغو دزکات په نیت ورکړم مننه،،،

نور الله نوراني

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ نظر دا دی چې په نيت سره د وقف احکام نه جايري کيږي ، بلکي د وقف حکم هغه وخت لري چې  اهل وقف ته تسليم شي .

لا يلزم الوقف بمجرد نية صاحبه أنه وقف ، وإنما يلزم باللفظ [كهذا وقف] ، أو بالفعل الدال على أنه وقف ، كمن بنى مكاناً ثم أذن فيه للصلاة ، فهذا يدل على أنه أوقفه مسجداً .

جاء في “الموسوعة الفقهية” (44/119 ، 120) :

“اختلف الفقهاء في لزوم الوقف ، فذهب جمهور الفقهاء المالكية والشافعية والحنابلة في المذهب وأبو يوسف ومحمد من الحنفية إلى أن الوقف متى صدر ممن هو أهل للتصرف مستكملا شرائطه أصبح لازماً ، وانقطع حق الواقف في التصرف في العين الموقوفة بأي تصرف يخل بالمقصود من الوقف.

او کله چې مال په وقف کې شامل شو نو په هغه باندې زکات نه واجبيږي ځکه چې هغه لره معين مالک نشته .

و جاء فی موسوعة الفقيه – شرایط وجوب الزکاة :

الشّرط الأوّل : كون المال مملوكًا لمعيّنٍ : فلا زكاة فيما ليس له مالك معيّن ، ومن هنا ذهب الحنفيّة إلى أنّ الزّكاة لا تجب في سوائم الوقف ، والخيل المسبّلة ; لأنّها غير مملوكةٍ . قالوا : لأنّ في الزّكاة تمليكًا ، والتّمليك في غير الملك لا يتصوّر

دا چې تاسو يو غوره نيت کړی دی (الله تعالی مو په دې اقدام کې کامياب کړه ) ، تر اوسه دغه پیسې د وقف حکم نه لري او کال ورباندې تير شوي دی نو د دغه پيسو زکات هم واجب دی .

د خير په کار کې بيړه په کار ده ځکه شيطان هر وخت کوښښ کوي د مسلمان د نيکو اقدامونو مخ ونيسي .

او د نن او سبا په توکه کولو سړی ځنډوي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
(Visited 36 times, 1 visits today)

اترك تعليقاً