د اسلامی لارښود محترمو او د ویاړ وړ چلوونکو اسلام علیکم
۱- ما د خپل فامیل صدقه القطر  یو امام صاحب ته چه زه اکثره ورپسی تراویح کوم ورکړی چه ما ته غریب ښکاری .خو ما ستاسی یوه لیکنه ولیده چه په هغی کی یی د امامت په بدل کی د فطر صدقه ورکول روا نه دی . ایا زه دغه فطر صدقه بیا ورکړم؟

۲- یو سړی باید څومره افغانی ولری چه د نصاب خاوند شی او زکات اخیستل ورته حرام وی؟
اویو سړی باید څومره افغانی ولری چه کال پری تیر شی او زکات پری فرض کیږی.
ستاسی د زر جواب په هیله ځکه چه د فطر صدقه راباندی پاتی نه شی.
وسلام
احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

زکات په اجرت کې ورکول جايز نه دي که څه هم د امامت اجرت وي .(تنوير و شرحه:2/4 كفاية المفتي:4/294)

ځکه قرآنکريم د زکات او صدقاتو د مصرف ځايونه تعين کړی دي :

لقوله سبحانه وتعالی : إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ  ِ( التوبه ۶۰ ) .

ژباړه : بيشکه چې ورکړې (زکاتونه ) د فقيرانو او مسکينانو او د زکات ټولولو ادارې د کار کوونکو ، او هغو لپاره چې زړونه خپلول يې اړين دي ، او (مريانو) په آزادولو کې او پوروړو او د الله ( د دين د پياوړتيا ) په لار کې او د مسافرو د پالنې د پاره دي دا د الله لخوا فريضه ده او الله پوه (او) د حکمت څښتن دی .

که امام فقير او د زکات مستحق وي هغه ته د فقير او مستحق په نيت سرسايه ورکول جايز دي .

په اکثره مناطقو کې امامانو ته د اجرت په بدل کي عشر ورکوي ، يا د تراويح د امامت په بدل کي فديه ورکوي ، په دغه شان نه زکات ادا کيږي او نه هم امام ته دغه مال حلال دی بلکي هغه ته د دغه مال اخيستل حرام دي (فقه حنفي ابوالمختار ص ۳۶۶ او مجالس حکيم امت اشرف علي تهانوي – عنوان په زکات کې حېلې جوړول ) .

دوهم : د زکات نصاب ۵۹۵ ګرامه سپين زر دي که د يوه ګرام سپينو زرو قيمت ۷۰ افغانۍ فرض کړو د زکات نصاب به تقريباً ۴۱۰۰۰ افغانۍ وي ، څوک چې دومره افغانۍ نغدې ، يا تجارتي اموال ولري او کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email