د يوسف او زليخا تر مينځ واده شوی دی ؟

د اسلامې لارښود د ديني څيړنو او تحقيقاتو څانګې کارکونکو او ددی سایټ لیدونکو ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم بعد زه دری پوښتنی لرم هیله ده په تفصیل سره دهری یوی ځواب راکړی
۱: که یو چا سنت موءکد کړی وی او فرض یی نه وی کړی او دس یی مات شی دسنتو اعاده پری شته که نه دکتاب دصفحی حواله او پوره ځواب ؟
۲: حدیث شریف چه الاذان جزمٌ والاقامته جزمٌ  خو که وصل دالله اکبر دراء وکړل شی په الله اکبر ثانی پوری دراء فتحه بهتره ده که ضمه اګر چه علامه ابن عابد بن شامی خو فتحه بهتره بللی نظر په تحقیق دخپل استاد علامه عبدالغنی نابلوسی زه ستاسی دتحقیق غوښتونکی یم سره له حوالی دکتاب نوم صفحه
۳: دیوسف ع او زلیخا چی کوم فلم جوړشوی دی په هغه کی یی ښودلی چی یو سف ع دزلیخا سره په آخری وخت کی واده کړی او بعضو تفسیرو هم دا ویلی دی چی واده یی کړی خو زماپه نظر چی تر کومه معلومات لرم نو یوسف ع دزلیخا سره واده نه دی کړی ستاسی دمکمل معلوماتو په هیله او همداونګه دکتاب یا تفسیر نو چی حواله یی ورکړی وی
مننه
ستاسی ورور عتیق الله له وردګ ولایت څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : سنت خو تکميل شول او وروسته لمونځ کوونکی بې اودسه شو اعادې څه ضرورت نشته .

دوهم : دا حديث [التكبير جزم والسلام جزم] چې په حديث التکبير جزم مشهور دی ، اصل نه لري دا  د  إبراهيم النخعي قول دی .

 ابن حجر العسقلاني – المصدر: التلخيص الحبير – الصفحة أو الرقم: 1/368 حکم ، لا أصل له بهذا اللفظ وإنما هو قول إبراهيم النخعي .

السخاوي – المصدر: الأجوبة المرضية – الصفحة أو الرقم: 1/377جکم ، لا اصل له مرفوعاً

ملا علي قاري – المصدر: الأسرار المرفوعة – الصفحة أو الرقم: 176 حکم ، لا اصل له أو بأصله موضوع

الزرقاني – المصدر: مختصر المقاصد – الصفحة أو الرقم: 321 حکم ، لا اصل له
الألباني – المصدر: السلسلة الضعيفة – الصفحة أو الرقم: 71 حکم ، لا اصل له

دريم : د پيغمبرانو عليهم سلام قصې په فلمونو کې په اتفاق د معاصرو فقهاؤ جواز نه لري او د داسې  فلمونه کتل د اسلامي شريعت خلاف دي تفصيل دلته وګورئ .

د يوسف عليه سلام او زليخا تر مينځ د واده کولو په اړه په قرآن او سنتو کې هيڅ ثبوت نشته .

د عربستان جيد عالم محمد صالح المنجد په دې باره کې پوره تحقيق کړی دی او د (هل تزوج يوسف عليه السلام من امرأة العزيز في آخر الأمر؟ ) اوږده ليکنه کړی ده او ليکلې دي چې دا خبرې څه اصل نه لري او په اسلام کې ددې خبرې څه اصل نشته (موقع الاسلام سوال جواب ، 130417 رقم فتاوی ) .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً