ښار ته لنډ کلي کې د جمعې لمونځ څه حکم لري ؟

د اسلام لارښود درنو او قدرمنو كاركوونكي زما سلامونه اونيكي هيلي ومني هيله دي چي روغ جوړ او ښه صحت ولري:

محترم زما يوه پوښتنه ده هيله ده چي يوڅه په تفصيل سره يي راته حل كړي:

يوكلي دي چي دقلات له مركز څخه تقريباً له څلورو څخه ترپنځو كليومترو پوري فاصله لري خو ددي كلي او ښارترمنځ دوكانونه هوټلونه او كورنو پيوست پراته دي كومه دشته يا زياته خاليګاه ځمكه نشته فقط څو محدود باغونه او يوه شيله چي دعمومي سړك يعني دكابل كندهار پل ورباندي پروت دي وجود لري اوس په دي كلي كي دجمعي لمونځ څنګه دي ايا دښار فنا بلل كيږي كه نه؟ كه به دهكله پوره معلومات راكړي ډيره مهرباني به مو وي او دجمعي دلمانځه حكم په دي كلي كي څنګه دي؟

په ډير درناوي محمد حنيف

دزابل ولايت قلات ښار

 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

جاء فی موسوعة الفقهية :

قال في المبسوط (من فقه الحنفي ) :

ويلحق بالمصر ضاحيته أو فناؤه ، وضواحي المصر هي القرى المنتشرة من حوله والمتّصلة به والمعدودة من مصالحه ، بشرط أن يكون بينها وبينه من القرب ما يمكّن أهلها من حضور الجمعة ، ثمّ الرّجوع إلى منازلهم في نفس اليوم بدون تكلّف .

او ليکي :

ويجب عليهم الانتقال إلى البلدة المجاورة إذا سمع منها الأذان

يعنې په مصر کې هغه شا او خوا سمې او کلې شامليږي چې په مابين د ښار او دغو سيمو کې دومره نږديوالی وي چې د دغو سيمو خلکو ته د جمعي په لمانځه کې حضور ممکن وي او بدون له مشقت او مصرف په همغه ورځ بيرته خپلو کورونو ته تللای شي .

او همدارنګه ليکي : که چيرې د جامع جومات يا ښار آذان اوريدل کيږي نو د بلې سيمې څخه هغه ته ورتګ واجب دی .

په دې بناء د دغه کلي په خلکو باندې د جمعې لمونځ فرض دی ځکه چې دا سيمه په ښار پورې وصل او د ښار مربوط بلل کيږي ، د دغه کلي اهل به د ښار هغه جامع جومات ته چې دوی ته لنډ وي د جمعې لمونځ به ادا کوي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً