السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته!

الله ج دی وکړی چې د رمضان روژي درباندي په خير سره تيريږي. الله ج دی زموږ د ټولو مسلمانانو ټول عبادات پکې قبول او منظور کړی. امين

د روژي په مبارکه مياشت کې زياتره خلک په دی هڅه کې وی چې غوره عبادت وکړی په تيره بيا په اخرنيو لسو شپو کې ، څوک په اعتکاف ناست وی، څوک تر سهاره د قران کريم تلاوت کوی او څوک بيا نو د تهجد لمونځ تر سره کوی. په ډیرو ځايونو حتی په مسجد حرام کې هم اخرني شپي د قيام اليل ته وقف دی نو ما چې يو شي نوی واوريده هغه هم د تسبيح لمونځ په جمعه سره په ۲۷ د روژي. نو ما یی په اړه د يو عربی مسلمان ورور نه پوښتنه وکړه چې ايا په جمعه سره کول یی څنګۀ دی؟ نو هغه په ځواب کې راته وويل چې د تسبيح لمونځ خو څوک وایی بدعت دی او څوک وای چې په ضعيفه حديث سره پيژندل شوی نو زه هم په شک کې شوم نو په لټه یی اخر تر تاسي راورسيدم. څو ځایه ما هم په انټرنيټ کې وکاته خو صحيح ځواب می پيدا نه کړ. ځنی علما یی د ترمزی او ابن داود حديث بولی او ځنی یی ضعيفه بولی.
که مهربانی مو وی او ځواب یی ماته ژر راوليږی نو منندوی به مو يم.
الله ج مو جنتونه ځای کړه. امين
حيات هجران شيرزاد
مالمو سويدن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د صلاة تسبيح په باره چې  أبو داود في سننه (1297) او امام الترمذي نمر ( 482 ) کوم حديث روايت کړي دي په لاندې ډول دی :

عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( لِلْعَبَّاسِ بْنِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ يَا عَبَّاسُ يَا عَمَّاهُ : أَلَا أُعْطِيكَ ، أَلَا أَمْنَحُكَ ، أَلَا أَحْبُوكَ ، أَلَا أَفْعَلُ بِكَ ، عَشْرَ خِصَالٍ إِذَا أَنْتَ فَعَلْتَ ذَلِكَ ، غَفَرَ اللَّهُ لَكَ ذَنْبَكَ أَوَّلَهُ وَآخِرَهُ قَدِيمَهُ وَحَدِيثَهُ خَطَأَهُ وَعَمْدَهُ صَغِيرَهُ وَكَبِيرَهُ سِرَّهُ وَعَلَانِيَتَهُ ، عَشْرَ خِصَالٍ أَنْ تُصَلِّيَ أَرْبَعَ رَكَعَاتٍ تَقْرَأُ فِي كُلِّ رَكْعَةٍ فَاتِحَةَ الْكِتَابِ وَسُورَةً ، فَإِذَا فَرَغْتَ مِنْ الْقِرَاءَةِ فِي أَوَّلِ رَكْعَةٍ ، وَأَنْتَ قَائِمٌ قُلْتَ : سُبْحَانَ اللَّهِ وَالْحَمْدُ لِلَّهِ وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ خَمْسَ عَشْرَةَ مَرَّةً ، ثُمَّ تَرْكَعُ ، فَتَقُولُهَا وَأَنْتَ رَاكِعٌ عَشْرًا ، ثُمَّ تَرْفَعُ رَأْسَكَ مِنْ الرُّكُوعِ ، فَتَقُولُهَا عَشْرًا ، ثُمَّ تَهْوِي سَاجِدًا ، فَتَقُولُهَا وَأَنْتَ سَاجِدٌ عَشْرًا ، ثُمَّ تَرْفَعُ رَأْسَكَ مِنْ السُّجُودِ ، فَتَقُولُهَا عَشْرًا ، ثُمَّ تَسْجُدُ فَتَقُولُهَا عَشْرًا ، ثُمَّ تَرْفَعُ رَأْسَكَ ، فَتَقُولُهَا عَشْرًا ، فَذَلِكَ خَمْسٌ وَسَبْعُونَ فِي كُلِّ رَكْعَةٍ ، تَفْعَلُ ذَلِكَ فِي أَرْبَعِ رَكَعَاتٍ ، إِنْ اسْتَطَعْتَ أَنْ تُصَلِّيَهَا فِي كُلِّ يَوْمٍ مَرَّةً ، فَافْعَلْ فَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَفِي كُلِّ جُمُعَةٍ مَرَّةً ، فَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَفِي كُلِّ شَهْرٍ مَرَّةً ، فَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَفِي كُلِّ سَنَةٍ مَرَّةً ، فَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ ، فَفِي عُمُرِكَ مَرَّةً )

په صلاة تسبيح کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی ځکه د دغو حديث شريف په اسنادو او صحت کې زيات اختلاف دی چې : ځنې محدثين يې صحيح ، ځنې حسن ، حنې ضعيف او ځنې موضوع بولي .

فقد اختلف الفقهاء رحمهم الله تعالى في صلاة التسابيح فذهب الجمهور إلى استحبابها قال ابن عابدين ~” وحديثها حسن لكثرة طرقه ووهم من زعم وضعه وفيها ثواب لا يتناهى ومن ثم قال بعض المحققين: لا يسمع بعظيم فضلها ويتركها إلا متهاون بالدين والطعن في ندبها بأن فيها تغييراً لنظم الصلاة إنما يأتي على ضعف حديثها فإذا ارتقى إلى درجة الحسن أثبتها وإن كان فيها ذلك ” (مرکز الفتاوی اسلام ويب )

يعنې په صلاة تسبيح کې د فقهاؤ تر مينځ اختلاف دی ، مګر د جمهورو قول دا دی چې مستحب دی ، ابن عابدين حنفي وايي : دا حديث د ډيرو لارو حسن دی او په دې کې ثواب دی ، ځنې بيا وايي : په دې کې چې کوم عظيم فضائل ذکر شوی دي هغه مونږ نه دې اوريدلې او بل دا چې ددې لمانځه نظم له نورو ټولو لمونځونو سره فرق لري .

ددې حديث په اړه د محدثينو څيړنې په لاندې ډول دي :

ځنې محدثين صحيح ، ځنې حسن ، ځنې ضعيف او ځنې موضوع بولې

ابن الجوزي – المصدر: موضوعات ابن الجوزي – الصفحة أو الرقم: 2/466 حکم ، لا تثبت

الهيثمي – المصدر: مجمع الزوائد – الصفحة أو الرقم: 2/285 حکم ، متروک
البيهقي – المصدر: السنن الكبرى للبيهقي – الصفحة أو الرقم: 3/51 حکم ، مرسل
ابن باز – المصدر: التحفة الكريمة – الصفحة أو الرقم: 46 حکم ، موضوع
تخريج مشكاة المصابيح – الصفحة أو الرقم: 1279 حکم ، ضعيف

ابن عثيمين – المصدر: مجموع فتاوى ابن عثيمين – الصفحة أو الرقم: 324/14 حکم ، ضعيف

ابن حجر العسقلاني – المصدر: الخصال المكفرة – الصفحة أو الرقم: 1/41 حکم ، حسن

الألباني – المصدر: صحيح الجامع – الصفحة أو الرقم: 7937 حکم ، صحيح
الوادعي – المصدر: الصحيح المسند – الصفحة أو الرقم: 582 حکم ، حسن

مګر ددې لمانځه ادا کول په جماعت سره هيڅ ثبوت او اصل نه لري بدعت دی .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email