د روژې کفاره څنګه ادا کيږي ؟

انلاين اسلامي  لارښود د ويب پاڼي ټولوچلونکوته !
اسلام عليکم ورحمت الله وبرکاته.
ترهرځه لومړي له تاسو نه ډيره مننه کوم چي ژرمو زما مخکيني پوښتني ته ځواب راکړ، الله ج دي تاسوته ددنيا او اخرت نيکمرغي نصيب کړي.
زماد نن ورځي پوښتني چي زما په ذهن کي وګرځيدي هغه په لاندي ډول دي:
1.      دروژي کفاره په کوم وخت کي لازميږي ؟
2.      دروژي دکفاري اندازه څومره ده؟
3.      کفاره څنګه په فقيرانووويشل شي؟ البته زماهدف دادي چي  ټوله کفاره يو کس ته ورکړل شي او که شپيته کسانو ته ورکړل شي ؟
4.      که يو کس ددي نه خبر نه وي چي په کوم عمل سره کفاره لازميږي  او هغه عمل ورڅخه وشي او وروسته  د هغه عمل نه پوه شي او پښيماني ښکاره کړي څه حکم لري؟
هيله ده دنوروپوښتنوپه څير په تفصيل سره ځواب راکړي.
په درنښت
عبدالمعروف

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

۱- کفاره په روژه کې په قصداً څه خوړلو ، څښلو او جنسي فعل يا جماع واجبيږي ، تفصيل

۲- د يوې ورځې  روژې  قصداً خوړلو سره قضا او کفاره لازميږي چې د يوې ورځې په بدل کې به 60  ورځې پرلپسې روژه نيسي که دا يې په وس پوره نه وي 60 مسکينانو ته به دوه وخته په مړه ګيډه خوراک ورکوي هغه که د کور له لارې يا د بازار او يا به هر مسکين او غريب ته نيم صاع غنم چې 1.65 ګرامه کيږي يا د هغه قيمت ورکوي .

۳- په شپيتو کسانو ويشل کيږي ، ځکه دا ترتيب چې څوک د روژې وس ونه لري وروسته به په شپيتو مسکينانو خوراک کوي په قرآن او سنتو کې بيان شوی دی او په همدې د فقهاؤ اتفاق دی .

فان لم يجد صام شهرين متتابعين فان لم يستطع اطعم ستين مسکيناً (درالمختار ج۲ ص ۱۴۹ ) .

۴- د جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم امت په خطا او هيره سره نه نيول کيږي ، تفصيل

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً