د سرو زرو زکات څنګه حسابيږي ؟

محترم مولوی صاحب! اسلام علیکم.
زما پوښتنه دا ده چی د سروزرو  دذکات رقم څرنګه معلومولای شو؟ مثلآ پر ۱۵۰ ګرامو سروزرو باند څومره ذکات کیږی که د یو ګرام سروزرو قیمت ۳۶۰۰ کلداری وی؟ او سپین زر چی څومره وی ذکات پر کیږی؟

او که سرمایه ۴۰۰۰۰۰ افغانی وی څومره ذکات پر کیږی؟

وسلام – فيض احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سرو زرو د زکات نصاب 85 ګرامه دی او د زکات اندازه څلويښتمه برخه يا 2.5% کيږي ، چې د 150 ګرامو سرو زو د زکات اندازه مساوي په :

150÷40 = 3.75×3600=13500

يعنې د 150 ګرامو سرو زرو زکات 13500 کلدارۍ کيږي .

او د سپينو زرو د زکات نصاب 595 ګرامه دی .

او د څلور لکه سرمايي د زکات اندازه مساوي په :

400000÷40 =10000

د څلورو لکو افغانيو د زکات اندازه لس زره افغانۍ کيږي چې دا مبلغ به د زکات پر مستحقينو وويشي .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً