اسلام علیکم وبعد:
که مهربانی وکری په روجه کی د پیچکاری- سیرومو او په مجموع که کوم دول دواگانی کولای شی چه روجه ماته کری په مستند دول راته معلوما راکری دیره مهربانی به مو وی زکه همیشه ورسره لاس او گریوان یو حقیقت دا دی چه چاته قاطع دلیل نشو ویلای .په درنشت

ډاکتر عبدالهادي رحماني

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : که د مريض د پاره د روژې نيول زيان رسوي هغه ته د روژې پريښودل جايز دي ، لقوله سبحانه وتعالی :

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ (البقره ۱۸۵ ) .

ژباړه : د روژې مياشت هغه (مياشت) ده چې قرآن په کښې نازل شوی دی ، چې د خلکو لپاره هدايت دی او د هدايت د پاره روښانه دلايل او (حق او باطل) تر مينځ بېلوونکی دی ، نو ستاسې څخه هر څوک چې مياشت وويني نو روژه دې ونيسي او که څوک ناروغ او مسافر وي نو له ورپسې ورځو څخه دې د خوړل شويو ورځو په شمير ( قضايي روژه ونيسي ) الله پر تاسې د آساني اراده لري او پر تاسې د سختی اراده نه لري .

دوهم : ټول هغه درمل که ګولی وي ، کپسول وي ، شربت وي او نور چې د خولي يا پزې لياري د درملنې د پاره معدي ته داخل شي په اتفاق د امت روژه ماتوي .

دريم : پيچکاری او سيروم باندې روژه نه ماتيږي ، ځکه چې د رګ ليارې بدن ته داخليږي نه د منفذ ليارې لکه خوله ، پوزه و غيره .

فی التنوير الابصار ، اوادهن او اکتحل او التجم ، و ان وجد طعمه فی حلقه ، و فی الشامية ، لان المود فی حلقه الرد داخل من المسام الذی هو خلل البدن ، والمفطر، انما هو من المنافذ (ردالمختار ، کتاب الصوم ۲/۳۹۵ ) .

مګر علماء البلدالحرام او اللجنة الدائمة پيچکاری په دوو برخو ويشي :

اول : د درد يا انتي بيوتيک و غيره پيچکارې باندی روژه نه ماتيږي .

دوهم : تعذيوي پيچکاری کوم چې د لوږې او تندې سره مرسته کوي روژه ماتوي او دا د احتياط قول دی .

په لاندې درملو او تداوی باندې روژه نه ماتيږي :

۱- د ستوګو قطره ، د غوږ قطره ، د غوږ مينځل ، د پوزې قطره په شرط ددې چې تر حلق لاړ نه شي .

۲- د غاښ برمه کول ، ډکول او د غاښ ايستل په شرط ددې چې وينه يا دوا تر حلق تيره نه شي .

۴- د خولې د علاج د پاره د دوا مضمضه کول يعنې په خوله کې دوا اچول په شرط ددې چې د حلق لاړ نه شي .

۵- د تنفسي مريضانو د پاره د اکسجين کارول .

۶- د جلد تداوي په مرهم يا کومه بله کيمياوي ماده باندې د پوستکي غړول .

۶- د زړه يا سيني او نور ته د علاج د پاره شراينو ته د لولې داخلول .

۷- د زخمونو درملنه ، پاسمان و غيره .

مسلمان طبيب ته لازمه ده چې لومړی مريض د صبر توصه وکړي تر څو خپله درملنه د روژه ماتې وروسته کړي خو که ضرورت وي نو بيا په پورته صورتونه د مريض علاج کولای شي .

خلاصه الفتاوي ج ۱ ص ۲۵۴ – فتاوی هنديه ج ۱ ص ۱۰۴ – مجمع الفقه الإسلامي ص 213 او الفتاوي الشرعية

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email