اسلام عليکم

که کوم مريض عمليات کړی وي او ډاکټر ورته ووايي چې څو ورځې روژه مه نيسه ځکه چې ضرر دی ، په داسې صورت کې روژه نيول څه حکم لري ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه صورتونه چې په هغه کې د روژې نه نيول اسلامي شريعت جايز ګرځولي دي يو هم سخت مرض دی ، چې مسلمان او عادل ډاکټر ور ته ويلي وي چې روژه نيول ستا بدن ته زيان رسوي ، په دې صورت د روژې پريښودل جايز دي :

الله جل جلا له  فرمايي : شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ (البقره ۱۸۵ ) .

ژباړه : د روژې مياشت هغه (مياشت) ده چې قرآن په کښې نازل شوی دی ، چې د خلکو لپاره هدايت دی او د هدايت د پاره روښانه دلايل او (حق او باطل) تر مينځ بېلوونکی دی ، نو ستاسې څخه هر څوک چې مياشت وويني نو روژه دې ونيسي او که څوک ناروغ او مسافر وي نو له ورپسې ورځو څخه دې د خوړل شويو ورځو په شمير ( قضايي روژه ونيسي ) الله پر تاسې د آساني اراده لري او پر تاسې د سختی اراده نه لري .

په سفر او مرض کې دا فرق دی که مسافر ته د سفر پر مهال د روژې نيول سخت نه وي هغه ته د روژې نيول غوره دي ، مګر که مريض ته ضرر وي نو د اسلام عامه قاعده ده چې (لاضرر و لا ضرار فی الاسلام ) يعنې : په اسلام ځان او بل ته ضرر رسول حرام دي .

تفسير انوار القرآن زياتوي : بايد پوه شو چې په دين کې آساني او د سخت ګيرۍ څخه پرهيز د پروردګار عمومي قاعده ده ، په دې اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : «يسروا ولا تعسروا، وبشروا و لاتنفروا:

آساني راولی ، سختي مه کوئ ، زېرې ورکوئ او متنفرول مه کوئ

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email