سلامونه او نیکې هیلې مواومنی . زما پوښتنه دا ده که ېو څوک دخپل هیوادنه بل ته مسافرشې او د ورزش د پاره نو هغه ته روزه خوړل روا که ناروا دې دا هم ده نظروړده چی دا هم دا ېو لوبغاړې کاراوباردې له همدې لارې یا دهمدې په وسیله خپله روزی لاس ته راوړې او که هغه لوبغاړې دروزې په خطر لوبې ته لاړنه شې شائد بیادپاره هغه ته ټیم کې ځای ورنکړې شی او موشکلات ورته پیداشی اوکه چیرې نارواوې نو دلته روزه ېوکس دېو کار نه اساره وې خپلوکې موډېر بحث کړې دې دملګروسره خوکومې نتیجی ته نه یو رسیدلې ډېرتشکور چې زمونږپوښتنی ځوابوې دیادونې وړده چې مونږپه داسې مملکت کې ېو چې ملآمامانواوجوماتونوته صحې لاس رسې نه لرو نو ځکه عادې پوښته هم له تاسوسره شریکوو او که زماپه پوښتنه صحیح پوه شوی نه ېی نو ماته پیغام پرږده چی نوره تشرح هم درکړم.وسلام په احترام

فضل محمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هغه صورتونه چې په هغه کې د روژې پريښودل جايز دي :

۱- سفر : که سفر سخت وي او مسافر ته د روژې نيول ګران وي روژه پريښودل جايز دي البته که تکليف نه وي روژه نيول بهتره دي .

۲- سخت مرض : داسې مرض چې ددې پوره يقين وي که د روژې په نيولو درمل قطع شي يا د روژې نيولو سره مرض زياتيږي نو داسې مريض ته د روژې پريښودل جايز دي .

۳- حامله ښځه : که حاملې ښځې ته د روژې نيولو په وجه د هغې ځان يا بچي د پاره نقصان او خطر وي نو هغه ته د روژې پريښودل جايز دي .

۴- مرضعه ښځه : که تي ورکونکی ښځه ته د روژي په نيولو سره ځان يا بچي ته  نقصان او خطر وي نو هغې ته د روژې پريښودل جايز دي ، البته که اقتصادي توان ولري بچي ته مصنوعي شيدي برابروالای شي يا يې بلې ښځې ته په معاوضه ورکولو ورکولای شي يعنې د پيو انتظام کولای شي نو په دې صورت کې د روژې پريښودل جايز نه دي .

۵- حيض او نفاس : د حيض او نفاس په وخت روژه نه نيول پکار دي .

فقه اسلامي – مولانا مجيب الله ندوي حنفي ص ۱۹۹ )

 که د تاسې د سفر نيت له ۱۵ ورځو کم وي مسافر بلل کيږئ مسافر ته د روژې د خوړلو اجازت شته ، مګر که د اقامت نيت مو د نيمي میاشتې يا ۱۵ ورځو زيات وي د مقيم حکم لرئ مسافر نه ياست .

د کار له وجې د روژې خوړل جايز نه دي .

که چا قصداً بغير له شرعي غذر څخه يوه فرضي روژه و نه نيوله د هغه روژې قضايي به ادا کوي او په بدل کې به يې دوې مياشتې پرلپسې روژه نيسي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : عن ابی هريره رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم من افطر يوماً من رمضان فی غير رخصته رخصها الله له لم يقض عنه صيام دهر (سنن ابوداؤد )

له حضرت ابی هريرة څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم و فرمايل : چا چې د رمضان د مياشتي يوه روژه پرته له کوم غذر لرلو ) سفر يا مرض ( ونه نيوله کوم چې الله تعالی ورته رخصت ورکړی دی نو ټول عمر روژه نيول د هغه قضا نشي پوره کولای .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email