اول سوال:- ایا پیشنمی د روژی نیت کیدلای شی که نه؟
دوهم سوال:- که څوک (بالغ مسلمان) د فرضی میاشتی په روژه کښی د سبا ورځی د روژی د نیولو په خاطر پیشنمی ونه کړی او دا یی تصمیم وی چه زه سبا روژه نه نیسم بی له کوم شرعی عذره نه نو ایا پردی سړی کفاره واجب ده که نه؟
دريم سوال:- زما عمر اوس تقریبآ ۲۵ کاله دی، او زما په صحی ډول یاد ته نه راځی چه په څو کلنی کی ما فرضی روژه مکمله میاشت نیولی ده.
دلیلونه یی په لاندی ډول دی
که ما د ۱۲ کلنی څخه تر ۱۷ کلنی پوری (د احتیاط پخاطر یعنی شاید تر ۱۵ کلنی یا ۱۶ کلنی پوری وی) په دی مابین کښی په یوه، دوی یا دری فرضی روژو کښی په هیره څښاک یا خوراک کړی وی او په هغه وخت کښی زه پدی نه پوهیدم (خو یاد ته می نه راځی) چه په هیره روژه نه ماتیږی ما داسی فکر کړی وی چه که په هیره هم څوک څښاک یا خوراک وکړی نو روژه یی ماتیږی او وروسته می خوراک او څښاک کړی وی (خو یاد ته می نه راځی چه څښاک او یا خوراک دی می کړی وی) زه د احتیاط پخاطر وایم.

یا د ۱۲ کلنی څخه تر ۱۷ کلنی پوری (د احتیاط پخاطر یعنی شاید تر ۱۵ یا ۱۶ کلنی پوری وی) په دی مابین کښی ما د سبا ورځی د روژی د نیولو لپاره پیشنمی نه وی کړی یعنی د سبا ورځی د روژی د نیولو نیت می نه وی کړی پخاطر د کوچنیوالی، ناپوهی او یا هم والدینو ویلی وی چه دسبا ورځی روژه مه نیسه او اوس می یاد ته نه راځی چه څو روژی می نه دی نیولی.

او یا هم د ۱۶ کلنی څخه تر ۲۳ کلنی پوری (داحتیاط په خاطر) ما په فرضی روژو کښی استمنا (موټک وهل ) کړی وی تر هغه وروسته می څښاک او یا خوراک نه وی کړی (د هغی ورځی روژه می پوره کړی وی) او اوس زما یاد ته نه راځی چه په څو فرضی روژو کی به ما دغه ناوړه او بد عمل تر سره کړی وی د احتیاط پخاطر شاید د پنځو څخه نیولی تر لسو روژو پوری وی.
نو اوس په پورته دریو واړو صورتونو کی ما ته څه کول په کار دی؟
که د پورته سوالونه جوابونه ورسره د څلورم سوال تر درو جزونو پوری په مکمل ډول راکړی ډیره مهربانی به مو وی، الله تعالی دی په دنیا او اخرت کښی عوضونه درکړی.
له تاسو نه یوه نړی مننه

نورمحمد د ارزګان ولایت د ترینکوټ ښار څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د روژې نيت په ژبه باندې ويل ضرور نه دی د بيګا څخه هم د روژې نيت کيدای شي او خپله پېشنمی د روژې نيت بلل کيږي

دوهم : د يوې ورځې روژې په قصداً خوړلو سره قضا او کفاره دواړه واجبيږي .

دريم : په غالب ګمان به قضاء شوې روژې حساب کړې د هغه قضاء به ادا کړې .

څلورم : په روژه کې په استمنا سره روژه ماتيږي ، قضاء واجبه ده کفاره نشته .

نور تفصيل دلته وګورئ

و الله اعلم

اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email