په لمانځه کې د پښو تر مينځ فاصله بايد څومره وي ؟

sallam alaikum
sok waye che khaza bayad pa qyam ki da pkho tar manz yaw lwesht fasela walare sok waye salor gwate aw sok waye che bekhe de na we yane pkhe de bande we os pa de ki kom yaw sahe de mong bayad pa kom yaw amal wakro?mannana

ثنا

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په لمانځه کې د قيام پر مهال به د پښو تر مينځ متوسطه او معمولي فاصله چې نه ډيره کمه او نه ډيره زياته وي موجوده وي ځکه چې په متوسطه فاصله کې خشوع او ادب دی د متوسطې فاصلې نه لږه يا زياته فاصله مکروه د سنتو خلاف ده .

دغه متوسطه اندازه ائمه کرامو رحمه الله عليهم داسې بيان کړې ده :

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد د پښو تر مينځ فاصله د څلورو ګوتو په اندازه .

د امام شافعي رحمه الله په نزد د يوې لوېشتې په اندازه .

د امام مالک رحمه الله په نزد متوسطه اندازه مستحب ده چې نه کمه وي او نه ډيره زياته .

د ائمه کرامو د اقوالو څخه متوسطه اندازه څرګنديږي

جاء فی موسوعة الفقهية(هئيت الکبار العلماء الاسلام)

ومنها تفريج القدمين حال القيام، بحيث لا يقرن بينهما، ولا يوسع إلا بعذر، كسمن ونحوه وقد اختلف في تقديره في المذاهب

الحنفية: قدروا التفريج بينهما بقدر أربع أصابع، فإن زاد أو نقص كره.

الشافعية: قدروا التفريج بينهما بقدر شبر. فيكره أن يقرن بينهما أو يوسع أكثر من ذلك كما يكره تقديم إحداهما على الأخرى.

المالكية قالوا: تفريج القدمين مندوب لا سنة، وقالوا: المندوب هو أن يكون بحالة متوسطة، بحيث لا يضمهما ولا يوسعهما كثيراً، حتى يتفاحش عرفاً ووافقهم الحنابلة على هذا التقدير إلا أنه لا فرق عند الحنابلة بين تسميته مندوباً أو سنة (موسوعة الفقهية ) 

د سعودي عربستان د علمي څيړنو او افتاء دايمې ټولنه ليکي :

په قيام کې د پښو نښلول او همدارنګه د پښو تر مينځ زياته فاصله پريښودل په سنتو او صحيح حديث  سره ثبوت نه لري ،بناءً لمونځ کوونکی به پښې نه نښلوي او نه به د پښو تر مينځ زياته فاصله پرېږدي بلکي معتدله فاصله به وي .

جاء في “فتاوى اللجنة الدائمة” (5/375) : ” لم يرد في السنة المطهرة حديث صحيح صريح يفيد إلصاق القدمين في حال القيام في الصلاة أو في حال السجود وبناء على ذلك ، فالأصل أن المصلي لا يتكلف إلصاقاً ولا تفريجاً كثيراً بين رجليه بل يكون معتدلاً ” انتهى
والله أعلم

نوټ : په دې فاصله کې د نر او ښځې تر مينځ څه فرق نشته .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً