پوښتنه که یو کس مسافر وی نو په مقیم امام پسی لمونڅ کوی نو نیت به په قسم کوی او همدارنګه نیت به دڅلورو رکعتو کوی او که ددوه او څلور رکعتی ددغه جمعی لمانڅه به دوه کوی که څلور که په تفصیل سره ځواب راکړی مننه به مو وی کامیابی ددارینو دلوی الله ج څخه درته غواړو

ستاسی ورور عتیق الله له وردګو ولایت څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مسافر کس اقتداء په مقيم امام پسې همدارنګه د مقيم په مسافر امام پسې اقتداء کول جايز دي .

که څوک مسافر په مقيم امام پسې اقتداء وکړي نو د خپل امام متابعت به کوي يعنې په دې صورت کې به قصر نه کوي لمونځ به پوره کوي ، د پوره لمانځه نيت به کوي نه د قصر .

که امام مسافر وي او مقتدي مقيم وي نو امام به د سلام ګرځولو پس دا ووايي چې زه مسافر يم تاسو خپل لمونځ پوره کړئ .

«‌و ان  اقتدی  مسا‌فر  بمقیم أتم  اربعا‌،  و ان  افسده  یصلی  رکعتین‌،  بخلاف  مالو اقتدی  به  بنیه  الـنفل  ثم أفسد  حیث  یلزم  الاربع‌، ‌کذا  فی  الـتبیین»‌.( الهندية:1/142)

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email